د بهرنيانو د وتلو مهالوېش او د افغان ځواکونو ننگونې

Image caption افغان حکومت په کابل کنفرانس کې ژمنه وکړه چې تر 2014 کاله پورې به د هېواد ټولې امنيتي چارې پخپله سمبال کړي.

د کابل له کنفرانس سره جوخت چې اصلي موخه يې افغان لوري ته د خپل هېواد د مسووليت بيا سپارل و، پر گڼو ننگونو اندېښنې وښودل شوې.

يوه يې پخپله د افغان پوځ دومره باوري والى دى چې د امنيت ساتنې له ستر پېټي ووتلى شي. بله اندېښنه پر دې ده چې د بهرنيانو دتگ خبرې به طالبان نور هم زړور کړي.

د نړيوالو ځواکونو قوماندانان او سياستوال چې په کابل کې سره جرگه شوي وو، داسې بولي چې غوره کړې لاره يې سمه ده.

دوى د افغان پوځ او پوليسو د شمېر او وړتياوو پر ډېرېدو خوښ دي.

ځايي امنيتي ځواکونه اوس ځينې عمليات يواځې کوي او کله کله د عملياتو په پلانولو کې هم له بهرنيانو سره مرسته کوي.

خو پوليس او پوځ دواړه د تېښتې، بېسوادۍ، نشه يي توکو دکارونې او کمزوري لوژسيتکي تجهيز سره مخامخ دي او بله دا چې د افغانستان اکثريت وگړي، پښتانه پکې په وړ اندازه استازيتوب نه لري.

د فساد ستونزه په پوليسو کې تر ټولو ډېره ژوره ده او خپل ولس پرې چې دوى يې ساتنې ته گومارل شوي، باور نه لري.

ښايي افغان پوځ تر هغه څه چې مخکې وو، اوس ډېر پياوړى شوى وي، خو يواځې څلورمه برخه يې جگړه ييزه وړتيا لري.

دا وروستۍ پېښه به هم چې يوه عسکر پکې په مزارشريف کې خپله وسله پر خپلو روزونکو را وڅرخوله، پر دې اړه چې ښايي طالبانو امنيتي ادارو ته لار موندلې وي، اندېښنې ډېرې کړي. خو که دا رېښتيا وي نو ورسره به د عسکرو د جلب او جذب گرانه خبره لا نوره هم ستونزمنه کړي.

که ايساف غواړي چې بريالى راوخېژي، بايد طالبان مات کړي، سيمه ييزې ادارې د ولس په ملاتړ ورغوي او فساد ته د پاى ټکى کېږدي چې دا دومره نهيلي يې زېږولې ده.

که چېرې هغوى غواړي چې د وتلو لپاره يې د ٢٠١٤ کال مهالوېش چې د کابل په غونډه کې وټاکل شو، پلى شي، نو اړ به وي چې هومره پياوړي افغان امنيتي ځواکونه وروزي چې د امنيت مسووليت ور ولېږدولى شي.

دوى دغو هدفونو ته د رسېدو لپاره نهه کاله درلودل خو پرمختگ يې ورو و.

اوس يې ددې دندې د بشپړونې لپاره ځانته ٤ نور کلونه وخت هم وټاکه او دا خورا له خوش بينۍ ډک برېښي.