کرزی د اسلامي هېوادونو دريځ وستايۀ

کرزی
Image caption حامد کرزي ټول هغه بهرني استازي وستایل، چې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې يې خپلې ژمنې تازه کړې.

افغان ولسمشر حامد کرزي تر کابل کنفرانس وروسته د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون سره ګډې خبري ناستې ته نننی کنفرانس یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

نوموړي زیاته کړه چې په کنفرانس کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه مهمې خبرې وشوې او د دغه هېواد د مصالحې لپاره پر سیاسي حل ټينګار وشو.

ښاغلي کرزي له ټولو بهرنیو مېلمنو مننه وکړه، چې د کابل کنفرانس کې يې ګډون وکړ.

ولسمشر حامد کرزي په ځانګړې توګه د هغو اسلامي هېوادونو له استازو مننه وکړه، چې په وينا يې د القاعدې ډلې او ترهګرو پروړاندې د افغانستان له دولت سره ملاتړ اعلان کړ.

نوموړي وویل : ''خوښ یم چې د اسلامي هېوادونو د استازو دريځ مو واورېد، خصوصاً د ترهګرۍ او اورپکۍ پرضد مبارزه کې، چې له افغانستان سره یې خپل ملاتړ اعلان کړ.''

حامد کرزي يوځل بيا ټينګار وکړ، چې د اصلاحاتو پروګرام او د امنيت په ټينګښت کې به له خپلې وسې کار واخلي: ''موږ به تر خپله وسه هڅه وکړو، چې د افغانستان امنیت ټينګ، شفافیت رامنځ ته کړو او هرڅه ته ځواب وویل شو.''

حامد کرزي ټول هغه بهرني استازي وستایل، چې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې يې خپلې ژمنې تازه کړې.

Image caption بان کي مون: ''د کابل کنفرانس پای ته ورسېد، خو د کابل پروسه به دوام مومي، هیله من یو چې پر خپلو ژمنو ودرېږو او د افغانستان د هوساینې لپاره ډېر څه وکړو.''

کرزي وويل له ‍۱۹۷۴ کال راپدېخوا دا په افغانستان کې تر ټولو لوی کنفرانس دی، چې د نړۍ له ګڼو هېوادونو استازي ورته راغلي دي.

بان کي مون

بل خوا د کنفرانس په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وویل په دې کنفرانس کې ټول بحثونه هر اړخيزه ول.

بان کي مون وویل:''د نړیوالې ټولنې په استازیتوب ژمنه کوم، چې نړیوال به له معیارونو سره سم له افغانستان او په تېره بیا افغان ځواکونو ته د ولایتونو د امنیتي چارو په سپارلو کې همکاري وکړي. ''

د ملګرو ملتونو سرمنشي وويل افغانان له نړیوالو د مرستې تمه لري، چې باید د دوی هیلې پرځای کړو.

ده زیاته کړه : ''د کابل کنفرانس پای ته ورسېد، خو د کابل پروسه به دوام مومي، هیله من یو چې پر خپلو ژمنو ودرېږو او د افغانستان د هوساینې لپاره ډېر څه وکړو.''

بان کي مون وړاندې هم ويلي وو شپږ میاشتې مخکې يې د لندن په کنفرانس کې ژمنه کړې وه، چې کابل کې به نړیوال کنفرانس جوړېږي.

ورته مطالب