راسموسن: پاکستان دې د ترهګرۍ ضد 'جدي' ګام واخلي

اندريس فو راسموسن
Image caption اندريس فو راسموسن همدا راز ويلي چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د پاکستان د ثبات لپاره هم ګټور دی.

د ناټو سرمنشي اندريس فو راسمون ويلي پاکستان باید د افغانستان او سیمې د ټیکاو او د ترهګرو په ځپلو کې له جدي مبارزه وکړي.

نوموړي ويلي پاکستان باید د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې له افغانستان سره همغږي زياته کړي.

ښاغلي راسموسن ويلي تر هغه چې افغانستان کې ټيکاو نه وي راغلی، له دغه هېواده به بهرني ځواکونه ونه وځي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې کابل او اسلام اباد پر يو بل د ناامنۍ د رامنځ ته کولو تورونه لګوي.

وړاندې پاکستان ويلي وو چې له ترهګرو سره په تړاو کې سلګونه کسان نيولي، چې تر ۱۰۰ ډېر پکې افغانان دي.

تر دې مخکې د ناټو سرمنشي ويلي وو چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل کوم ټاکلی مهال وېش نه لري، بلکې دغه هېواد ته د نړیوالې ټولنې له ژمنتیا سره سم به بهرني ځواکونه دلته وي.

نوموړي دا څرګندونې له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته کړې دي.

راسموسن ويلي، ناټو به له وخت وړاندې له افغانستان نه ونه وځي.

اندريس فو راسموسن همدا راز ويلي چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د پاکستان د ثبات لپاره هم ګټور دی.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې په کابل کنفرانس کې ولسمشر کرزي وویل، تر ۲۰۱۴ کال پورې به د هېواد امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ورته مطالب