نورستان: د برګيمټال جګړه پای ته ورسېده

نورستان
Image caption د تېر جون په لومړیو کې وسله والو طالبانو برګيمټال ونیوله، چې بیا وروسته د افغان حکومت تر کنټرول لاندې راغله.

د نورستان والي وايي د برګيمټال ولسوالي يې بېرته له طابانو نیولې او د هغوی څو ورځني سخت بريدونه يې په شا تمبولي دي.

جمال الدین بدر بي بي سي ته وویل ولسوالي د دوی په ولکه کې ده:

((تر نن سهار ملا بانګ پورې جګړه روانه وه، اوس جګړه پای ته رسېدلې ده، ۱۲ پورې وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي، د حکومت لخوا طالبانو ته ويل شوي چې راشي او خپل مړي يوسي، زموږ يوازې شپږ پوليس ټپيان شوي دي. ))

ښاغلي بدر وویل چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې دوی غواړي چې په دغه ولایت کې امنیت راولي، چې په وینا يې د کامدېش لویه لاره چې د برګيمټال ولسوالي له مرکز سره نښلوي، له تېرو شپږو کلونو راهیسې تړل شوې وه.

جمال الدین بدر وايي حکومت غواړي چې اوس هلته عملیات وشي او دا لاره د تل لپاره پرانيستل شي.

نوموړی وايي تر هغه چې دا لاره د وسله والو له شتون نه پاکه نه شي، برګيمټال به تل له ستونزو ډکه وي.

خو وسله والو طالبانو ويلي چې د برګيمټال ولسوالي يې له څو ورځنيو سختو جګړو وروسته لاندې کړې ده، چې په وینا يې يو شمېر پوليس ژوندي نیول شوي دي.

مخکنی حالت

افغان حکومت وايي د نورستان په برګيمټال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

طالبانو ادعا کړې، چې دغه ولسوالي يې نيولې ده، خو حکومت بیا د هغوی ادعا ردوي.

تېره شپه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل ولسوالي يې جنګیالیو نيولې او په وینا يې يو شمېر افغان پوځيان دوی ته وراوښتي دي.

بل خوا د نورستان والي جمال الدین بدر تېره شپه ناوخته له بي بي سي سره د طالبانو دا ادعا رد کړه، چې ګني برګيمټال يې نیولې ده.

خو نوموړي زياته کړه چې د بلې هرې ورځې په پرتله تېره ورځ د سختې جګړې شاهده وه او وویل چې له څلورواړو خواوو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ بریدونه کړي، چې په وينا يې تر اوسه د دوی ایله ۶ پولیس ټپيان شوي.

نوموړي زياته کړه چې لاهم مقاومت روان دی.

دواړه ښکېلې غاړې يو بل د درنې مرګ ژوبلې ادعا هم کوي.

ولایتي چارواکي وايي په جګړه کې دوی له هوايي ځواکه هم ګټه اخیستې ده.

د پاکستان پر پوله دغه پرته سرحدي ولسوالۍ د تېر جون میاشتې په لومړیو کې طالبانو له حکومته نيولې وه، خو له سختو جګړو وروسته بېرته د حکومتي ځواکونو په ولکې کې ورغله.

Image caption تېر ماښام ناوخته په کندهار ښار کې ناپېژاندو وسله والو يو پوليس په ډزو وواژه.

د نورستان چارواکي وايي د برګيمټال جیوپوليتيک ارزښت په دې کې دی، چې له یوې خوا د شمال له بدخشان ولایت سره وصل ده او له بل لوري د پاکستان له چترال سره ګډه پوله لري.

چارواکي وايي چې دا ولسوالۍ له جغرافيوي پلوه د دې ډول فعالیتونو او د خپ او ترپ جګړې لپاره ډېره جوړه ده.

په دغه ولسوالۍ کې يو پاکستانی وګړی څو کاله وړاندې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې لخوا نیول شوی و.

نیول شوي پاکستاني ويلي وو چې ده له همدې ځایه چترال ته اسامه بن لادن څو ځلې بېولې رابېولی، خو د هغه دا ادعا بیا سمه ونه ختله.

په دې وروستیو کې له برګيمټال سره پر پوله په چترال کې له تورې او ځينو نورو وسایلو سره ونیول شو، چې په وينا یې د اسامه بن لادن د موندلو په لټه هلته ورغلی و.

د نورستان چارواکي وايي چې په برګيمټال او شاوخوا سیمو کې د طالبانو او القاعدې د جګپوړو چارواکو شتون نه شي ردېدای.

د کندهار چاودنه

بل خوا نن سهار شاوخوا اته بجې د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د سړک غاړې د ماپن په چاودنه کې یو عام وګړی او ۲ افغان پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په چاودنه کې يوه مېرمن هم ټپي شوې ده.

د کندهار پولیس وايي چې پنځمه ناحیه کې يې دوه ماینونه خنثا کړي دي.

تېر ماښام هم د کندهار ښار په دویمه ناحیه کې ناپېژاندو وسله والو يو افغان پوليس په ډزو وژلی دی.

ورته مطالب