باډي ګارډ د سرپل د بې عزته شوې نجلۍ پرده خوندي کړه

فرامرز او سامعه
Image caption سامعې پر نارينه وو خپل باور په بشپړ ډول له لاسه ورکړې وه تر دې چې دغه افغان ځوان به ورسره مالي مرسته کوله او بيا يې ورته د واده وړانديز وکړ نو هغه زړه نا زړه وه چې دې چارې ته غاړه کېږدي او که نه.

په افغانستان کې يوۀ ځوان له هغې نجلۍ سره واده کړی دى، چې په سرپل ولايت کې پرې اتو کسانو ډله ييز جنسي تېرى کړى و.

په دغه هېواد کې چې پر نجلۍ جنسي تېرى وشي، بيا همدغه قرباني شوي نجلۍ پړه بلل کېږي او ټولنه يې رټي.

خو يوه افغان ځوان دغه دود مات کړ او له دغې جلۍ سره يې واده وکړ.

اوس يې ورته ښوونکى نيولى دى چې زده کړه وکړي او بيا د ښځو د حقونو د خوندي کولو په ټولنو کې کار وکړي.

ښايي د افغانستان په تړلې او دوديزه ټولنه کې به هره ورځ سلگونو ښځو سره ناوړه چلند کېږي، خو بيا هم ډېر لږ شمېر کسان له ښځو سره د زور زياتي، د زور د ودونو او د لومړيو انساني حقونو څخه د هغوى د بې برخې کېدو په اړه غږ پورته کوي.

خو د جنسي تېريو په اړه تر ډېره د خلکو شونډې گنډلې برېښي، تر دې چې قربانيان يې هم ددې چارې د ناوړه ټولنيزو پايلو له ډاره چوپه خوله پاتې کېږي.

خو پر سامعه چې په سر پل ولايت کې اتو تنو ډله ييز تېرى وکړ هغه چوپه خوله پاتې نه شوه ، او خپل غږ يې پورته کړ:

''زه روانه وم هم مې خياطي درلوده، او هم مې د سواد د زده کړې کورس وايه، يوې ښځې له ځانه سړى جوړ کړى و، دوى وسله وال وو او زما مخه يې ونيوله ما چادري پر سروله په هماغې کې يې تاوه کړم او ويې لېږدولم، بيا يې د هغې ښځې د ترور کور ته بوتلم چې له ځانه يې سړى جوړ کړى و، هلته يې راباندې جنسي تېرى وکړ، دوه ښځې وې اته نارينه وو دوى به لاس په لاس يوه بل ته سپارلم د روژې مبارکه مياشت وه ماته به يې اوبه او ډوډۍ راوړه خو ما خوراک څښاک نه کاوه او ژړل مې چې زه له خپلې مور او پلار نه ليرې يم.''

تر دې پېښې وروسته دوه کلونه تېر شوي دي، خو د تجاوز کوونکو يادونه يې اوس هم له سترگو نه خوبونه تښتوي.

Image caption فرامرز: ''ملالۍ جانې راته وويل چې يوه د دوى اقتصادي ستونزه ده بله دا چې پر دې جلۍ ډېر ناوړه جنسي تېرى شوى دى، ما چې کله دا خبره واورېده دومره خواشينى شوم چې تحمل راته پاتې نه شو داسې يو حالت راباندې راغې لکه په گېډه کې مې چې اتوم بم چاودېدلى وي، بيا مې ملالۍ جانې ته وويل که دا جينۍ تياره وي زه تيار يم چې واده ور سره وکړم.''

سامعې پر نارينه وو خپل باور په بشپړ ډول له لاسه ورکړې وه تر دې چې دغه افغان ځوان به ورسره مالي مرسته کوله او بيا يې ورته د واده وړانديز وکړ نو هغه زړه نا زړه وه چې دې چارې ته غاړه کېږدي او که نه.

خو په پاى کې فرامرز نومي ځوان ټول بريدونه مات کړل، د خپلو خپلوانو او خلکو تاويلي ما ويلي يې تر پښو لاندې کړل او په سامعې پسې يې مرکه ولېږله.

فرامرز چې د ښځو د حقونو د برخې د يوې فعالې ملالۍ جويا ساتونکى و دا کيسه په دې توگه کوي:

''ملالۍ جانې راته وويل چې يوه د دوى اقتصادي ستونزه ده بله دا چې پر دې جلۍ ډېر ناوړه جنسي تېرى شوى دى، ما چې کله دا خبره واورېده دومره خواشينى شوم چې تحمل راته پاتې نه شو داسې يو حالت راباندې راغې لکه په گېډه کې مې چې اتوم بم چاودېدلى وي، بيا مې ملالۍ جانې ته وويل که دا جينۍ تياره وي زه تيار يم چې واده ور سره وکړم.''

اوس دا ښځه له هغه ښاره ليرې چې په کې پرې جنسي تېرى شوی و اوس له خپل مېړه سره په کابل کې اوسيږي، فرامرز له کوره بهر د ملالۍ جويا او په کاله کې د سامعې ساتنه کوي.

سامعه وايي اوس يې ورته مېړه ښوونکې نيولې چې زده کړه وکړې او دويمه ملالۍ جويا شي:

دويمه ملالۍ جويا

''خوشاله شوم چې ژوند مې ښه شو، راتلونکى مې ښه شو، دا هم راته د خوښۍ خبره ده چې يو سرپرست مې پيدا کړ يو کور مې پيدا کړ اوس يې راته يوه ښوونکې نيولې ده چې زده کړه وکړم له ما سره ډېر زيار باسي وايي چې ته بايد دويمه ملالۍ جويا شې.''

سامعې او فرامرز د ملالۍ جويا يادونه وکړه، ملالۍ جويا د افغانستان د ولسي جرگې غړې وه، خو دا چې هلته يې پر مجاهدينو توندې نيوکې وکړې، غړيتوب يې وځنډول شو، او سږ کال بيا د ولسي جرگې ټاکنو ته نه ده درېدلې.

په وروستيو کلونو کې حکومت ښځو ته اجازه ورکړې چې له کوره بهر ووځي، زده کړه وکړې، او کار ته ولاړې شي، خو له کورونو وتل دا مانا نه لري چې گنې د دود له ځنځيرونو هم وژغول شوې.

اوس هم که پر دغه هېواد کې پر کومې نجلۍ جنسي تېرى وشي، د خلکو په ذهنونو کې چې لومړۍ خبره راځي هغه داده چې قرباني شوې نجلۍ توره ده.