افغانستان: په ۱۴ ولايتونو کې د ګوزڼ ضد کمپيان

د عامې روغتيا وزارت وړاندوينه او اټکل داسې وه چې تر ۲۰۰۹ کاله بايد په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې بيخي ورکې شي .

خو بېلا بېلې پېښې او پرمختګونه ددې لامل شول چې دغه وزارت نه يواځې خپل ټاکلي هدف ته و نه رسېږي بلکې په ۲۰۰۹ کال د ګوزڼ د پېښو شمېره تر ۳۰ اوښتې وه .

اوس دا دی ۲۰۱۰ کال دی او د عامې روغتيا وزارت وايي د ګوزڼ د مخنيوي لپاره هڅه کوي اغېزمنېدونکو او جګړه ځپلو سيمو ته ډېر پام وکړي . په همدې لړ کې به نن د پوليو پر ضد واکسين يو فرعي کمپيان پيل شي .

د عامې روغتيا وزارت وياند غلام سخي نور اوغلي وايي د ګوزڼ پر ضد واکسين دغه درې ورځنی کمپاين به د افغانستان په سويلي او ختيزو ولايتونو کې وي:

(( ټاکل شوې ده چې د ګوزڼ درېيم فرعي کمپاين نن د افغانستان په ۱۴ ولايتونو کې پيل شي په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېل او ختيز کې هغه سيمې چې اغېزمنېدونکې دي او اوس هم د ګوزڼ پېښې پکې ليدل شوې دي .

دغه کمپاين به درې ورځې روان وي او شاوخوا ۲،۹ ميليونه هغه ماشومان به واکسين شي چې عمر يې تر پېنځه کاله کم وي. ))

تېر کال پاکستان ، کانګو، سوماليا او افغانستان په نړۍ کې څلور هغه هېوادونه ول چې د ګوزڼ ډېرې پښې پکې ليدل شوې وې . د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د ګوزڼ تر دېرش زياتې پېښې ليدل شوې وې خو بيا هم د يادو هېوادونو په منځ کې د کمو پېښو لرونکی و.

سږ کال بيا افغان چارواکي وېره لري چې د جګړې له امله به و نه شي کولای ټول ماشومان واکسين کړي او کېدای شي بيا دګوزڼ پېښې ډېرې شي.

ښاغلی کارګر نور اوغلي وايي په روان کال کې ۱۲ پېښې له دوی سره ثبت شوي دي:

((له بده مرغه تر اوسه هم د ګوزڼ پېښې ليدل کېږي، د روان ميلادي کاله له پيله تر اوسه پورې ۱۲ پېښې ليدل شوې چې اته يې په سوېلي ولايتونو هېلمند ،زابل او کندهار کې وې ، دوه په ننګرهار او دوه نورې په فراه ولايت کې، دا د عامې روغتيا وزارت لپاره جدي اندېښنه ده .

لاملونه يې کډوالۍ او په ځينو سيمو کې جګړې دي چې دغه سيمې له کمپاين څخه پاتې کېږي .))

د افغانستان په ځينو سوېلي ولايتونو کې ډېرې داسې سيمې دي چې نه پکې روغتيايي اسانتياوې شته او نه هم دعامې روغتيا وزارت روغتيايي کمپيان پکې کېدای شي.

له همدې امله وېره ده چې په دغو جګړه ځپلو سيمو کې کېدای شي د ګوزڼ پېښې زياتې وي .

دعامې روغتيا وزارت همدغه وېره پر ځای بولي خو وايي هڅه کوي چې ټولو سيمو ته ځان ورسوي.

د ماشومانو لپاره دملګرو ملتونو د مرستې صندوق يا يونيسف د معلوماتو له مخې په ۲۰۰۰ کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۷ پېښې ثبت شوې وې چې په ۲۰۰۵ کال کې يې کچه په کال کې يوې پېښې ته راټيټه شوې وه . خو له ۲۰۰۵ راورسته دغلته د ګوزڼ پېښې بيا مخ پر ډېرېدو دي .