ازبستاس'تاري تېږه' کارول د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي

ازبستاس

ازبستاس په کانونو کې د معدني ټوټو او کاڼو په بڼه کې موندل کېږي چې له همدې مخه په پښتو کې تاري تېږه بلل کېږي.

په ودانيو کې د 'ازبستاس' يانې تاري تيږې کارول هم د سرطان ناروغۍ لامل گرځي.

هغه پلټنه چې بي بي سي او د خبريالانو نړيوالې ټولنې ترسره کړې ده، ښيي چې د سرطان ناروغۍ د خپرېدو له اندېښنو سره سره اوس هم په کال کې د ازبستاس يانې تاري تيږي دوه ميليونه ميټريک ټنه په ټولنه نړۍ کې تولدېږي، چې د ودانيو په جوړولو او ځينې نورو چارو کې کارول کېږي.

د تاري تيږې په جوړښت کې مگنيزم، سليکان او اوسپنه هم گډ دي چې د اور په مقابل کې ډېر مقاومت لري او نه سوځي.

ځينې ساينسپوهان وېره لري چې تر ٢٠٣٠ ميلادي کاله پورې به ميليونونه خلک ددغه توکي د گواښونو له کبله مړه شي.

د څرگندو لاسوندونو له مخه له ميلاد له نه ٣٠٠ کاله مخکې د مشهور فيلسوف ارسطو يوۀ شاگرد په خپل يوه کتاب کې د تاري تېږې يا ازبستاس په اړه څرگندونې کړې وې.

او په ١٨٢٠ ميلادي کال کې يوه ايټاليايي پوه د لومړي ځل لپاره د تاري تيږي په کارولو سره نه سوځېدونکې او اور ضد جامې جوړې کړې.

تر دې را وروسته د شلمې پېړۍ په لومړيو کې يوه اتريشي انجينير دغه توکى له سيمټو سره يو ځاى کړ او نۀ سوځېدونکي سمټ يې جوړ کړل.

ازبستاس په کانونو کې د معدني ټوټو او کاڼو په بڼه کې موندل کېږي چې له همدې مخه په پښتو کې تاري تېږه بلل کېږي.

تاري تيږه سپين، اسماني او قهوه يي رنگونه لري، کارپوهان وايي چې له اسماني او قهوه يي رنگونو څخه يې اوس گټه نه اخيستل کېږي او سپين يې هم زيان لري.

په مخ پر ودې هېوادونو کې په پراخه توگه د تاري تېږي له تارونو نه گټه اخستل کېږي، وسمهال د هند ا اوبو رسولو د جوړښتنو ٣٠ په سلو کې نلونه له هغو سمټو نه جوړ دي چې د تاري تېږې تارونه ور سره گډ دي او د کاناډا د اوبو رسولو په جوړښتونو کې دا کچه ١٩ په سلو کې ده.

هغه پلټنه چې بي بي سي او د نړيوالو خبريالانو ټولنې په گډه تر سره کړې ده، ښيي چې د دغو سرطان زيږو توکيو د دودولو په موخه په نړۍ کې ميليونونه ډالر لگول کېږي.

پلټنه په ډاگه کوي چې کوم مخ پر ودې هېوادونه د ژغورنې او کار کمزوري قوانين لري له دې کبله له ډير گواښ سره مخامخ دي.

جيمز مور د پلټونکو نړيوالو خبريالانو د ټولنې غړى دى:

((ددغو توکيو څخه گټه اخيستل، د اروپا، شمالي امريکا او استراليا په څه باندې ۵۰ هېوادونو کې بند شوي دي، خو بيا هم تر اوسه په کال کې دوه ميليونه ميټريک ټنه تاري تېږي ايستل کېږي دا کچه له هغې کچې سره برابره ده چې يوه لسيزه مخکې ايستل کېده، په چين او هند غوندې هېوادونو کې له دغه توکي څخه گټه اخيستنه مخ په ډېرېدو ده.))

