په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له جنرال فېل جونز سره ځانګړې مرکه

Image caption جنرال فېل جونز:''موږ په هره برخه کې له افغان حکومت سره د ملگرتيا او همکارۍ په برخه کې کار کوو .''

په افغانستان کې سوله ساتي ځواکونه وايي په سېمه ييزه کچه له جگړې سوله ييز ژوند ته د وسله والو په بيرته را گرځولو کې له افغان حکومت سره مالي مرستې کوي .

د وسله والو د بيرته را گرځيدو په برخه کې د ايساف د ځواکونو مشر جنرال پهيل جونز وايي له جگړې لاس اخيستونکو کسانو ته به نيغ په نيغه پيسې نه ورکول کيږي،

خو ددوى په سېمو کې به پر مختيايي چارې پيليږي چې دده په خبره گټه يې ټولو ته رسيږي . ددغه کار لپاره نژدې ٢ سوه ميليون ډالره ژمنه شوې چې د جنرال جونز په خبره په نا امنو سيمو کې به يې د خلکو د وضيعت د ښه کولو او بيرته را گرځيدو په پروگرامونو ولگيږي .

په کابل کې د بي بي سي ددفتر مشر داود اعظمي له جنرال فېل جونز سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې له جگړې د لاس په سر کيدو او ملکي ژوند ته د را گرځيدوپروگرام بيلا بيل تفسيرونه او تعبيرونه کيږي له دغه پروگرامه ستاسو انگيرنه څه ده ؟

ځواب : هغه تعريف چې موږ يې له دغه پروگرامه لرو داده چې دا په ښکته کچه يوه پروسه دى يانې جنگيالي له جگړې لاس اخلي او بيرته په ټولنه کې عادي ژوند پيلوي ، بنا دا د ولسواليو او ولايتونو په کچه تر سره کيدونکې پروسه ده.

دا د سولې او روغې جوړې له هغه بهير سره توپير لري چې پکې په لوړه سيا سي کچه د سولې خبرې اترې تر سره کيږي چې کيدئ شي يا عملي او يا رد شي .

پوښتنه : له جگړې د لاس په سر کيدو يا د جنگياليو دعادي ژوند د را گرځيدو په بهير کې ستاسو رول څه دى اود افغان حکومت ونډه څه شى ده ؟

ځواب : دا داسې بهير دى چې تر ډيره د افغان حکومت او په خپله د ولسمشر حامد کرزي لخوا پر مخ وړل کيږي . دا يو سيا سي او افغاني بهير دى چې په خپله دافغانانو لخوا وړاندې شوى او مشري يې کيږي .

دا بهير د سولې د مشورتي جرگې په ترڅ کې لاسته راغى چې دښکيلو وزارتونو، سېمه ييزې ولايتي ادارې په کې رول لري . زموږ ونډه پکې داده چې له دغه بهيره د ايساف ملاتړ همغږى کړو او د اړتيا په وخت کې دافغان حکومت سره ددې پروسې د ځينو برخو په جوړولو کې مرسته وکړو او د نړيوالو رسنيو له لارې د دغې تگلارې د واضح کولودعامولو لپاره له افغان حکومت سره مرسته وکړو.

خو تر ټولو لومړى موږپه دغه برخه کې دافغان حکومت د غوښتنو په وړاندې خپله همکاري همغږي کوو.

پوښتنه : په څه ډول کولى شئ له افغان حکومت سره په دغه بهير کې مرسته وکړئ ؟

ځواب : موږ په هره برخه کې له افغان حکومت سره د ملگرتيا او همکارۍ په برخه کې کار کوو . همدا رازله ملي پوليسو او ملي اردو ره دغه ډول ملگرتيا لرو. د ولايتي بيا رغاونې ټيمونه د ولايتي ادارو سره زيات کارونه په گډه تر سره کوي ، موږ د اړتيا په وخت کې دهغوى لپاره دمنابعو د ليږلو را ليږلو اوله هغوى سره خپل معلومات شريکوو را شريکوو.

