کابل کنفرانس: ۵۰٪ بهرنۍ مرستې به افغان حکومت ته سپارل کېږي

یادګاري عکس
Image caption کنفرانس ته د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ورغلي ول.

په کابل کې د افغانستان په اړه لوی نړیوال کنفرانس د قرآن کریم د تلاوت او ورپسې د افغانستان د ملي سرود په غږولو پيل شو.

په دغه کنفرانس کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو برخه اخیستې ده.

په پرانیستونکې وینا کې افغان ولسمشر حامد کرزي وویل له یوه داسې ګډ دښمن سره مخامخ دي، چې په وینا یې د ملي يووالي هڅې شنډوي.

له دې وروسته د ملګرو ملتونو بان کي مون، د امریکا د بهرنیو چارو وزيرې هيلري کلنټن، د ناټو سرمنشي اندريس فو راسموسن، د افغانستان د ماليې وزير، د اروپايي اتحاديې استازې او د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خپلې ویناوې واورولې.

د لندن کنفرانس

Image caption دا لومړی ځل دی چې کابل له ۲۰۰۱ کال را وروسته چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه افغانستان ته راغلل د دومره لوی نړيوال کنفرانس کوربه دی.

د دغه کنفرانس لپاره سخت امنيتي تدابيیر نيول شوي دي.

شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي وویل هېواد یې دې کنفرانس ته ډېره تمه لري، ''پاکستان او افغانستان ګډه، جغرافیه، دودونه او ديني اړيکي لري، د افغانستان سوکالي د پاکستان لپاره حیاتي بڼه لري.''

ښاغلي قريشي زياته کړه، پاکستان ټينګار کوي، چې افغانستان کې د امنیت د راتلو لېواله دی، او یوازې له نظامي لارې د دغه هېواد ستونزه نه شي ختمېدای، بلکې له سیاسي لارې هم باید ګټه واخیستل شي، پاکستان په افغانستان کې د پخلاینې د بهیر هرکلی کوی.

شاه محمود قريشي وویل تېره میاشت د ولسمشر کرزي په وړاندیز د سولې ملي مشورتي جرګه يوه ستره لاسته رواړنه وه.

نوموړي وویل ''پاکستان افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د مسؤولیت سپارلو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.''

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير وویل، تېره میاشت یې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزير زلمي رسول سره خبرې ګټورې وې.

ښاغلي قريشي زياته کړه، ''دا مهال درې میلیونه افغان کډوال پاکستان کې ژوند کوي، پاکستان کې تر شپږو زرو ډېر افغانان پر لوړوه زده کړو بوخت دي، ۲۰۰۰ تحصیلي بورسونه يې افغانستان ته ورکړي دي.''

نوموړي زياته کړه، د افغانستان او افغانستان ترمنځ د ورېښمو لاره باید يوځل بیا جوړه شي، چې د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونه سره نژدې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير وویل، دواړه هېوادونه باید د يوبل پرضد ترهګریزو فعالیتونو لپاره اجازه ورنه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير وویل، افغانستان او پاکستان ګډه جغرافیه، پوله، دودونه او ديني اړیکي لري. د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر

کنفرانس ته د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ويلیم هيګ وویل هېواد يې لکه څرنګه چې حامد کرزي وویل د افغانستان امنيتي چارې به افغان ځواکونو ته وسپارل شي، هرکلی کوی.

ويليم هیګ د کابل کنفرانس يو ډېر مهم ګام وباله.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ستونزې ته پر سیاسي حل او پوځي هڅو ټينګار و کړ.

نوموړي له افغانستان سره د برتانیا مرستو ته په اشارې وویل، افغانستان د برتانیا په لومړيتوبونو کې دی او په دغه هېواد کې د مرستو لګولو پر شفافیت ټينګار کوي.

د اروپايي اتحاديې استازې

د اروپايي اتحادیې استازې وویل اروپايي اتحادیه په افغانستان کې تر هرڅه وړاندې امنیت ته ډېر لومړیتوب ورکوي، چې په وینا يې له امنیت پرته پراختیايي چارې پرمخ نه شي تلای.

د اروپايي اتحاديې استازې د افغانستان له حکومت نه د ملاتړ اعلان وکړ.

اندريس فو راسموسن

د ناټو سرمنشي اندريس فور راسوسن د کنفرانس ګډونوالو ته وویل د لندن کنفرانس ژمنې ته به عملي جامه ورواغوندو.

نوموړي وویل چې د نړۍ ۱۱۲ زره سرتېري په دغه هېواد کې مېشت دي، چې د افغانانو د امنیت د خوندي کولو او افغان ځواکونو د روزنې لپاره په کار بوخت دي.

اندريس فو راسموسن وویل د ناټو ماموریت به هغه مهال پای ته رسېږي،چې افغانان پخپله امنيتي چارې پخپله غاړه واخلي.

نوموړي وویل نړیوال ځواکونه به تر هغه له افغانستانه ونه وځي، چې په دغه هېواد کې امنیت نه وي راغلی.

د ناټو سرمنشي وویل طالبانو او القاعدې ته به اجازه ورنه کړي، چې يو ځل بیا افغانستان د ترهګرو مرکز وګرځوي.

عمر زاخېلوال

Image caption راسموسن زیاته کړه، له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش ټاکل مهم نه دي، بلکې مهمه دا ده چې خپله افغان ځواکونه د امنيتي چارو پرغاړه اخیستو جوګه شي.

په کنفرانس کې د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال وویل له نړیوالې ټولنې د افغانستان د مالي فساد په له منځه وړلو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

نوموړي وویل چې د راتلونکو شپږو میاشتو په اوږدو کې به په هر وزارت کې د فساد او درغلۍ ضد فعالیتونه پيل شي.

عمر زاخېلوال له پاکستان سره ترانزيتي تړون ته په اشارې وویل، هڅه یې دا ده چې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره ورته تړونونه لاسلیک کړي، چې سوداګريزو فعالیتونو ته پراختیا رامنځ ته شي.

د ماليې وزرات وویل په تېر يوه کال کې د افغانستان د ناخالصو تولیداتو کچه په سلو کې ۲۲ اعشاریه ۵ لوړه شوه.

ښاغلي زاخېلوالوویل په راتلونکو درو کلونو کې به د کلیو پراختیا او کاري ظرفيتونو د لوړولو هڅې وکړي.

هيلري کلنټن

د کنفرانس ګډونوالې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیريې هيلري کلنټن د خبرو په پيل کې وویل د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګريز ترانزیت پرېکړه لیک د دواړو ګاونډیو هېوادونو لپاره يوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

آغلې کلنټن ژمنه وکړه، چې د افغانستان د پاليسۍ د اهدافو له مخې به له دغه هېواد سره خپلې مرستې وغځوي وغځوي.

نوموړې وویل چې نن له کابل سره د کابل پروسه پيلوي.

دې زیاته کړه، چې په دغه هېواد کې لاسته راوړنې به وارزول شي او د پرمختګ په لاره کې ستونزې به له منځه یوسي.

هيلري کلنټن وویل چې د ۲۰۱۱ په جولای میاشت کې به افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پيلېږي، خو په څنګ کې به له افغانستان سره خپلې مرستې وغځوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزيرې وویل ولسمشر کرزي وسله والو ته د پخلاینې پروګرام پيل کړی، خو دا به وروسته جوته شي، چې ایا وسله وال له القاعدې سره خپل اړیکي شلوي، اساسي قانون مني او د ښځو حقونه مني او که څنګه.

هيلري کلنټن وویل هڅه به وکړي، چې د افغانستان په هرګوټ کې د روغتیايي برخو په برخه کې د خدمتونو رامنځ ته کول زیات کړي.

بان کي مون

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وویل د افغانستان په اړه د لندن د کنفرانس په تعقیب موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو ژمنه تازه کړو.

Image caption هیلري کلنټن د افغانستان په روغتیايي برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.

نوموړي وويل هیله من دی چې افغان حکومت د خپل برخلیک په ټاکلو کې په خپله ګام واخلي او پر خپل ځان بسیا شي.

بان کي مون وویل د افغانستان د خلکو تمې ورته مالومې دي، چې په وینا یې ملګري ملتونه او نړیوال په دغه هېواد کې د سولې او ټيکاو د راتلو لپاره هلې ځلې کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانانو وغوښتل، چې خپل حکومت پياوړی، اقتصاد ته وده ورکړي او د ملي ګټو لپاره خپلې هڅې زياتې کړي.

