'افغانستان کې د امریکا پر شوو مرستو پلټنه کې ناغيړي شوې'

افغان ماشوم
Image caption په داسې حال کې چې له افغانستان سره ميلياردونه ډالره مرسته شوې، خو بیا هم د دغه هېواد وګړي له بې وزلۍ کړېږي.

د امريکا د عمومي پلټنې د ادارې ځانګړی عمومي څارونکی وايي د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د امريکا په لګول شويو پيسو کې درغلۍ او فساد شوی دی.

ده د امريکا له عدلي چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د لګول شويو پيسو د څارنې د ډلې واکونه لږ او يا له منځه يوسي.

د شمېرو له مخې امريکا له ۲۰۰۱ کاله راهيسې د افغانستان په بيارغونه کې تر ۵۰ ميليارډه ډالره ډېرې پيسې لګولې دي.

د امريکا د متحده ايالاتو د عمومي پلټنې د ادارې مشر په افغانستان کې د بيارغونې لپاره د لګښتونو تر ارزونې وروسته په دغه هېواد کې د لګېدلو ۵۱ ميليارډه ډالرو د بې ځايه لګولو، درغليو او فساد له امله ناخوښي ښوولې ده.

د امريکا د حکومت د مالي کنټرول شوری له لوى څارنوال ايريک هولډر څخه غوښتي چې د افغانستان د بيا رغوونې د چارو د څارونکو او پلټونکو قانوني عملي واکونه لږ او يا بيخي له منځه يوسي.

د امريکا متحده ايالاتو له ۲۰۰۱ کال راهيسې د افغانستان د بيا رغوونې لپاره د ۵۱ ميلياردو ډالرو مرسته کړې او غواړي چې په راتلونکي کال کې خپلې مرستې ۷۱ ميلياردو ډالرو ته ورسوي.

د امریکا د حکومت د مالي کنټرول شوری وايې، د افغانستان د بيا رغونې د چارو عمومي پلټونکو پخپل کار کې ناغېړي کړې ده.

Image caption د امريکا د حکومت د مالي کنټرول شوری له لوى څارنوال ايريک هولډر څخه غوښتي چې د افغانستان د بيا رغوونې د چارو د څارونکو او پلټونکو قانوني عملي واکونه لږ او يا بيخي له منځه يوسي.

پر عمومي پلټونکی د دوی نيوکه دا ده چې هغه خپلو مامورينو ته د وسلو کارول نه دي ور زده کړي دغه راز نه د وسلو درلودلو کومه پاليسي لري او نه هم د معلوماتو د راټولو لپاره پرمختللی برېښنايي سيسټم.

د امريکا د پوځ متقاعد جنرال ارنولډ فيلدز د افغانستان د بيا رغوونې د چارو د ځانګړي او عمومي څارونکي دنده لري.

ده د خپل کار په اړه نيوکې منلې او د سمونونو ژمنه يې کړې خو له دې سره سره هغه د امريکا په کانګريس کې د حکومتي تړونونو د څار جرګګۍ مشرې ډېموکراټې سناتورې، کليېر مک کسکيل قانع نه کړای شوه.

اغلې مک کسکيل د افغانستان د بيا رغوونې په اړه د حکومت د مالي کنټرول د شوری ارزونه جوتوي چې چې د بيارغوونې د څارنې ډله کمزورې ده او وړتيا نه لري .

هغې وويل د کار د سموالي لپاره د څارنې د ډلې د مشر د بدلون وړانديز وکړ خو زياته يې کړه چې په نوره ډله کې هم بايد سمونونه راوستل شي .

Image caption د شمېرو له مخې امريکا له ۲۰۰۱ کاله راهيسې د افغانستان په بيارغونه کې تر ۵۰ ميليارډه ډالره ډېرې پيسې لګولې دي.

اغلې مک کسکيل وايي، دا کار بايد د امريکايي سرتېرو او ماليه ورکوونکو امريکانو لپاره هم وشي.

د افغانستان د بيا رغوونې د څارونکې ډلې مرستيال مشر جان برومينټ د امريکا د حکومت د مالي کنټرول شورا ارزونه ردوي او له دې سره هم جوړ نه دی چې د دوی واکونه دې يا لږ او يا بيخ ځينې واخيستل شي.

د ۲۰۰۹ کال له مې راهيسې دغې ډلې ۱۷ حسابونه تصفيه کړي او پر ۱۴ نورو لا کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اوباما د افغانستان د جګړې لپاره د نورو پيسو د ورکړې غوښتنه کړې ده.

ښاغلي اوباما دغه ۳۳ بيليونه ډالره پيسې افغانستان ته د را استول کېدونکو ۳۰ زره نورو سرتېرو لپاره غوښتې دي .

ورته مطالب