'له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۲۵۲ پېښې ثبت شوې'

خبریال
Image caption نۍ د بيان د ازادۍ له غوښتونکو ټولنو، اود خبريالانو له ټولنو هم غوښتنه کړې ده چې ددغو پېښو د سمو څيړلو په موخه پر حکومت فشار راوړي.

نۍ يانې د افغانستان د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ټولنې په خپل نوي خپاره کړي راپور کې ويلي دي چې په تيرو لسو کلونو کې خبريالانو د وژنې، ټپي کيدو، تښتولو، بند، او وهلو ډبولو ٢٥٢ پيښې ثبت شوې.

دغه ټولنه پر وسلوالو طالبانو، نور نا پيژندل شويو وسلوالو ډلو او افغانستان ميشتو بهرنيو ځواکونو تور لگولى دى چې د خبريالانو پر وړاندې يې له تاو تريخوالي کار اخستى دى.

د نۍ ټولنه وايي چې ددې راپور د خپرولو موخه ددغو پيښو په اړه د پلټنو غوښتنه ده.

نۍ ټولنه هر کال د بيان د ازادۍ له نړيوالې ورځې سره همهاله،دافغان خبريالانو د حالت په اړه يو راپور خپروي.

خو دا لومړى ځل دى چې د لسو کلونو په ترڅ له افغان خبريالانو او رسنيو سره شوي تاوتريخوالي يې په يوه راپور کې راټول کړي دي.

دا راپور په بنسټيز ډول د هغو راپورونو ټولگه ده چې دغې ټولنې کال په کال خپاره کړي دي، خو په دومره توپير سره چې په شميرو کې يې بدلون راغلى دى.

په دغه نوي راپور کې له ٢٠٠١ کال راهيسې تر اوسه پورې د خبريالانو پر وړاندې د تاو تريخوالي ٢٥٢ پيښې ثبت شوي دي.

صديق الله توحيدي چې په نۍ ټولنه کې د افغان رسنيو د څار د برخې مشر دى وايي،چې د خبريالانو د وژنو،تښتولو،او ټپي کولو ١٦ په سلو کې پيښې له وسلوالو طالبانو سره تړاو لري، خو وايي ددې ډول ٢٦ په سلو کې چارې ناڅرگندو وسلوالو تر سره کړي دي.

Image caption د نۍ په باور چې دغه راپور يې چمتو کړى دى،دغې چارې ته نه پاملرنه،او د قانون نه پلي کول به ددې لامل شي چې د جرمونو کچه پورته لاړه شي،چې ور سره به د رسنيو د خبر رسونې چارې هم ټکنۍ شي.

د نوموړي په وينا افغان او بهرنيو ځواکونو هم له خبريالانو سره تاو تريخوالى کړى دى.

((د خبريالانو پر وړاندې د هغو پېښو شمېر څلوېښت دی چې په کې خبريالان طالبانو وژلي ، تښتولي، ژوبل کړي او يا يې هم تهدید کړي.

نامالومه کسان چې د خبریالانو په وژلو ، تښتولو ، وېرولو او د هغوی په ټپي کولو تورن دي د پېښو شمير یې پنځه شپېتو ته رسيږي چې ۲۶ فيصده کيږي.

د افغانستان حکومت د خبريالانو په تهديدولو ، وهلو ډبولو او د دوی په نيولو او موقتي بندي کولو تورن دی چې دا ۱۴۰ پېښې دي او ۵۶ فيصده کېږي.))

ددغه راپور له مخه، پرته له وژلو او ټپي کولو د خبريالانو پر وړاندې تر ټولو ډير تاو تريخوالى د افغان امنيتي ځواکونو له لوري تر سره شوى دى.

نۍ وايي چې له دغه راپوره يې موخه دا ده چې حکومت ددغو پيښو په اړه انصاف وکړي. او راپور خپرونکي وايي چې افغان دولت بايد دغه دوسيې د هيرتيا کنج ته وانه چوي او پلټنه يې وکړي.

نۍ د بيان د ازادۍ له غوښتونکو ټولنو، اود خبريالانو له ټولنو هم غوښتنه کړې ده چې ددغو پېښو د سمو څېړلو په موخه پر حکومت فشار راوړي.

د نۍ په باور چې دغه راپور يې چمتو کړى دى،دغې چارې ته نه پاملرنه،او د قانون نه پلي کول به ددې لامل شي چې د جرمونو کچه پورته لاړه شي،چې ور سره به د رسنيو د خبر رسونې چارې هم ټکنۍ شي.

ورته مطالب