ازبستاس

اروپايان په بشپړ ډول ډاډه دي چې تاري تيږي زهري دي او زيان اړونکې اغيزې يې پوره پېژندل شوي دي، خو کاناډايان باور لري چې په احتياط او کنترول سره ترې گټه اخيستل کېدى شي .

خو ايا دا توکى پر روغتيا ناوړه اغېز کوي؟

ازبستاس يا تاري تېږې د اره کشۍ او ړنگوونکو عملياتو په مرسته ايستل کېږي، نو که په اور ضد ودانيزو چارو کې کارول شوې وي.

نو په چاپېريال کې د داسې وړو زرو په توگه خپرېدى شي چې د انسان په سترگو نه ښکاري دا زرې دومره وړې وي چې کچه يې صفر اعشاريه پنځو ميکرونو ته رسيږي.

کارپوهان وايي چې دغه کوچنۍ زرې د سا اخستو پر مهال سږو ته لاره پيدا کوي او د تل لپاره په کې پاتې کېږي، چې د وخت په تېرېدو يې خوځښتونه د سرطان ناروغۍ لامل کېږي.

۵۶ کلن چينا پان چينا کانو چې د هند په احمد اباد کې د ازبستاس يانې تاري کاڼو په يوې کارخانې کې کار کوي د خپل کار د بهير او لاسته راوړنې په اړه داسې څرگندونې لري:

((موږ تارونه را اخلو له سيمټو سره يې يو ځاى کوو او ماشين ته يې غورځوو، وروسته دغه توکي قالبونو ته ځي چې تر هغې وروسته يې راوباسو، له ۳۰ کلونو راهيسې دا کار کوم، او په وروستيو لسو کلونو کې د ژغورنې هېڅ راز وسايل نه لرو موږ د اره کوونکو خاورې تنفس کوو او هېڅ ماسک هم نه لرو.))

ښاغلى چيناکانو د هغې روغتيايي ستونزې يادونه کوي چې ددغه کار له کبله پيدا شوى دى:

ازبستاس (تاري تېږې)

د ازبستاس ۶۵ په سلو کې توليد له روسيې، چين او کاناډا سره تړاو لري، او کاناډا په دې برخه کې خپل فعاليتونه نور هم پسې پراخه کول غواړي.

((په ١٩٨٥ کال کې راته تنفسې ستونزه پيدا شوه، له هاغه مهاله تر اوسه درمل خورم، خو گټه يې راته نه ده کړې، تر اوږده مهاله کار نه شم کولاى، او کله کله مې سا لنډه لنډه کېږي، درانه څيزونه هم نه شم پورته کولاى ، يوازې په ناسته کار کولاى شم او پرته له دې يې نه شم کولاى.))

د افغانستان په گاونډ ايران کې لس کاله مخکې د تاري تيږو په کارولو بنديز لگول شوي وو. دلته په افغانستان کې هم ځمکپېژندونکي د ازبست يانې تاري تيږو د پراخو کانونو خبره کوي.

پوښتنه داده چې ولې په ودانيزو او صنعي چارو کې کار اخیستل کيږي،ځمکپېژندونکی انجنير ستانه مير زهير وايي ځکه چې د اور پر وړاندې ځواک لري.

ښاغلي زهير وويل چې په ټوکر او بدلو کې هم د تاري تيږو تارونه کارول کيږي په ځانگړي ډول هغو ټوکرونو کې چې اوب شيندي يې د اور وژنې پر مهال اغوندي.

اروپايان په بشپړ ډول ډاډه دي چې تاري تيږي زهري دي او زيان اړونکې اغيزې يې پوره پېژندل شوي دي، خو کاناډايان باور لري چې په احتياط او کنترول سره ترې گټه اخيستل کېدى شي .

د ازبستاس ۶۵ په سلو کې توليد له روسيې، چين او کاناډا سره تړاو لري، او کاناډا په دې برخه کې خپل فعاليتونه نور هم پسې پراخه کول غواړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .