افغانستان نژدې ۱۰۰ بندیان خوشي کړل

د کندهار زندان
Image caption افغان چارواکي وايي دوی ته د ورکړل شوو مالوماتو له مخې اوسمهال د بهرنیانو په پوځي توقيف ځايونو کې شاوخنوا ۱۰۰۰ تنه بندیان دي، چې ۸۰۰ يې یوازې د کابل په شمال بګرام زندان کې دي.

د افغانستان د عدلیې وزارت وايي لسګونه هغه بندیان، چې د جرم کره شواهد يې په اړه نه وو، د پروان او څرخي پله له زندانونو خوشي کړي دي.

دا په تېرو څو اوونیو کې د افغان بندیانو درېیمه جوپه ده، چې د افغان حکومت له لوري خوشي کېږي.

چارواکي وايي دا لړۍ به په راتلونکی کې هم روانه وي.

د سولې ملي مشورتې جرګې پرېکړه وکړه، د افغان او بهرنیو ځواکونو له زندانونو دې هغه بندیان خوشي شي، چې د ناسمو رپوټونو پر بنسټ نيول شوي دي.

د عدليې وزارت وايي په دې جوپه کې ۱۲ بندیان د پروان له زندانه، او تر ۸۰ ډېر نور د څرخي پله له زندانه خوشي شوي.

په دغو بندیانو کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو بندیان دي.

د عدليې وزارت مرستیال محمد قاسم هاشمزی وايي په خوشي شوو کې د حکومت د وسله والو مخالفینو د غړو په ګډون بېلابېل کسان شامل دي:

''تر ۹۰ ډېر کسان دي، دې بندیانو کوم ښکاره جرمونه نه لرل او د جريمو له امله په زندانونو کې پاتې شوي ول. د سولې د ملي مشورتي جرګې د پرېکړې پر بنسټ به دا لړۍ دوام ومومي.''

افغان چارواکي وايي دوی ته د ورکړل شوو مالوماتو له مخې اوسمهال د بهرنیانو په پوځي توقيف ځايونو کې شاوخنوا ۱۰۰۰ تنه بندیان دي، چې ۸۰۰ يې یوازې د کابل په شمال بګرام زندان کې دي.

دوی وايي د افغانستان په زندانونو کې د دولت د مخالفو وسله والو په ګډون دا مهال کابو ۱۵ زره بندیان دي، چې بېلابېل جرمونه لري.

ورته مطالب