بان کي مون ژمنه وکړه، چې دا کنفرانس له افغانستان سره د همکارۍ د ټينګار ښکارندویه دی، چې په وینا يې په ۲۰۰۸ کال کې د پاريس کنفرانس په څېر نړیوال د دغه هېواد له امنيت او افغاني الشموله همغږي رامنځ ته شي.

نوموړي وویل موخه دا ده چې افغانانو ته د خپلو چارو مسؤولیت وروسپارل شي.

د کنفرانس دغه ګډونوال د افغان امنيتي ادارو هڅې وستایلې، او ژمنه يې وکړه، چې ملګري ملتونه به له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

حامد کرزی

Image caption بان کي مون ژمنه وکړه، چې دا کنفرانس له افغانستان سره د همکارۍ د ټينګار ښکارندویه دی، چې په وینا يې په ۲۰۰۸ کال کې د پاريس کنفرانس په څېر نړیوال د دغه هېواد له امنيت او افغاني الشموله همغږي رامنځ ته شي.

د کنفرانس په پيل کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي بهرنیو مېلمنو ته تر هرکلي وروسته په کابل کې د بهرنیو استازو په ګډون جوړ شوی کنفرانس يوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

ولسمشر کرزی له پاکستان سره ترانزيتي تړون او د سولې ملي مشورتي جرګې ته په اشارې وویل د تېرو څو کلونو پرمهال افغانستان په بېلابېلو برخو کې ډېر پرمختګ وکړ.

کرزي زیاته کړه، افغانستان د معادنو له اړخه د نړۍ له هغو پټو خزانو لرونکو هېوادونو دی، چې په سلو کې ۳۰ برخه خاوره يې له معادنو او قیمتي توکو ډکه ده، چې جدي کار ته اړتیا لري.

له نړیوالې ټولنې د کرزي غوښتنې

نوموړي له نړیوالې ټولنې د افغانستان د راتلونکي پارلمان د پياوړي کولو غوښتنه وکړه.

۵۰ په سلو کې بهرنۍ مرستې د افغانانو له لارې ولګول شي.

کرزي د تېر په څېر ټينګار وکړ، چې لوی قراردادونه د حکومتي چارواکو خپلوانو ته ورنه کړي.

نشه يي توکي چې د نړۍ یوه لویه ستونزه ده، باید افغانانو ته يې په مقابل کې غوره بدیل برابر شي.

Image caption کرزي د تېر په څېر ټينګار وکړ، چې لوی قراردادونه د حکومتي چارواکو خپلوانو ته ورنه کړي.

کرزي له نړيوالې ټولنې د مدني ټولنو د پياوړي کولو غوښتنه وکړه او دا يې د ټولنيزو خدمتونو په برابرولو کې اغېزناکه وبللې.

مخکني مالومات

د کنفرانس کوربتوب د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت کوي چې د نړۍ د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران، شاوخوا پېنځه لس د بهرنيو چارو مرستيال وزيران او د يو شمېر نړيوالو ادارو او ټولنو مشران به پکې ګډون وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمدظاهر فقيري بي بي سي ته وويل چې نژدې ټول مېلمانه کابل ته را رسېدلي دي.

په مېلمنو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير هيلره کلينټن هم ده چې تېر ماښام کابل ته له رسېدو وروسته يې له ولسمشر کرزي سره ليدلي او کابل کنفرانس ته يې خپله لېوالتيا په ډاګه کړې ده.

کابل کې امنيتي تدابیر

د ګاونډيو هېوادونو، ايران، پاکستان او هند د بهرنيو چارو وزيران هم کابل رسېدلي دي . د کابل ښار په مرکزي سيمو کې د ګاډو او خلکو پر تګ راتګ سخت بنديز دی .

ټول هغه واټونه او سړکونه تړل شوي چې د بهرنيو چارو وزارت ته غځېدلي دي.

د کابل هوايي ډګر به هم نن د ورځې په اوږدو کې د عادي الوتکو پر مخ تړلی وي ، يواځې هغو الوتکو ته به د الوتنې اجازه ورکول کېږي چې د کنفرانس مېلمانه لېږدي او رالېږدوي.

امنيتي چارواکي وايي په کابل کې زرګونه پوليس ګومارل شوي چې د بالقوه امنيتي پېښو مخه و نيسي.

