'پر بمبارۍ محدودیت د اورپکو بریدونه کم کړي'

امریکايي ځوکونه په افغانستان کې
Image caption جنرال مکرېسټل افغانستان کې د هوايي بریدونو د کموالي امر ځکه کړی، چې غوښتل يې د افغانانو زړونه او ذهنونه خپل کړي.

د امریکا د اقتصادي څېړنو د يوې ادارې په رپوټ کې راغلي په افغانستان کې د امریکا په مشر ۍ د ایتلافي ځواکونو لخوا د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره ګامونه د اورپکو د بریدونو د کمېدو لامل شوي.

د ملکي تلفاتو د مخینوي لپاره پر بمباریو او د هاوان پر ډزو محدویتونه تېر کال له دندې د ګوښه کړای شوي امریکايي جنرال سټېنلي مکرېسټل له خوا ولګول شول.

امریکايي څیړنیزې ادارې د هغو پېښو په اړه له څېړنې وروسته چې تر ۴۰۰۰ نه زیات ملکي کسان پکې وژل شوي، موندلې چې د اورپکو د بریدونو اصلي انګیزه د ملکي کسانو وژنه وه.

څېړنې ويلي د ملکي وګړو ډېرېدل د دې لامل شوي، چې کلیوال د اورپکو په لیکو کې ودرېږي.

په رپوټ کې راغلي چې په دې کار سره په ټوله کې امنيتي وضعیت ښه شوی دی.

د زړونو او ذهنونو ګټل

Image caption تېره میاشت ولسمشر اوباما جنرال سټېنلي مکرېستل له خپلې دندې ګوښه کړ او پرځای ي جنرال ډېوېډ پيټرېیاس وټاکه.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل له اورپکو سره په جګړې کې يولړ محدودیتونه ولګول، چې موخه يې د افغانانو د زړونو او ذهنونو ګټل وو.

جنرال مکرېسټل تېره ورځ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې تقاعد شو.

ځينو امریکايي پوځيانو شکایت کړی، چې پر هوايي بریدونو او د هاون په کارولو بندیز لګول د دوی دنده نوره هم پېچلې کوي.

تېره میاشت ولسمشر اوباما جنرال سټېنلي مکرېستل له خپلې دندې ګوښه کړ او پرځای ي جنرال ډېوېډ پيټرېیاس وټاکه.

د جګړې لپاره چمتووالی

رپوټ کاږي: "افغانستان کې، چې چې د ایساف لخوا څومره په ملکي تلفاتو کې زياتوالی راځي، هومره ورسره عام خلک د اورپکو ليکو ته مخه کوي، چې له دې سره د وسله والو بریدونه هم ډېرېږي."

بل خوا د امریکا جګپوړي پوځي چارواکي پر پاکستاني مشرانو غږ وکړ د هغو اورپکو مخه ونیسي چې په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو د بریدونو مسؤولین دي.

Image caption نوموړي وویل د پاکستان د استخباراتو شبکه ای ایس ای باید په خپلې تګلارې کې بنسټیز بدلون رامنځ ته کړي.

دا څرګندونې امیرالبحر مایک مولن هند ته د خپل سفر په پای کې اسلام آباد ته له روانیدو د مخه وکړه.

نوموړي وویل د پاکستان د استخباراتو شبکه آی ایس ای باید په خپلې تګلارې کې بنسټیز بدلون رامنځ ته کړي.

مایک مولن له سخت دریځو ډلو سره د ای اېس ای د اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ورته مطالب