زموږ ونډه له افغان حکومت او ددغه هيواد له امنيتي ځواکونو سره د وسله والو مخالفينود بيا ر را گرځيدو د پروگرام د عملي کيدو په برخه کې د حالاتو يا شرايطو رامنځته کولو کې مرسته او همکاري کول دي . نو موږ له افغان حکومت سره د هغوى د غوښتنې پر بنسټ مرسته کوو هم په امنيتي برخه کې او هم ددغه پروگرام د تنظيمولواو عملي کولو په برخه کې . .

پوښتنه : ايا داسې شوي چې تاسو يانې ايسافپه نا امنو سيمو کې مو له وسله والوطالبانو سره اړيکي نيولي وي ؟

ځواب : دا يو نوى پروگرام دى ، البته سوله ساتي ځواکونه له څو کلونو راپديخوا دافغان ځواکونو په خواکي دي او داسې کيږي چې ځينې کسان د طالبانو له جنگياليو او يا قومندانانو سره ډير مهال په تماس کې شي ، خوهغه ډول نه چې په اړه يې موږ اوس خبرې کوو ځکه چې دا دراجلبولو يو نوى پروگرام دى .

د لا روښانتيا لپاره بايد ووايم چې د ايساف د بيا را گرځيدو د تنظيم اداره د پلان جوړولو اداره ده . موږ د ايساف يوه برخه ياستو او له افغان حکومت سره د مرستې لپاره د ايساف منابع همغږي کوواو د تنظيم او څيړنې او پلټنې په برخه کې يې همکاري کوو، نو له همدې کبله موږ کوم عملياتي ډله نه يو ، د ايساف د ځواکونو لويه عملياتي برخه هغه کسان دي چې د عملياتو په سېمه کې دي نو دا په ولايتونو او ولسواليو کې ځاى پر ځاى کسان دي چې په پرلپسې توگه له مخالفينو سره به په تماس کې کيږي او يا اوس اړيکي ټينگوي .

دا مهال په ځينو ولايتونو لکه بغلان ، ارزگان، هرات ، هلمند او ځينو نورو سېمو کې د وسله والو مخالفينود بيرته را گرځيدنه روانه ده او په بيلا بيلوځايونو کې په بيل بيل ډول تر سره کيږ ي او دا چاره به تل په بيلا بيلو لارو تر سره شي .

پوښتنه طالب جنگيالي او ددوى قومندانان چې کله د پخلاينې له بهير سره يو ځاى شي څه شى تر لاسه کوي ؟

ځواب : دا ډيره ښه اومهمه پوښتنه ده ، ځکه چې هغوى ددې چانس تر لاسه کوي چې په عزت سره د جگړې ډگر خوشي کړي او د ټولنې د گټو لپاره په ټولنه کې استوگن شي . مهمه داده چې دوى په خپله ټولنه کې تر پخوا د ښه ژوند تيرولو چانس تر لاسه کوي.

کله چې تاسو له تاوتريخوالي پرته د حکومت او ټولنې، يا د حکومت او مخالفينو تر منځ خبرې پيل کړئ، ټولنه د اقتصادي او جوړيدنې له پروژو چې د هيواد په نورو برخو کې له وړاندې پيل شويدي گټه پورته کوي نو اصلي گټه ټولنه تر لاسه کوي او که جنگيالي له جگړې لاس واخلي نو په ډيرو ځايونو کې بيله دې چې په عزت او درناوي جنگ پريږدي او له خپلې ټولنې سره يو ځاى شي بل څه نه تر لاسه کوي .

پوښتنه : ايا هغو مخالفو جنگياليوته چې له جگړې لاس اخلي پيسې ور کول کيږي ؟

ځواب : نه هيڅکله نه ، ددغه پروگرام گټه ټولنې ته رسيږي . کله چې مخالفين له ټولنې سره يو ځاى شي اوټولنه له دولت سره يو ځاى شي دولت به تر خپله وسه په هغو سيمو کې چې تاوتريخوالي او جگړې پکې نشته مرسته وکړي او د کلونو د جگړو ځپلې ټولنې په ورغوي .

