چارواکي: له مطمين او ملګرو څخه يې پلټنې روانې دي

طالبان
Image caption ځايي چارواکي وايي ښاغلي مطمين دا مهال د طالبانو دسيمه ييز وياند په توګه کار کاوه.

چارواکي وايي له ملا عبدالحی مطمين او نورو ملګرو نه یې چې د نړیوالو ځواکونو سره بندیان دي پښتې ګرویږنې روانې دي.

دغزنی يوه لوړ پوړي چارواکي چې نه یې غوښتل غږ او نوم خپور شي بي بي سي ته وويل د دوی د معلوماتو له مخې په نيول شويو کسانو کې د غزني لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوی والي رحمت الله هم شامل دی .

دده په وينا دوه نور پوځي قوماندانان دي چې په دغې سيمه کې يې د طالبانو بريدونه او جګړې تنظيمولې.

دغې سرچينې وويل بهرنيو ځواکونو له ښاغلي مطمين او نورو نيول شويو کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې پيل کړې چې په اړه به یې نور جزيات وروسته خپاره کړي.

د غزني ولایت دغه چارواکي وويل ښاغلي مطمين د نیول کیدو پرمهال د طالبانو د سيمه ييز وياند په توګه کار کاوه . د اندړو ولسوال شېرخان يوسفزی وايي نړيوالو ځواکونو ددغې ولسوالۍ په دوو کليو کې پر طالبانو چاپې اچولې او اوه تنه يې نيولي دي . خو طالبان د ښاغلي مطمين نيول کیدل ردوي.

په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه وايي له اپريل راهيسې يې په ورته چاپو کې تر سلو زيات طالب قوماندانان او مشران نيولي دي .

دوی پر طالبانو د شپې چاپې ګټورې بولي خو عملا داسې نه ښکاري چې د چاپو له امله دې د طالبانو په بريدو کې کموالی راغلی وي.

عبدالحی مطمين د غزني ولايت د قرباغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د طالبانو د واکمنې پر مهال د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريس او د ملامحمدعمر وياند و.