فهیم: اوسنی نظام به هېڅکله هم دړې وړې نه شي

ښاغلی فهیم
Image caption ښاغلى فهيم د افغان دولت د سیاسي مخالفې ټلوالې هغه څرگندونې بابيزه گڼي چې وايي گواکې په افغانستان کې حاکم نظام څپ څپانده نظام دى او ښايي چې ډېر ژر دړې وړې شي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستيال قسيم فهيم د افغان دولت پر مخالفې ټلوالې نيوکه وکړه چې د ده په ټکو دغه ټلواله افغان حکومت څپ څپانده بولي او وايي چې گواکې دغه نظام به ډير ژر و نړېږي.

ښاغلي فهيم چې ډيره موده وروسته يې د رسنيو پر وړاندې خبرې کولې وويل اوسنى نظام د افغانانو په قربانيو او اوچته بيه افغان ولس ته پريوتى او په خبره يې نه ښايي چې په دغه شان څرگندونو د خلکو اندېښنې لا پسې زياتې شي.

ښاغلى قهيم چې د دويم ځل لپاره د افغان ولسمشر لومړى مرستيال ټاکل شوى تر دې وړاندې پخپله د ملي جبهې د مشرتابه غړى و چې دغه جبهه هم د افغان دولت سره په مخالفت کې ولاړه و.

د افغان ولسمشر لومړى مرستيال محمد قسيم فهيم وايي چې په افغانستان کې اوسنى نظام د گڼو افغانانو په قربانيو تر لاسه شوى او نه ښايي چې له دغه حقيقته څوک سترگې پټې کړي .

ښاغلى فهيم د افغان دولت د سیاسي مخالفې ټلوالې هغه څرگندونې بابيزه گڼي چې وايي گواکې په افغانستان کې حاکم نظام څپ څپانده نظام دى او ښايي چې ډېر ژر دړې وړې شي، خو د ښاغلي فهيم په خبره د افغان دولت د مخالفې ټلوالې دغه وړۍ به هېڅکله هم شړۍ نه شي:

'' د افغانستان ننى نظام هغه شان يې چې مخالفه ټلواله بولي څپ څپانده نظام نه دى، افغانستان له ډېرو کړاوونو، ستونزو او بېلابېلو نظامونو وروسته دغه پړاو ته رسېدلى دى، هغه څه چې سړى په گرانه لاس ته راوړي نه ښايي چې په مفته يې له لاسه ووځي. دغه نظام افغانانو په ډېر برم او عزت تر لاسه کړى نو هېڅکله به هم دړې وړې نه شي.''

سره له دې چې ښاغلي فهيم په ډاګه د کوم کس، ډلې او يا هم ټلوالې نوم ياد نه کړ، خو داسې برېښېده چې د هغه گوته هغې سياسي مخالفې ټلوالې ته نيوله کېږي چې دا مهال يې ډاکټر عبدالله عبدالله مشري په غاړه لري .

Image caption ښاغلى عبدالله چې د تغيير او اميد په نامه د افغان دولت د مخالفې ټلوالې مشري کوي.

نوموړي وويل چې دغه شان بې مسؤوليته څرگندونې د افغان حکومت بنسټونه کمزوري کولی نه شي.

تغيير او امید

ښاغلى عبدالله چې د تغيير او اميد په نامه د افغان دولت د مخالفې ټلوالې مشري کوي.

دغه ګوند د سولې په مشورتي جرگه کې له برخې اخيستو نه ډډه کړې وه او وروسته يې پر همدغې شورا او بيا يې د کابل پر نړيوال کنفرانس سختې نيوکې وکړي او هغه يې د افغانانو لپاره بې گټې وبلل.

د تغيير او اميدد ټلوالې تر راپورته کېدا وړاندې په افغانستان کې د ملي جبهې په نامه يوه بله مخالفه ټلواله هم وه چې پخپله مارشال فهيم يې د مشرتابه يو فعال غړى و.

دغې ډلې هم پر افغان دولت نيوکې کولې، خو ښايي دا لومړى ځل وي چې د افغان ولسمشر لومړى مرستيال پخپلو پخوانيو ملگرو نيوکه کوي او د هغوى ځينې څرگندونې بابيزه ګڼي.

ورته مطالب