د کندهار عملیاتو ته افغان ځواکونه په عصري وسلو سمبالېږي

ایساف
Image caption په کندهار کې د ايساف ځواکونو يوه ډگروال (بروس مورى) د افغان سرتېرو د وړتيا د لوړولو او پراختيا د برخې مشر دى.

په کندهار کې د ايساف پوځي قومندانان وايي افغان ځواکونه د دې وړتيا لري چې د دغه ولايت کې په عملياتو کې پام وړ رول ولوبوي.

ايساف چارواکي له لويه سره په دې نظر دي چې افغان سرتيري ښه روزل شوي او د يو شمېر پرمختلليو وسايلو او تجهيزاتو څخه هم برخمن دي.

په خپله افغان سرتيري هم دغو عملياتو لپاره خپل چمتووالى ښيي خو ټينگار يې پر دې دى چې ښه او پرمختللي وسايل په واک نه لري.

زموږ همکار جعفر هاند د ناټو له يوه مطبوعاتي ټيم سره کندهار ته تللى او دغلته يې د ايساف، افغان چارواکو او سرتېرو سره يې خبرې کړي او دا رپوټ يې چمتو کړى.

د افغانستان په جنوبي ولايت کندهار کې د بهرنيو ځواکونو چارواکي ټينگار کوي چې افغان پوځ د دې وړتيا لري چې دغلته په را روانوعملياتو کې پراخه ونډه ولري او دغه راز په خبره يې اغيزناک رول ولوبوي.

د ايساف پوځي چارواکي وايي افغان سرتيري ښه روزل شوي،شمېر يې زيات شوى، په ښوو وسلو سنبال شوي او داچې د دې جوگه شوي چې اوس د پوځي عملياتو مشري هم په خپله غاړه واخلي.

په کندهار کې د ايساف ځواکونو يوه ډگروال (بروس مورى) د افغان سرتېرو د وړتيا د لوړولو او پراختيا د برخې مشر دى:

Image caption افغان ځواکونه د بهرنیو پوځيانو لخوا روزل کېږي.

((د دوى تجهيزات ښه دي، دوى ته د ناټو وسلې ورکړل شوي دي،دوى ته د سپکو وسلو د کارولو روزنه ورکول کېږي.(ام ۱۶) د دوى اساسي وسله ده، مخابراتي وسايل يې هم ښه دي خو کله ناکله د هغوى پلورل او راوړل وخت نيسي. دوى ته زغره وال گاډي هم ورکول کېږي، خو دا په تجهيزاتو پورې ډېره اړه نه لري، دا په خپله په خلکو، د هغوى د روزنې او ارادې پورې اړه لري.))

ښاغلي موري بي بي سي ته وويل په پام کې لري په راتلونکو دوو مياشتو کې په جنوب کې ديرش زره ښه روزل شوي سرتيري ځاى پرځاى شي چې ډيره برخه به يې د کندهار کې د امنيت ساتلو مسووليت په غاړه ولري.

په ټوله کې دغلته بهرني پوځي مشران د افغان سرتيرو د وړتيا د لوړوالي له اړخه ډير خوښ برېښي.

د کندهار ښار د پوځي عملياتو د برخې مشرډگروال (براين لاسکي) بي بي سي ته وويل افغان پوځ د عملياتو د ترسره کولو او په جگړه کې د وسله والو طالبانو او ولسې خلکو د بيلولو وړتيا پيدا کړې ده.

ښاغلي لاسکي وويل دوى وار له مخې د کندهار په ښار کې ١٢ امنيتي پوستې جوړې کړې او نژدې ټولې چارې يې په خپله افغان سرتيري پرمخ بيايي:

((اوسمهال موږ په هره ناحيه کې ۱۲ امنيتي پوستې لرو او هڅه مو دا ده چې دغه شمېره ۱۵ ته لوړه کړو چې دا پروسه په بشپړېدو ده. دا کار د عملياتو د پيلولو او د ښار د امنيتي کمربند د جوړولو په موخه ترسره کېږي او دغه راز د دغه کار بل هدف دا دى چې افغان حکومت او افغان ځواکونو ته د فعاليت او کار کولو زمينه برابره شي.

د دې موخه دا ده چې د افغان ځواکونو وړتيا لوړه شي، ټولنيز او اقتصادي پرمختک ته لاره هواره شي،خلکو ته معلومات ورکړل شي او وسله وال طالبان په فزيکي توگه او هم له تبليغاتي پلوه له خلکو بيل کړل شي، چې په عادي خلکو کې د دوى نفوذ شنډ کړل شي.))

له تېرو څو مياشتو راهېسې د کندهار د امنيت ټينگولو په موخه دغلته د يوه پراخ پوځي عملياتو د پيلولو خبره کېږي.

Image caption ایساف وايي د کندهار د عملیاتو لپاره به افغان ځواکونو ته پرمختللې وسلې ورکړي.

دغلته پر زرگونو بهرنيو سرتيري سربېره گڼ افغان پوځيان هم ځاى پرځاى دي.

د افغان سرتيرو د روزنې يوه مرکز ته ورغلم چې د چارواکو په خبره يې په هر دوو مياشتو کې شاوخوا٢زره پوځيان له فارغيدو وروسته ورته د امنيت د ساتلو چارې سپارل کېږي.

د یو شمېر افغان سرتېرو څرګندونې

زما نوم مصطفى دى او د لوگر ولايت نه کندهار راغلى يم او په ملي اردو کې داخل شوى يم.

موږ دلته ډير شيان، تراوسه مې د ام شپاړلس استعمال،د وسلو تړل اوخلاصول او دغه راز د بريد روزنه مې ترلاسه کړې ده.

زما نوم احمدالله دى او د کابل اوسيدونکى يم خو اوس په کندهار کې په ملي اردو کې او دلته زده کړه کووم

ما دلته انداخت،جم نظام او داسې د يو شمېر نورو وسلو استعمال مې زده کړل زه له خپلو استادانو او زده کړې نه ډېر خوښ يم.

زه چمتو يم چې د کندهار په عملياتو کې مهم رول ولوبوم زه يوازې د خپل قومندان امر ته انتظام باسم.

محمد اغا يم له بغلان ولايت نه او ٢٠ ورځې کېږي چې په ملي اردو کې داخل شوى يم.

زه غواړم دغلته پوځي زده کړه وکړم او د خپل هيواد دښمنانو ته ماتې ورکړم او خپل هيواد له هغوى نه ازاد کړم.

زه د کندهار په عملياتو کې د برخې اخيستو ډير ليواله يم، زه ډاډ يم چې موږ به ډير ښه کار وکړو.

دغه مرکز چې د کندهار ولايت په ٢٠٥ نمبر قول اردو کې دى، ډېرى روزونکى يې بهرنيان دي خو هغوى يو شمېر افغانان هم روزلي چې پوځيانو ته روزنه ورکړي.

له لويه سره په کندهار ولايت کې د عملياتو د ترسره کولو موخه،دغلته د امنيت ټينگول، حکومتوالۍ پياوړتيا او بيا رغنيزو چارو پيلولو ښوول کېږي.