خو له دې سره سره ويل کېږي چې په ښار ځينې چاودنې هم شوې دي.

چارواکي وايي د ښار په شمالي برخه کې د یوې مرمۍ د لګېدو له امله درې تنه ټپيان شوي.

Image caption ټاکل شوې چې ساعت وروسته به کابل کنفرانس پيل شي.

طالبانو هم ادعا کړې چې د کابل پر هوايي ډګر يې توغندي اورولي خو چارواکي يې ردوي.

پر افغانستان تېر نړیوال کنفرانسونه

په ۲۰۰۱ لومړي کال د طالبانو د رژيم له را پرځېدو وروسته نړيوالې ټولنې د بُن، توکيو، برلين، لندن، پاريس ، روم ، هاګ او لندن کنفرانسونه جوړل کړل چې د بن او هاګ کنفرانسونو سياسي بڼه درلوده.

خو په ۲۰۱۰ کې د لندن دويم کنفرانس يو بل پړاو ته ور داخل شو چې تر ډېره د چارو د افغاني کېدو پر اصل ولاړ وو او کابل کنفرانس يې ادامه ده.

دغو کنفرانسونو ته په کتو پخپله د افغان حکومت رول په پرتله ييز ډول څومره و؟ د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي د لندن په کنفرانس کې ټوله طرحه د بهرنيانو وه، خو د کابل په کنفرانس کې بیا ټوله طرحه او ستراتيژي د افغانانو ده.

د افغانستان په اړه د جوړو شويو کنفرانسونو د لړۍ لومړنۍ هغه د بن و چې د طالبانو د رژيم له را پرځېدو وروسته د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د امريکا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې په مداخلې په بُن کې جوړ شو.

دا لومړی ځل دی چې کابل له ۲۰۰۱ کال را وروسته چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه افغانستان ته راغلل د دومره لوی نړيوال کنفرانس کوربه دی.

په دغه کنفرانس کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د پنځه اعشاريه څلور مېلياردو ډالرو ژمنه وکړه چې تر دې وروسته د پېسو دغه کچه د برلېن ، لندن او پاريس په کنفرانسونو کې وار په وار زیاتېده.

نړیوالې ټولنې د افغانستان په اړه بل کنفرانس د ۲۰۰۷ کال په جولای کې په روم کې جوړ کړ، خو دا ځل یې تر مرستو ډېر پام د افغانستان د نژدې له کاره د لوېدلي قضايي سیستم جوړولو ته وو.

Image caption امنيتي چارواکي وايي په کابل کې زرګونه پوليس ګومارل شوي چې د بالقوه امنيتي پېښو مخه و نيسي.

دا چې د روم له کنفرانس نه را وروسته د افغانستان قضايي سیستم څومره بدلون موندلی حقوق پوه او د کابل پوهنتون استاد پوهاند ګل رحمن قاضي وايي کنفرانس د ولس او نړيوالې ټولنې پر هيلو پوره ونه خوت.

خو د هالنډ په هاګ کې د افغانستان په اړه د جوړ شوي کنفرانس هدف مرستې نه ، بلکې د افغانستان په ثبات کې د سيمې د هيوادونو د رول په اړه وو.

په کنفرانس کې چې د افغانستان د ګاونډيانو په شمول د ۷۰ هېوادونو استازو ګډون کړی وو د ۲۰۰۹ کال په لومړيو کې جوړ شو.

د حامد کرزي په مشری د نوي حکومت د بنسټ له اېښودولو نهه کاله وروسته نړيوالې و پتېيله چې په کرار کرار د مسووليتونو پېټۍ د افغانانو پر اوږو وغوځوي.

په همدې موخه نژدې شپږ میاشتې وړاندې د روان ميلادي کال په جنورۍ کې په لندن کې يو نړيوال کنفرانس را وبلل شو.

له نورو نړيوالو کنفرانسونو سره د کابل کنفرانس توپير د دغه کنفرانس تنظيموونکی ډاکټراشرف غني احمدزی په دې کې بولي چې طرحه او ستراتيژي دواړه يې د افغان حکومت دي.

دا لومړی ځل دی چې کابل له ۲۰۰۱ کال را وروسته چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه افغانستان ته راغلل د دومره لوی نړيوال کنفرانس کوربه دی.

ورته مطالب