په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ايساف له وياند سره ځانګړې مرکه

Image caption ښاغلی بلاټس وايي نوی قوماندان به يې د جګړې په تاکتيکي لارښود کې بدلون را نه ولي.

په افغانستان کې د سوله ساتو يانړيوالو ځواکونو قومانداني وايي د دغو ځواکونو، نوی قوماندان جنرال ډېويډ پيټريس به په دغه هېواد کې دبغاوت ضد ستراتيژي کې هېڅ پام وړ بدلون را نه ولي. دغه قومانداني وايي جنرال پيټريس به احتمالا پر پوځي تاکتيکونو له سره غور وکړي . له دې سره همهاله ايساف هغه راپورونه ردوي چې ګنې د ولسمشر کرزي او جنرال پيټريس تر منځ د ملېشو د جوړولو پر سر اختلاف پيدا شوی دی . دغه رار ايساف د کابل کنفرانس ملاتړ کوي او د راتلونکې سې شپنې پر ورځ جوړېدونکي دغه کنفرانس څخه يې تمه دا ده چې افغانانو ته د جګړې د سپارلو د مسوليت او له طالبانو سره د خبرو اترو په څېر مهمو مسلو په اړه پرېکنده پرېکړې وکړي .

پوښتنه :

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو نوی قوماندان به د پوځي عملياتو په بڼه او تاکتيکونو کې څه بدلونونه راولي ؟

ځواب :

دا يوه مهمه پوښتنه ده . شاوخوا يوه اونۍ کېږي چې جنرال پيټريس دغه دنده پر غاړه اخيستې .

لکه څنګه چې ولسمشر اوباما هم ويلي د پوځيانو په مشرۍ کې بدلونونه يواځې د رهبرۍ بدلونونه دي نه د پاليسي . موږ له مخالفينو سره د مبارزې ستراتيژي چې په تېرو کلونو کې جنرال پيټريس د جنرال مکريسټل په مرسته جوړه کړې ده نه بدلوو.

جنرال پيټريس ژمن دی چې دغه ستراتيژي په بشپړه توګه پلې او تعقيب کړي او موږ به له بغاوت سره د مبارزې په دغې ستراتيژي کې کوم بدلون و نه وينو.

پوښتنه :

خو جنرال پيټريس ته ځينې نژدې خلک وايي چې دی کېدای شي ځينې تاکتيکونه بدل کړي ، دوی وايي چې هو! ستراتيژي به هماغه وي ، نو ايا تاسې په تاکتيکونو کې د بدلون تمه لریء؟

ځواب:

هغه شی چې د نړيوالو ځواکونو يا ايساف ځواکونو د قوماندې د مرکز په ډول يو پوځي مرکز ورته اړتيا لري دا دی چې موږ د پوځي تاکتيکونو لارښود تر لاسه کړی چې په هغه کې زموږ ټولې کړنې ، او د پاليسۍ او ستراتېژۍ پلې کېدل روښانه شوي دي.

دغه لارښود يو کال مخکې د 2009 کال په اګست کې د جنرال مکريسټل له لوري لاسليک او صادر شو. خو د پوځي دود پر بنسټ نوی قوماندان حق لري چې د تېر کال د لارښود په څېر پاڼې يو ځل وارزوي . او دغه راز حق لري چې د ستراتيژي د لاښې پلي کېدا لپاره په دغه تاکتکي لارښود کې بدلونونه هم راولي .

پوښتنه:

ايا تاسې ددې ځينې بېلګې راښوولای شیء، زه به تاسې ته ځينې مثالونه درکړم. داسې راپورونه شته چې په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه د جنرال مک کريسټل د تاکتيکي کړنلارې له کبله خوشاله نه ول ، لکه د الوتکو په کارولو يا بمبار محدوديت، د شپې پر کورونو چاپې وهل او داسې نور شيان ، داسې راپورونه شته چې جنرال پيټريس کېدای شي پر دې له سره غور وکړي او ښايي بدل يې کړي ، نو ايا تاسې د داسې تاکتيکونو ځينې مثالونه را کولای شیء چې ستاسې په فکر کېدای شي بدل کړل شي؟

ځواب :

په حقيقت کې تاسې په بشپړه توګه هغه څه ته اشاره وکړه چې په ستراتيژيکو پوړيو کې يې پوځي مشر بايد په پام کې ونيسي .يوه پوځي سازمان بايد د ځان د دفا حق او د عمل ازادي ولري چې دا چاره د اړينو پرنسپونو پر بنسټ رامنځته کېږي .او له بلې خو دا يو پوځي ماشين دی چې بايد د ولسي زيانونو کچه راټيټه کړي . ستراتيژيکې اړتياوې بايد د ځواکونو له اړتياوو سره برابرې شي.

