د کندهار وګړو ته بایو مېټرېک کارتونه ورکول کېږي

د بايومېټرېک اله
Image caption بايومېټرېك پېژندكارتونه د يوې پرمختللې ټكنالوژۍ پربنسټ راپيل شوې لړۍ ده چې په كندهار ښار كې د وګړو او د خلکو د پېژندنې په موخه د همكارۍ د پلان مطابق ترسره كيږي.

د افغانستان په سويلي ولايت کندهارکې د ښار او شاوخوا سيمو ځوانانو او سپين ږيرو ته د بايو مېټرېک يا کمپيوټري پېژندکارتونه ورکول تېره ورځ په رسمي توگه پيل شول.

د کندهار ولايت چارواکي وايي ياد كارټونه به وكولاى شي چې افغان او ايتلافي ځواكونو ته دا اسانتيا برابره كړي چې د حکومت مخالفين د عام ولس په منځ كې پټ شوي په ډېرې اسانۍ په ګوته كړي.

د چارواکو په خبره پوليس او د ملي اردو سرتېري لا له وړاندې ياد سيسټم ته داخل شوي.

همدارنگه چارواکي وايي د بايومېټرېك ID كارټونو وېشل په امتحاني توګه د روان كال د جون په لومړۍ نېټه په كندهار ښار كې پيل شوې وه، چي يه وينا يې تر دې دمه شاوخوا لس زره تنو ته ياد پېژندکارټونه ورکړي.

د کندهار والي توريالي ويسا د کارټ اخيستلو پرمهال خبريالانوته وويل چې ياد کمپيوټري IDکارټونه يوازې هغو كسانو ته چې عمرونه يې تر ۱۶ كالو لوړ وي او د افغانستان تابعیت ولري، ورکول کېږي او په وينا يې دا سيستم د ښځو او ماشومانو لپاره نه دى.

د ويسا په وينا، په كندهار ښار كې د بايومېټرېك سيستم د ثبت لړۍ په دوو مركزونه كې روانه ده خو په پلان كې ده چي د روان كال د اګسټ د مياشتې تر لمړۍ نېټې پورې د مركزونو شمېر شپږو ته ورسېږي.

په بايومېټرېك سيستم كې د هر كس د لس ګوتو نښې، د دواړو سترګو، او مخ عكس اخیستل كيږي، وزن او ونه يې اندازه كېږي او همدارنګه يې د وېښتانو رنګ په نښه كيږي.

خو د کندهار ښار يو شمير ښاريان بيا د کمپيوټري کارټونو د وېشلو د لړۍ په اړه بېلابېلې څرگندونې لري ځينې يې دا د امنيت د خونديتوب په موخه يو اغېزمن ګام بولي، خو يو شمېر بيا وېره ښيي چې ددغو کارټونو په اخيستو سره به دوی د دولت د وسله والو مخالفينو له ګواښونو سره مخامخ شي.

بايومېټرېك پېژندكارتونه د يوې پرمختللې ټكنالوژۍ پربنسټ راپيل شوې لړۍ ده چې په كندهار ښار كې د وګړو او د خلکو د پېژندنې په موخه د همكارۍ د پلان مطابق ترسره كيږي.

د بايومټريك ID كارټونو وېش په امتحاني توگه د روان كال د جون په لومړۍ نېټه په كندهار ښار كې پيل شوی چې تر دې مهاله لس زره تنه عام وگړي په دغه سیستم کې ثبت شوي دي، چې وړاندې تردې پوليس او د ملي اردو سرتېري هم په کندهار ولايت کې ياد سيسټم ته داخل شوي.

ورته مطالب