د فيصل شهزاد يوه پخوانۍ ويډيو خپره شوه

Image caption په دغې ويډيو کې هغه وايي چې پر امريکا باندې له دې امله بريد کې وي چې مسلمانان يې وژلي دي .

د فيصل شهزاد دغه ويډيو د ده تر نيول کېدو وړاندې ډکه شوې ده. نوموړي دوديز قبايلي کالي اغوستي او يو کلاشينکوف يې په غاړه کې او ناست دی .

په انګرېزي ژبه وايي زه هيله لرم چې د نيويارک د ټايم څلورلارې د بريد ورځ به ټولو مسلمانانو ته د خوشالۍ ورځ وي.

دی په خبرو کې دا هم وايي چې زما د دغه بريد مقصد د ارپکو د مشرانو بيت الله مسعود او ابو مصعب الزرقاوي په ګډون د هغو مسلمانانو غچ اخيستل دي چې امريکايي لښکرو وژلي دي.

فيصل شهزاد په دغې ويډيو کې د اسلام دين ديوې سياسي مفکورې په توګه ياد کړی ويلي يې دي اسلام به غالبېږي او

ډيموکراسي به ماتېږي.

شهزاد تر د يوه ناکام بريد تر هڅې دوه ورځې وروسته له امريکا څخه د وتلو پروخت د نيويارک د جان ايف کنيډي په هوايي ډګر کې

ونيول شو.

سربېره پردې تېره مياشت فيصل شهزاد د نيويارک په يوې محکمې کې پر ځان د ترهګرۍ لس واړه لګېدلي تورونه ومنل.

نوموړي په محکمه کې يې په وازه خوله وويل چې امريکا دي په دې پوه وي که له افغانستان او عراق څخه راونه وزي، پر اسلامي هېوادونو د بريدونو او په چارو کې يې د لاس وهنو څخه لاس وانخلي نو دوی به پر امريکا له بريدونو څخه لاس پر سر نه شي.

د امريکايي پلټنو د ادعا له مخي فيصل شهزاد په پاکستان کې پر خپله روزنه اعتراف کړی چې ده ته د دغه کار د لګښت لپاره پيسې هم منل شوې وې.

Image caption پر ښاغلي شهزاد تور دی چې د نيويارک په ټايم څلورلارې کې يې په يوه موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي ول چې ونه چاودېدل.

ويل کېږي پر ښاغلي شهزاد ته به د روان کال په مني کې سزا واورول شي .د خبرونو له مخې ده په يوه موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي ول چې ونه چاودېدل.

د نيويارک پوليس وايي که دا بريد شوی وای نو د نيويارک زړه به يې لړزولی وای. په همغه شپو کې د پاکستان طالبانو ويلي و چې بريد دوی طرحه کړی و.

دوی ويلي ول چې دغه بريد يې په اسلامي هېوادونو کې د امريکا د لاس وهنې او په عراق کې د القاعدې د دوو مشرانو د مرګ په بدل کې د غچ اخيستلو په نيت کاوه.

ټايم څلورلارې د نيويارک په ښارکې بې ساری ګرانه سيمه ګڼل کېږي او د سيلانيانو د ساتيري ډول ډول مرکزونه لري .

دغلته امريکايان نوی عيسوي کال نمانځي او همدارنګه د امريکايي ورځپاڼي نيويارک ټايمز پخوانی اونوی دواړه دفترونه همدلته دي.

په ټايم څلور لارې کې تر ټولو نوې او ښايسته ودانۍ د امريکا پوځ ته د جلب مرکز دی چې پر افغانستان باندې د امريکا تر يرغل وروسته جوړه شوې او دوه واري پرې بمي بريدونه شوي دي.