کابل کنفرانس او د هند او پاکستان سيالۍ

Image caption د پاکستان او هند تر منځ د افغانستان په مسله کې هغه مهال بد نيتي لا زياته شوه چې په کابل کې د هند پر سفارت ځانمرګی بريد وشو.

افغانستان هغه مړۍ وه چې پاکستان او هند يې د لاسته وروړو لپاره سيده او نامخامخ دا اوږده کلونه په مبارزه اخته و .

دغو دوړاو هېوادنو ته افغانستان له ستراتېژيک او اقتصادي پلوه خورا ارزښتناک دى.

د هند لپاره دا د افغانستان او منځنۍ اسيا بازارونو، کانونو او انرژۍ ته د لاسرسي خبره ده. هند له څه باندې دوو ميليادو ډالرو سره د افغانستان په بيا رغاونه او وده کې تر ټولو لوى سيمه ييز مرستندوى دى.

هندي انجنيران په افغانستان کې د سړکونو، بندونو او ان د نوې ولسي جرګې د ودانۍ پر جوړولو بوخت دي.

د پاکستان په لوېديځو پولو کې د هند دا ډول پراخ شتوالى، له هغه هېواد څخه چې پخپله په کابل کې د سولې د راوستونکي يوه ځواک په توگه د پښو د ټينگولو په لټه کې دى، خوب وړى دى.

خبره دوه کاله وړاندې هغه مهال نازک حالت ته ورسېده چې يوه ځانمرگي په کابل کې د هند پر سفارت بريد وکړ او تر ٤٠ ډېر يې ووژل.

هند او افغان چارواکو دواړو داسې بلله چې د پاکستاني استخبارات په دې کار کې لاس لري، هغه تور چې پاکستان يې نه مني. دې ته ورته، نور هغه تورونه هم نه مني چې وايي استخبارات يې لا هم د طالب اورپکو په روزنه بوخت دي.

پاکستان ددې پرځاى وايي چې څه له پاسه ٥٠٠٠ پوځيان او ولسي وگړي يې په دغه هېواد کې د طالبانو خلاف مبارزو کې وژل شوي دي.

د اسلام اباد واکمن دا هم وايي چې په افغانستان کې ناکراريو د پاکستان خپل حالات څپڅپانده کړي دي.

نو ځکه د نظر توپيرونه لا هم پر ځاى دي. افغانستان او پاکستان پر دوشنبه د سوداگرۍ يو مهم تړون لاسليک کړ چې پاکستاني بندرونو ته د افغانستان لاسرسى او پر سړک يې هند ته د مالونو لېږېدول پرېږدي.

خو اسلام اباد ټينگار کوي چې دا سوداگري دې يوازې يو اړاخيزه وي.

هندي مالونو ته به اجازه نه وي چې د پاکستان پر لاره افغانستان ته ورسول شي.