يا په بله وينا ځواکونو ته ټول هغه تجهيزات ورکړل شي چې اړتيا ورته لري او د هغو ولسي وګړو بشپړه ساتنه وشي چې له بغاوت سره د مبارزې د ستراتيژۍ پر لومړۍ کرښه ځای لري . دا هغه ټکي دي چې جنرال پيټريس يې په اړه غور کوي او د ايساف د قوماندې مرکز ته دنده ورکړل شوې چې د 2009 کال پر جنګي لارښود له سره کتنه وکړي چې ايا بدلون ته اړتيا لري او کنه ؟

دغه بهير روان دی او زما په اند د څو اونيو په ترڅ کې به يې پايلې راووزي ،خو زه تمه نه لرم چې په دغه لارښود کې ډېر بنسټيز بدلونونه راشي .

پوښتنه:

په قوماندانۍ کې له بدلون سره چې کومه بله پوښتنه راپور ته شوه هغه د افغانستان په ځينو سيمو کې د مليشو جوړول وو.

د امريکا په يوې ورځپاڼې واشينګټن پوست کې داسې يو ريپوټ و چې وايي ولسمشر کرزی او جنرال پيټريس پر دغې موضوع اختلاف سره لري . يانې جنرال پيټريس غواړي چې دغه مليشې جوړې شي خو ولسمشر کرزی ددې نظر مخالفت کوي .

ايا تاسې واضح کولای شیء چې دغه مليشې به څه ډول وي چې جنرال پيټريس يې جوړول غواړي او افغان چارواکي يې ولې مخالفت کوي ؟

ځواب:

تر ټولو مخکې موږ د مليشو په اړه خبرې نه کوو ، په حقيقت کې ستاسې هدف هم د عامه نظم د پوليسو د جوړولو پروګرام دی . دغه پروګرام د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له لوري عملي کېږي نو پر دې بنسټ دا د ايساف طرحه او پروګرام نه دی او بايد ووايم چې دا کوم نوی پروګرام هم نه دی بلکې له شاوخوا يو نيم کال راهيسې روان دی .

جنرال پيټريس د ښاغلي کرزي په غوښتنه هغه ته ورغی او د روانو حالاتو او دغه پروګرام په اړه يې هغه ته توضيحات ورکړل .

د عامه نظم د پوليسو طرحه ددې لپاره جوړه شوې چې په ځينو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو د نشتوالي له امله رامنځته شوې تشې ډکې کړي. ما د واشينګټن پوست ليکنه لوستې ده زه چې په دې اړه څه ويلای شم دا دي چې دا ليکنه له سره تر پايه غلطه وه .

دا ځکه چې د جنرال پيټريس او ولسمشر کرزي تر منځ د نظر هېڅ ډول اختلاف نه دی راغلی.

بايد دې ته پام وکړو چې افغانستان ته د جنرال پيټريس د راتګ په لومړيو اتو ورځو کې هغه له ولسمشر کرزي سره اته ځله ليدلي دي او دغه ټولې ليدنې ډېرې ښې او دوستانه وې چې دوی دواړو د يو بل نظرونه واورېدل .

د عامه نظم د پوليسو په اړه بايد ژور بحثونه وشي ځکه چې دا ډېره مهمه خبره ده .

پوښتنه:

نو پر دې موضوع د جنرال پيټريس او ولسمشر کرزي تر منځ اختلافي ټکي څه دي ؟

ځواب :

رښتيا درته ووايم! زه د هغې ليدنې پر مهال نه وم چې پوه شم هلته د څه شي په اړه اندېښنې وې .

خو ظاهرا دا يوه افغاني پروژه ده چې ددغې پروژې د برياليتوب لپاره له ايساف ځواکونو سره همغږۍ کېږي. او دويم دا چې دغه خبرې ددې څرګندونه کوی چې د ولسمشر کرزي او جنرال پيټريس تر منځ همکاري شته .

