افغان حکومت: برګيمټال مو بېرته ونیوله

افغان پوليس
Image caption تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویلي وو له برګيمټال نه ځکه په شا شوي، چې هلته يې ځواکونو لږ پوليس او وسلې درلودې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د ایساف د هوايي ملاتړ پر مټ يې د برګيمټال ولسوالي له طالبانو بېرته نیولې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د ایساف د هوايي ملاتړ پر مټ يې د برګيمټال ولسوالي له طالبانو بېرته نیولې ده.

له درو اوونیو وروسته تېره ورځ (یکشنبه/ د جولای ۲۵مه) وسله والو طالبانو د نورستان دغه ليرې ولسوالي نیولې وه.

خو افغان چارواکو ويلي وو چې دوی پخپله خوښه ولسوالۍ نه په شا شوي ول.

د ایساف یوه ویاند بي بي سي ته ویلي پولیس او ځانګړي افغان پوځیان د دوی د هوايي ځواک په ملا تړ تیره شپه برګيمټال ته ورننوتل، ولسوالي يې له طالبانو ونیوله او اوس يې چاڼیز عملیات پیل کړي‎.

د کورنیو چا رت وزارت ویناپاڼه د نورستان د والي جمال الدین بدر له خولې لیکي، په تېرو څلورو اوونیو کې له پولیسو سره په نښتو کې لسګونه طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو هم د ولسوالۍ د بېرته پرېښودو پخلی کړی.

د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل جنګیالیو يې نه غوښتل چې د ډېر ځاني زیان په بدل کې ولسوالي وساتي.

که څه هم په دومره اوږده جګړه کې د ولسي مرګ ژوبلې کره شوې خبرونه نه دي ترلاسه شوي، خو ډېرشمېر خلک د کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

رپوټونه وايي د پرلپسې جګړو له امله ددغه ځای د استوکنو ژوند ګډوډ شوی.

Image caption ولسمشر کرزي امنيتي چارواکو ته امر کړی، چې برګيمټال ولسوالي ټينګه کړي.

دا دوهم ځل دی چې برګيمټال تر اوږدې جګړې وروسته د خورا لڼډې مودې لپاره د طالبانو ګوتو ته ورځي.

کرزی: برګيمټال ټينګه کړﺉ

بل خوا په کابل کې د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند وحید عمر يوې خبري ناستې ته وویل، ولسمشر امنيتي چارواکو ته امر کړی، چې برګيمټال ولسوالي ټينګه کړي.

ښاغلي عمر وویل، ولسمشر کرزي امنيتي چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې برګيمټال ته نور ځواکونه واستوي او طالبان پرېنږدي، چې دا ولسوالۍ بېرته ونيسي.

تېره ورځ (یکشنبه، د جولای ۲۵مه) د نورستان والي جمال الدین بدر بي بي سي ته ويلي وو افغان ځوکونه له دې امله له برګيمټال نه په شا شول، چې د طالب جنګیالیو پر تله د افغان ځواکونو شمېر لږ و او وسلې يې کمې وې، او دا چې د نوموړي په خبره د ولسي خلکو د احتمالي مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

وړاندې طالبانو برګيمټال ته غځېدلې او له مرکز سره نښلوونکې لارې تړلې وې.

څو اوونۍ وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت برګيمټال ته نور ځواکونه ولېږل، چې د طالبانو زور مات کړي.

ورته مطالب