حکومت او طالبانو د پوليسو سرغوڅېدل رد کړل

Image caption افغان حکومت او طالبان دواړه د پوليسو د سرغوڅېدلو ادعا ردوي.

افغان حکومت او طالبانو دواړو د ناټو ځواکونو هغه ادعا رد کړه چې ګنې طالبانو په بغلان کې د شپږو پوليسو سرونه غوڅ کړي دي .

د بغلان ولايت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د پوليسو د سرغوڅېدولو ادعا د چهارشنبې پر ورځ په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو په يوه وينا پاڼه کې کړې وه .

د بغلان ځايي چارواکي يواځې په سيمه کې د جګړې پېښېدل مني.

ددغه ولايت امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي له بي بي سي سره په خبرو کې دا رد کړه چې ګنې په بغلان کې د پوليسو سرونه غوڅ شوي دي .

هغه وويل طالبانو د دهنه غوري د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ پر ودانيو يرغل کړی و خو بېرته پر شا و تمبول شول.

ده دغه راز وويل چې په جګړه کې درې پوليس ټپيان شوي او طالبانو ته هم زيان او ښتی دی .

چارواکي وايي چې د د هنه غوري ولسوالۍ په ځينو سيمو کې پرون هم جګړه روانه وه .

له بلې د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد هم بي بي سي ته د ټلېفون پر ليکه د پوليسو د سرغوڅولو ادعا رد کړه او ويې ويل چې دا کار د طالبانو د پوځي کړنلارې له مخې بنداو د غندلو وړ دی .

خو ددې تر څنګ طالبان دا مني چې په بغلان کې يې پر امنتي پوستو بريدونه کړي دي .

تېره ورځ ناټو ځواکونو په ويناپاڼه کې ويلي ول چې طالبانو د سې شنبې پر ورځ پر يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

د ويناپاڼې له مخې د بريدونو په پايله کې طالبانو د پوليسو يوه پوسته و نيوه او له هغه وروسته يې د شپږو پوليسو سرونه ورغوڅ کړل .

تر اوسه معلومه نه ده چې ناټو ځواکونو پر کوم بنسټ دغه ادعا کړې وه.