ددې په څنګ کې جنرال پيټريس په وار وار ويلي چې هغه د بهرنيو ځواکونو د قوماندان په توګه د ولسمشر کرزي لپاره کار کوي . له همدې امله د هغوی تر منځ کاري اړيکي په ډېر روښانه ډول بيان شوي دي .

پوښتنه :

د خلکو د ژغورنې د پوليسو ترڅنګ داسې نورې مليشې شته چې د بهرنيو ځواکونو له خوا ګمارل کېږي ، په ځانګړې توګه د افغانستان په سويلي او ختيزو سيمو کې دا د شخصي امنيتي شرکتونو لپاره کارکوونکي کسان دي ، چې د ايساف ځواکونه يې د ځان د ژغورنې يا د اکمالاتو د ژغورنې لپاره ګماري.

دا موضوع هم ولسمشر کرزي راپورته کړې او خپله ناخوښي يې ښوولې ده ، ايا تاسې فکر کویء چې د نړيوالو ځواکونو قوماندان ، د شخصي امنيتي شرکتونو لپاره د کارکوونکو کسانو دګمارنې پر تګلاره هم غور کوي ځکه ځينې وخت دغه شخصي امنيتي کسان د ستونزو جوړېدو سبب کېږي، ځکه ډېر افغانان د شخصي امنيتي شرکتونو لپاره د کارکوونکو کسانو او د نړيوالو ځواکونو لپاره د کارکوونکو تر منځ توپير نه شي کولای ؟

ځواب :

د خصوصي امنيتي شرکتونو مسله د اندېښنې وړ ده . دا يوه نوې مسله نه ده او موږ يې تعقيبوو. لومړی بايد موږ ډاډه شو چې دغه شرکتونه له افغان چارواکو سره راجستر شوي وي .

ددې په څنګ ځينې وخت يو شمېر شرکتونه فرعي قرارداديانو ته کارونه ورکوي چې د بېلګې په ډول په هېواد کې زموږ تدارکاتي توکي له يوه ځايه بل ته ولېږدوي چې دې کار هم ستونزې راټوکولې دي .

موږ له څو کلونو راهيسې له فساد سره د مبارزې د ځانګړې ادارې په مرسته ددغې مسلې په اړه غور کوو او شاوخوا درې اونۍ وړاندې يو نوی کنډک جوړ شو چې د تړونونو اړوند ټول مسايل به ارزوي .

موږ په دغې برخه کې له افغان لوري سره بشپړه همکاري کوو خو افغانستان بايد ژر تر ژره ښه ډېر امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول پوليس ولري چې دغه شخصي امنيتي شرکتونه نور له منځه ولاړ شي .

پوښتنه :

خو د معلومولو او څارنې لپاره داسې سيسټم بايد هرو مرو وي ، ځکه موږ داسې ډېر ريپوټونه درلودل چې د شخصي امنيتي شرکتونو لپاره کارکوونکي کسان ، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا ګمارل شوي ، چې د دوی اډې يا کاروانونه وژغوري ، په دوی کې کېدای شي مجرمين هم وي ، يا په نشه يي توکو روږدي کسان وي ، په دې کې خو هر ډول کسان کېدای شي ؟

ځواب :

اجازه راکړیء چې د امنيتي شرکتونو توپير درته وکړم، هغه شرکتونه چې د بهرنيو ځواکونو يا ايساف لپاره کار کوي هغوی راجستر شوي دي . او موږ ددغسې شرکتونو په اړه اندېښنه نه لرو. خو داسې شرکتونه هم شته چې د ټوپکسالارانو او زورورو کسانو له لوري اداره کېږي ، راجستر شوي نه دي او په اصطلاح له ولکې وتلي دي دا يو بهير دی چې روان دی او بايد په اړه يې ګام واخيستل شي .

پوښتنه:

يوه بله پوښتنه چې له دې موضوع سره تړلې هغه په کندهار کې د حالت او هلته د عملياتو په اړه ده .

موږ له څو مياشتو راهيسې اورو چې هلته عمليات پيلېږي او په دغه ولايت کې د ځواکونو شمېره مخ پر ډېرېدو ده ، نو دا عمليات به کله پيلېږي؟

ځواب :

دغه عمليات نژدې درې مياشتې مخکې پيل شوي ول . خو دا به پوځي عمليات نه وي چې پر کندهار ښار به يرغل وشي او په ولکه کې به واخيستل شي . دا ځکه چې د کندهار غوندې ښار د مخالفينو له لوري نه دی نيول شوی چې موږ يې د بېرته نيولو لپاره ګام واخلو.

پوښتنه :

خو په کندهار کې د اسې سيمې او ولسوالۍ شته چې طالبان يې کنټرولوي؟

ځواب :

له بده مرغه دا رښتيا ده . زه څو ورځې مخکې دکندهار ښار او ارغنداو ولسوالۍ ته ولاړم . ما هلته هغه امنيتي تدابير وليدل چې په دغه ولايت کې د امنيت دټينګښت لپاره ورته سخته اړتيا ده چې په دې توګه د خلکو باور راخپل شي او دوباره له حکومت سره اړيکي ټينګ کړي.

ددغې موخې لپاره موږ امنيت ته اړتيا لرو او له همدې امله کندهار ته نور ځواکونه استول کېږي په ځانګړي ډول امريکايي ځواکونه ، چې ګمان کېږي په اګست او يا سپټمبر کې به يې د لېږلو بهير بشپړ شي .

ښه ! که تېرو دريو مياشتو ته ور وګرځو تاسې به د ارغنداو، پنجوايي او دامان په ځينو سيمو کې هېڅ پوليس نه وای ليدلی خو اوس تاسې هلته يو يا دوه پوليس وينیء او تر راتلونکو دريو اونيو پورې به تاسې هلته درې پوليس ووينیء او دا يوه اغېزناکه پوځي ستراتيژي ده .

پوښتنه :

تاسې وويل چې په کندهار کې عمليات درې مياشتې کېږي چې پيل شوي دي خو امنيتي حالت ښه شوی نه دی ، هره ورځ بريدونه کېږي ؟

ځواب :

داسمه نه ده . ما په ارغنداو ولسوالۍ کې امنيتي پوستې وليدې او په حقيقت کې هلته امنيت ښه شوی دی .

موږ د خلکو د کنټرول لپاره يو لړ ګامونه واخيستل د بېلګې په ډول موږ زرګونو کسانو ته پېژند پاڼې ور وېشو.

پوښتنه:

نو تاسې خلک ثبتویء، دا د ولايت د خلکو يو اجسټر يا ډېټابېس جوړول دي ؟

ځواب :

بالکل !موږ په يوه ډېټابس کې معلومات ثبتوو چې دا کار د عامه نظم او امنيت لپاره خورا مهم دی .

او موږ ددې کار لپاره له افغان ادارو سره هم مرسته کوو. البته په دغه پروګرام کې دکندهار ټول اوسېدونکي نه راځي بلکې يواځې د کندهار ښار او څلور نژدې ولسوالۍ پکې شاملې دي .

پوښتنه:

په کندهار کې امنيت د ټول افغانستان دثبات لپاره مهم بلل کېږي او د امنيت موضوع به په را روانه اونۍ کې د کابل نړيوال کنفرانس کې د اجنډا برخه هم وي ، تاسې خپله له کابل کنفرانس څخه د امنيت او د افغان ځواکونو د وړتيا د لوړلو په برخه کې څه تمه لریء؟

ځواب :

تر ټولو مخکې خو زه فکر کوم چې د لندن له کنفرانس سره تړلی دغه کنفرانس ته ټول خوشاله دي . او د کنفرانس په اجنډا کې مهم موضوعات ځای پر ځای شوي چې يوه موضوع افغان سرتېرو ته د مسوليت لېږدول دي يانې افغانانو ته د جګړې د مسوليت لېږدول . يوه بله مهمه موضوع له مخالفينو سره خبرې اترې او سوله ده او دغه راز د عامه نظم د پوليسو پروګرام هم په دغې اجنډا کې شامل دی . هو! چمتوالی ډېر ښه روان دی او پرمختګ شوی دی موږ ددغه کنفرانس ملاتړ کوو. او زموږ تمه دا ده چې ددغو دريو موضوعاتو په اړه ډېرې کوټلې، غوڅې او اغېزناکې پرېکړې وشي .