پوښتنه : نو له دغه بهير سره هغه ١٨٠ ميليون ډالره يا ان تر دې ډيرې ژمنه شوې پيسې به څرنگه لگول کيږي؟

لکه چې وړاندې مې وويل ددغو پيسو ډيره برخه به د جنگ ځپلو سېمو د وضيعت د ښه کولو لپاره لگيږي ، يوه کمه برخه به يې په اداري چارو لکه له جگړې د لاس اخيستونکو مخالفينو د نومونو او وسلو په تبوتولو ولگيږي . يوه برخه نورې به يې په هغو اضافي کارکونکوولگول شي چې په سېمه کې د واليانو لخوا گمارل کيږي .

خو دمرسته ورکونکو د دغو پيسو لويه برخه به د ښونې او روزنې ، سواد زده کړې ، اسلامي زدکړو،حرفه يې زده کړو ، کار موندلو او د جنگ ځپلو سېمو په پرمختيا ولگول شي.

پوښتنه : نو ايا دغو پخوانيو جنگياليو ته چې له جگړې لاس اخلي د نوي ژوند او کار د پيل لپاره مالي مرستې ورکول کيږي که څنگه؟

ځواب : نه ، له دغو کسانو سره به هيڅ ډول نيغه مرسته نه کيږي. ځکه چې اصلي گټه به ټولنو ته رسيږي او په دغو سېمو کې د کار زمينې برابريږي . کيدى شي دغه کسان پکې د کار موندلو چانس ومومي نو اصلي او مخا مخ گټه يې ټولنې ته رسيږي نه جنگياليو ته .

پوښتنه : زما بله پوښتنه هم د پخوانيو جنگياليو په اړه ده يو دوې مياشتې وړاندې ما په کندهار کې د طالبانو له يو شمير پخوانيو جنگياليو سره مرکې لرلې هغوى گيله لرله چې د سولې د کميسيون له لارې د سولې له بهير سره تر يو ځاى کيدو وروسته د مصونيت احساس نه کوي ، هغو دافغان او بهرنيو ځواکونو له احتمالي نيول کيدو ويره لرله . نو ددې څه ضمانت سته چې اوس به له دغه بهير سره يو ځاى کېدونکي کسان نه ځورول کيږي ؟

ځواب : زه فکر کوم چې هر څوک په دې پوهيږي چې د پخوانيو جنگياليو انديښنه چې کيداى سي د طالبانو د غچ اخيستنې په اړه هم وي يا دهغوى د شخصي امنيت د خونديتوب لپاه ور سره ژمنه شوې تضمينونه يوه لويه انديښنه ده .

موږ د تيرو پروگرامونو له نا کاميو او کمبوديو نه د زده کړې په ترلاسه کولو غواړو چې دغه پروگرام پياوړى کړو. موږد کورنيو چارو، دفاع وزارتونو او د ملي امنيت له ادارې او نورو ټولو وزارتونو سره ددغه سېستم د سمې کاريدنې لپاره سخت کار کوو چې مخالفين ددغې پروسې له لارې له ټولنې سره يو ځاى شي او سوله ييز ژوند غوره کړي. نو موږ به بيا خپله دنده پوره کوو چې دوى خوندي و اوسي.

پوښتنه : ستاسو په اند د وسله وال مخالفت لاملونه څه دي ، ولي مخالفين جنگيږي ، انگيزه يې څه ده ؟ چې تاسو غواړئ د سولې له بهير سره د يو ځاى کيدو د پروگرام له لارې دغه انگيزه له منځه يوسئ؟

ځواب : هو هر څوک فکر کوي دا جگړه يوه ايديا لوژيکه يا عقيدوي انگيزه لري يا دا جگړه د بهرنيانو له شتون سره د مخالفت له کبله کيږي ، البته دا يې يوه برخه ده ، په دې اړه ډيرې پلټنې هم شوي زموږ پوهاوى دادى چېدا جگړه زياتره سېمه ېېز عوامل لري ، د بيلگې په توگه اقتصادي ، سياسي، او قومي بيعدالتي ده چې سېمه ېېزو لاملونه بلل کيږي، چې اوس حکومت غواړي ددغه پروگرام له لارې دغه ستونزې حل کړي .

