کندهار :د تښتول شويو روغتيايي کارونکو يو تن خوشې شوی

کندهار
Image caption کندهار د افغانستان په سوېل کې پروت نا ارام ولايت دی چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ ډېرې نښتې پکې کېږي.

دکندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ۶ تښتول شويو روغتيايي کارکوونکو له ډلې څخه يو تن خوشې شوی او د پېنځو نورو برخليک لا نا معلوم دی .

دکندهار دعامی روغتيا ځايي چارواکي وايي دغه کسان له ميوند ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته پر لارې ول چې نا څرګندو وسلوالو و تښتول .

د دغو کسانو د تښتولو مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی .

د عامې روغتيا وزارت د خپلو کارکوونکو له تښوونکو غوښتي چې تښتولي کسان ژر تر ژره خوشې کړي .

وزارت په يوه ويناپاڼه کې ويلي د روغتيايي کارکوونکو تښتول په ټولو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو د رسولو بهير ته خنډونه جوړوي .

دغه راز د عامې روغتيا وزارت د کندهار پر مخورو، سپين ږېرو او ديني عالمانو هم غږ کړی چې د تښتول شويو کسانو په راخوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي.