په کابل ښار کې 15 زره امنيتي کسان ځای پر ځای شوي

پوليس
Image caption امنيتي چارواکي وايي هڅه کوي چې د ياغيانو د احتمالي بريدونو مخه و نيسي.

د کابل د نړيوال کنفرانس له را رسېدو سره په دغه ښار کې امنيتي تدابير سخت شوي او د ښار په بېلا بېلو سيمو کې د تالاشۍ پوستې ډېرې شوې دي.

د امنيت په برخه کې د دومره کلکو ګامونو د اخيستلو يو لامل شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې د سولې پر مشورتي جرګه توغنديز بريدونه بلل کېږي .

د کابل د پوليسو يو چارواکی خليل الله دستياري وايي هڅه يې دا ده چې د ياغيانو د احتمالي بريدونو مخه ونيسي او د سولې د مشورتي جرګې پېښه بيا تکرار نه شي.

که څه د کابل کنفرانس د امنيت په برخه کې نړيوال سوله ساتي ځواکونه په ښار کې د ننه ډېره ښکاره ونډه نه لري خو هوايي ځواک به يې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي .

نړيوالو سوله ساتو ځواکونو له تېرې يوې مياشتې راهيسې افغان ځواکونه روزل چې د کابل کنفرانس امنيت سم وساتي .

د کابل په کنفرانس کې به د شاوخوا شپېتو هېوادونو او نړيوالو ټولنو استازي ګډون کوي چې په کابل کې د خپل ډول تر ټولو لوی کنفرانس بلل کېږي .

په دغه کنفرانس کې د لندن کنفرانس پايلې ارزول کېږي او د افغانستان د حکومت له لوري به د نړيوالو مرستو دلګولو پر څرنګوالي له سره غور کېږي .