افغـانستان کـې ښځینه زنـدان پـه انـځورونو کـې

دا چې افغانستان کې ښځې د دود له مخې له نارینه وو په هرڅه کې جلا وي، دغه زنداني شوې ښځې هم له نارینه زندانیانو نه جلا ساتل کېږي، چې د هېواد له دود سره سمې په زندان کې له خپلو بچیانو سره شپې او ورځې تېروي . کلېکاږل افغانستان کې د "بد اخلاقۍ" په تور ښځې زندان ته اچول شوې

خو د دغو زنداني شوو ښځو په خبره، له تېرو درو کلونو راهیسې له حکومته د خپل اولاد د ازادۍ د حق غوښتنه کوي.

د کابل په ښځينه زندان کې ۱۴۳ ښځې زنداني شوې، چې له دوی سره يې بچیان هم همالته ساتل کېږي.

د کابل بادام باغ ښځينه زندان مشره زرفشان نايبي وايي :’’دا ښځې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوې، لکه وژنه، تښتونه، اخلاقي جرم، له کوره تېښته، چې ځينې پکې د نشه يي توکو د قاچاق په تور راوستل شوې دي.’’

زنداني ښځې په انځورونو کې

د افغانستان د قانون له مخې، له زنداني ښځو سره د هغوی د بچیانو لپاره باید د زندان د ننه د زندان ساتونکي د زده کړې زمينه برابره کړي.

په دې لړ کې د افغانستان حکومت تر يوه حده کار کړی، ترکومه بریده چې تمه کېده، هومره کار نه دی شوی.

په کابل کې د ماشومانو د روزنې د مرکز مشر عبدالله مقبل وايي: ''له درسي نظام سره مطابق، ماشومان د سهار له نهو بجو د غرمې تر ۱۲ بجو پورې زده کړه کوي، په دې روزنیز ځای کې د عدليې وزارت او محاکمو له لایحو سره سم د پوهنې وزارت ښوونکي ماشومانو ته روزنه ورکوي. ''

خو که له يوې خوا زنداني ښځې د زندان له ژوند نه تنګې راغلې، له بلې خوا زنداني کېدو ځينو ښځو ته ګټه هم رسولې ده.

د یوګندا يوه زنداني شوې ښځې آمنې کتيتي په زندان کې اسلام راوړ، چې دا يې اصلي لامل له هغې سره نېکه معامله بولي:

''ما دلته نېک کسان ولیدل، له هغوی سره مې ناسته پاسته درلوده، هر وخت چې له ستونزو سره مخامخ شوې یم، زما ستونزه يې هواره کړې ده، دوی ډېر نړم زړي خلک دي. ''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .