عظيمي: پاکستان د جنګیالیو د اوښتو راوښتو مخه نشي نیولی

د افغانستان او پاکستان ګډه پوله
Image caption پاکستان وايي وايي د افغانستان خاورې ته يې د اورپکو د اوښتو په چاره کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې توان لري، وویل که څه هم پاکستان پر خپله پوله تر سلو زرو ډېر ځواکونه ځای پرځای کړی، خو بیا هم دا وړتیا نه لري، چې د ګډې پولې دواړه غاړو ته د اورپکو د تګ راتګ مخه ونیسي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي وویل د افغانستان سیاست پر دې نه دی ولاړ، چې افغان اورپکي د پاکستان د ننه بریدونه وکړي:

((نن په افغانستان کې نړیوالې رسنۍ حضور لري، که موږ ادعا وکړو چې په ټول افغانستان کې ۱۰۰ زره ځواکونه د جګړې، د امنیت د ټينګښت او داسې نورو او لپاره لرو، دا سمه خبره ده، خو پاکستان ادعا کوي چې پر ګډه پوله یې سل زره پوځيان ځای پرځای کړي، چې د دغو سل زره ځواکونو له امله دوی څو سوه میلیونونه ډالره پيسې ترلاسه کوي، ولې دوی د جنګیالیو د اوښتو مخه نه نیسي. ))

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزير رحمن ملک په دې وروستیو کې د پاکستان په خونړیو بریدونو کې د تور ګوته افغاني طالبانو ته ونیوله.

نوموړي ويلي وو چې افغان اورپکي له پولې دېخوا پاکستان ته د ترهګريزو بریدونو لپاره راوړي، چې په وینا يې تر ټولو تازه بېلګه په قبایلي مومندو ايجسنۍ کې ځانمرګی برید و، چې تر سلو ډېر کسان پکې ووژل شول.

Image caption د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي پاکستان غواړي چې د افغانستان لخوا ترلاسه شوې لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي پاکستان غواړي چې د افغانستان لخوا ترلاسه شوې لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي:

((تر ټولو مهم ټکی دا دی چې افغانستان سترو او ملي لاسته راوړنو ته نژدې شوی، موږ د سولې جرګه درلوده، غواړو چې په کابل کې د اویا هېوادونو په حضور نړیوال کنفرانس جوړ شي، یا غواړو چې پارلماني ټاکنې وکړو، خو وينو چې د افغانستان د حثییت د له منځه وړلو لپاره له يوه لوري غږونه راپورته کېږي.))

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان او افغانستان دولتونو پر یو بل دا ډول نيوکې کوي.

د افغانستان دولت څو څو ځلې اعلان کړی، چې اورپکي پاکستان کې روزل کېږي او له هغه ځایه په افغانستان کې پر افغان او نړیوالو ځواکونو د بریدونو چمتووالی نیسي.

خو پاکستاني چارواکي بيا وايي هغه اروپکي ‎ چې له افغان خاورې پاکستان ته د بریدونو لپاره اوړي، د هغو اورپکو په پرتله چې له پاکستانه په افغانستان کې د بریدونو طرحې جوړوي، زیات نه دی.

پاکستان وايي وايي د افغانستان خاورې ته يې د اورپکو د اوښتو په چاره کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.