ایساف: په کابل کې د چورلکې لوېدو ۴ عسکر ټپيان کړل

چینوک الوتکه
Image caption چینوک الوتکه

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو يوه پوځي چورلکه د بېړنۍ ناستې پرمهال لوېدلې، چې د الوتکې څلور عمله پکې ټپيان شوي.

بي بي سي ته د ایساف لخوا په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چورلکه نن سهار په کابل کې د کښېناستو پرمهال لوېدلې ده.

خو د وسله والو طالبانو يوه تن ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چورلکه د دوی غړو په لغمان ولایت کې ويشتلې، چې په کابل کې لوېدلې ده.

که څه هم ایساف په خبرپاڼه کې نور مالومات نه دي ورکړي، خو د سېلاب ۲۰۱ قول اردو يوې سرچينې ويلي رالوېدلې الوتکه چينوک ډوله ده.

ایساف زیاتره له چینوک الوتکو کار اخلي.

سرچینه وايي د الوتکې د لوېدو پرمهال له چورلکې سختې لوخړې پورته کېدې.

رپوټونه وايي چورلکه پوليتخنیک انستېتیوت ته نژدې رالوېدلې ده.

د تېر جون میاشتې پر ۱۸مه په کابل کی د ايساف يوه وياند بي بي سي ته وويل چې په هرات کې د بهرنیو ځواکونو يوه بې پیلوټه الوتکه د تخنيکي ستونزو له کبله رالوېدلې ده.

خو وړاندې د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې وه چې الوتکه دوی ويشتې او راغورزولي دي .

ايساف د طالبانو دغه ادعا رد کړې وه.

ورته مطالب