ددې پروگرام موخه هم داده چې ددغو خلکو د جنگيدو عوامل ومومو چې ددې پروگرام په مټ يې غم وخورو . پر همد ې مهال دا پروگرام ټينگار کوي چې د خبرو اترو زمينه برابره کړو ، اعتماد را منځ ته شي او دهغوى د خوابدى دليل وپيژندل شي.

پوښتنه : داسې رپوټونه شته چې ځينې طالب جنگياليان او قومندانان يې په پاکستان کې ميشت دي نو تاسو به له هغوى سره هم اړيکي ټينگوي؟

ځواب : دا زموږ دنده نه ده ، چې له هغوى سره تماس ونيسو دا دفغانستان په حکومت پورې تړلې او دومره پوهيږم چې افغان حکومت ويلي غواړي له ټولو سره اړيکي ټينگوي او دا د ټولو افغانانو لپاره يو پروگرام دى.

ما د سولې د مشورتې جرگې پريکړه ليک لوستى په هغه کې ويل شوى ټول افغانان هر چيرته چې وي او غواړي له حکومت سره يو ځاى شي په دې پروگرام کې را تللاى شي.

پوښتنه : ايا کولئ شې د هغو مخالفينو د شميرې په اړه را ته ووايي چې د سولې يا پخلاينې له بهير سره يوځاى کيده غواړي ؟

ځواب : په لويه کې دا مهال په دې اړه څه نشم ويلى . زموږ هيله لوړه ده او دافغان حکومت تمه تر دې هم زياته ده . پردې پروگرام لويه پانگونه شوې چې له مخې به يې په زرگونو کسان جذب شي. البته په دې کې يوازې جنگيالي نه دي شامل بلکې ټولنې اوسېمه ېېز خلک هم پکې راځي .

موږ هيله لرو چې دغه پروگرام به افغان حکومت ته ښې پاېلې ولري او ډير خلک به را ونغاړي ،خو د وخت په تيريدو سره به دا مسله روښانه شي .

پوښتنه : ايا دهغو وسله والو طالبانو په اړه آټکل شته چې د جگړې په ډگر کې جنگيږ ي ؟

ځواب : بيا هم وايم چې دغې پوښتنې چې څو مره طالبان دي ته ځواب ستونزمن دى ، ځکه چې دهغوى شمير هره ورځ توپير کوي . د وسله والو کسانو عادي ژوند ته د را گرځيدو ددغه پروگرام بودجه له ٣٠ تر ٤٠ زرو کسانو لپاره طرحه شوى ،خو دغه يو اټکل دى چې ټولنې ته د بيرته را گرځيدو لپاره په پام کې نيول شوې .

پوښتنه : زما وروستۍ د يوې وړاندوينې په اړه ده ايا تاسې ددې وړاندوينه کولاى شئ چې د سږکال تر پايه پورې به څرمره وسله وال مخالفين ددغه پروگرام له لارې عادي ژوند ته بيرته را وگرځي ؟

ځواب : زه فکر نکو م چې ټول به يې له دغه بهير سره يو ځاى شي ، خو کيدى شي هغه لويه برخه يې چې له حکومت سره د يوځاى کيدو ته ليواله دي ټولنې ته ور وگرځي نو ددې ځواب ورکول .

ډيره ستونزمنه ده خو هله به دا په حقيقت بدليږي چې باور رامنځ ته شي او حکومت هم په دې پوهيږي چې هر څو مره باور زيات شي په همغه کچه به زيات کسان د دغه پروگرام په مټ جذب شي که چيرې خلک پوه سي چې حکومت په دې کې اخلاص لري نو ډير خلک به ور سره يو ځاى شي .