تر 2014 کاله افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل

Image caption ښاغلي کرزي ژمنه وکړه چې تر 2014 کاله به افغان امنيتي ځواکونه پياوړي کړي.

د امريکا په ګډون يو شمېر هغو هېوادونو چې په افغانستان کې سرتېري لري وار له مخې ويلي چې په 2011 کال کې به له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو وتل پيلوي .

اوس داسې ښکاري چې د بهرنيو سرتېرو د وتلو خبرې افغان حکومت اړيستی چې د هېواد د امنيت د ټينګولو لپاره سر له اوسه ځان چمتو کړي.

ولسمشر کرزي تر کابل کنفرانس وروسته د ملګرو ملتونو له سر منشي بان کي مون سره په يوه ګډه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې افغان ځواکونه به تر 2014 کاله پورې د ټول هېواد د امنيت چارې پر غاړه واخلي:

(( ددې لپاره چې افغانستان غواړي تر 2014 کاله پورې په بشپړه توګه ټولې امنيتي چارې او د هېواد د خاورې او خلکو ساتنه پخپله افغانان وکړي، نو موږ يوه پراخه او اوږده اجنډا درلوده چې په کنفرانس کې بيان شوه او له نيکه مرغه د نړيوالې ټولنې له خوا و منل شوه او هغوی ژمنې وکړې. ))

د افغان امنيتي ځواکونو کاري وړتيا ته په کور د ننه او بهر کې لا هم د شک په سترګه کتل کېږي .

لويه نيوکه دا ده چې شمېر يې لږ، روزنه يې کمروزي، تجهيزات يې نيمګړي او مهمه لا دا چې يو نا متجانس ترکيب لري چې د بهرنيو ځواکونو له مرستې پرته ورته د امنيت ټنګول خورا ګران وي .

خو ولسمشر کرزی وايي دوی به هڅه وکړي چې تر 2014 کاله پورې د افغان ځواکونو و ړتيا زياته کړي :

(( ما پېنځه کاله مخکې ژمنه کړې وه چې د خپلو ځواکونو وړتيا به تر 2014 کاله زياته وو، چې اوس يې يو کال تېر شوی او څلور نور پاتې دي چې هغهء ټاکلي حد ته ورسېږو چې د ځان او خپلو خلکو د ساتنې وړتيا ولرو.

دا هغه ژمنه وه چې موږ له افغان ولس او نړيوالې ټولنې سره کړې وه او هيله مو داده چې نړيواله ټولنه به له افغانستان سره ددې هدف په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او دا زموږ يو ملي هدف دی .))

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون چې له ښاغلي کرزي سره يې يوځای خبري ناستې ته وينا کوله د افغان حکومت ددغې پرېکړه ملاتړ وکړ.

ښاغلي بان وويل نړيواله ټولنه به له افغان امنيتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې هغوی پخپله د خپل هېواد ددفاع جوګه شي :

(( موږ به اړين سياسي ، اقتصادي او پرمختييآيي او دغه راز پوځي ملاتړ ته دوام ورکوو چې دلته امنيت او سوله باوري کړو. او موږ به دافغان ولس او حکومت د وړ تيا زياتلولو لپاره د اوږدې مودې مرستو ته دوام ورکوو. ))

ښاغلي مون د امنيتي ځواکونو پر سمبالښت سربېره له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې پخپله اداره کې شفافيت راولي .دغه راز هغه پر نړيوالو مرستندويانو هم غږ وکړ چې خپلې مرستې سمې ولګوي :

(( زه د زړه له تله دا هيله لرم چې نړيوال مرسته کوونکي او نړيوال متحدين به دغه موضوع جدي و نيسي ، دوی بايد دا وړتيا ولري چې مرستې په اغېزناکه طريقه وکړي او په دې کې بايد شفافيت وي . موږ هڅه کوو چې ټولې لارې چارې شفاقې کړو چې د فساد امکانات له منځه يوړول شي.))

ښاغلي مون زياته كړه افغان دولت دوى ته د سولې او پرمختګ لپاره ٢٣ پلانونه وړاندې کړي چې نړيوالې ټولنې يې ملاتړ کړی دی.

په ۲۰۰۱ لومړي کال د طالبانو د رژيم له را پرځېدو وروسته نړيوالې ټولنې د افغانستان لپاره د بن، توکيو، برلين، پاريس ، روم ، هاګ او لندن کنفرانسونه جوړل کړل خو دا لومړی ځل و چې کابل د دومره لوی نړيوال کنفرانس کوربه و.