ملا محمد عمر ته منسوب شوی لیک

طالبان
Image caption په لیک کې ملاعمر طالبانو ته لارښوونه کړې، چې بهرنیو ځواکونو ته کارکوونکي -که نارینه وي يا ښځينه- ونيسي او یا يې ووژنيږ

په افغانستان کې د ایساف چارواکي و ایې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر لخواخپور شوی یو داسې لیک یې موندلی چې په افغانستان کې یې خپلو قومندانانو ته نوي لارښووني کړې دي.

د ایساف چارواکو په خبره په دغو احکامو کې له طالب قومندانانو غوښتل شوي چې تر ډیره هڅه وکړي ایتلافي ځواکونو سرتیري ژوندي ونیسي، د ښځو په ګډون هغه کسان چې افغان او ایتلافي ځواکونو ته کار کوي یا ژوندي ونیسي او یا یې ووژني او دغه راز ویل شوي چې قومندانان دې د درندو وسلو د لاسته راوړلو هڅه وکړي.

په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ایساف ویاند جنرال جوزیف بلاتز وایې دغه لیک د جون په میاشت کې خپور سوی خو دده په وینا دوی د هغه د څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو لپاره څیړني پرکړي او دا دی اوس یې اعلان کړ .

جنرال بلاتز وایې په دغه پټ لیک کې د طالبانو مشر ملا عمر په افغانستان کې خپلو قوماندانانو ته سپارښتنه کړې چې جګړه وکړي، د امکان تر حده هڅه وکړي چې ایتلافي ځواکونه ژوندي ونیسي او د ښځو په ګډون هر څوک چې افغان او بهرنیو ځواکونو ته کار کوي په نښه کړي.

جنرال بلاتز زیاتوي په دغو احکامو کې دا هم ویل شوي چې طالب قومندانان دې د لا ډیرو معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره د هغو کسانو د ګمارلو هڅه وکړي چې د ایساف مرکزونو ته لاسرسی لري:

((په دغو لارښونو کې چې د ملا عمر له لوري یو لیک دی خپلو قومندانانو ته یې امر کړی چې داسي کسان وګماري چې د ایتلافي ځواکونو مرکزونو ته لاسرسی ولري او دا وړتیا ولري چې د هغو ځواکونو په اړه معلومات راکړي . او بل دا چې هڅه وکړي درندې وسلې لکه آرپي جې راکټونه ، ماشیندارونه ، دافع هوا او داسي نور رانیسي او یا یې تر لاسه کړي.))

د ایساف ویاند وایې دغه پیغام ته په کتو جوته سوې چې د جون له لومړیو څخه د طالبانو د تکتیک له بدلون سره نژدې دوه سوه ملکي وګړي د درندو وسلو په کارولو سره وژل شوي.

د لیک په یوه ماده کې د طالبانو له قومندانانو غوښتل سوي چې جګړه روانه وساتي او په هیڅ وجه دې نه تسلیمیږي ، خو ایساف وایې د جون د میاشتي له لومړیو څخه د یو شمیر قومندانانو په ګډون څه باندي څلور سوه طالبان د جګړې په ډګر کې پرته له مقاومته افغان او ایتلافي ځواکونو ته تسلیم شوي د ي.

جنرال بلاتز وایې دا ددې ښکارندویې کوي چې د هغوی په لیکو کې داسي کسان هم سته چې د خپل مشر خبرو ته غوږ نه نیسي:

((یا د ملا عمر د قوماندې او کنټرول سطح ډیره ټیټه شوې او یا هم د قومندانانو په ګډون یو شمیر طالبان د هغه له اوامرو څخه سرغړونه کوي . موږ داسي نښي هم وینو چې ګني طالبان په ځینو برخو کې پر خپلو مشرانو نیوکه کوي او وایې هغوی پخپله په پاکستان کې پټ دي او دوی ته پداسي جګړې کې د وژل کېدو لارښونه کوي چې دوی یې نشي ګټلای.))

ایساف د دغه پټ لیک د سرچینې په اړه نور معلومات ورنکړل او وایې په اړه یې لا هم څیړني رواني دي .

دا پیغام داسې مهال خپریږي چې د کابل کنفرانس ته یوازې یوه ورځ پاته ده. په دغه نړیوال کنفرانس کې د نورو مسایلو تر څنګ له مخالفینو سره د خبرو او جوړ جاړي په اړه هم خبري کیږي .