کميسيون: د شفافو ټاکنو لپاره به ۱۰۰ زره کارکوونکي وګمارو

د تېرو ولسمشريزو ټاکنو يو عکس ګورﺉ
Image caption د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پرمهال د دغلۍ تورونه ول.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي په پام کې لري چې په شفاف ډول د را روانو ټاکنو د ترسره کولو لپاره څه باندې ١٠٠ زره کار کوونکي په دندو وگماري.

د دغو کسانواصلي کار به داوي چې د پارلماني ټاکنو په ورځ په انتخاباتي حوزو کې له خلکو سره د رايي اچونې په برخه کې مرستې وکړي اوهغوو ته لارښوونې وکړي.

د انتخاباتو کمېسيون د دغو کسانو د گمارنې لپاره له يو شمېر ولايتونو نه انتخاباتي چارواکي کابل ته را غوښتي چې په دې تړاوو ورته روزنې ورکړې.

په همدې حال کې د ټاکنو کمېسيون وايي په تېرې شاوخوا يوې نېمې مياشتې کې څه باندې دوه نيم سوه زره کسانو د را روانو ټاکنو لپاره د رايي اچونې کارتونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان دراروانو پارلماني ټاکنو دچمتوالي بهيرله تېروڅومياشتوراهېسې پيل شوى دى.

په دغه لړ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون،په سم او شفاف ډول د دغو انتخاباتود ترسره کولو لپاره په ټول هيوادکې دلسگونه زره نويوکارکوونکود گمارني خبره کوي.

چارواکي وايي په انتخاباتو کې د ممکنه درغليو د مخنيوي لپاره به،د دغو کسانو په گمارنې کې له دقت نه کاراخلي، داسې چې تر ډيره به د پوهنتونونو او ښوونځيو هغه استادان او زده کوونکي په دندوگماري چې له کوم ځانگړي کانديدسره تړاوو ونلري.

د دغو کارکوونکو اصلي دنده به داوي چې د ټاکنو په ورځ په انتخاباتي حوزوکې له خلکو سره د رايي اچونې اودهغوى دخوښې دکانديد په ور پيژندلوکې مرستې کوي.

د کمېسيون وياند نور محمد نور وايي دغه کسان به د انتخاباتو د کمېسيون موقتي کار کوونکي وي.

Image caption ټاکل شوې د افغانستان پارلماني ټاکنې د روان عيسوي کال د سپتمبر د مياشتې په ٢٧ مه نېټه ترسره شي چې د ٢٤٩ څوکيو لپاره يې څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کانديد کړي چې شاوخوا ۳۰۰ يې ښځي دي.

ښاغلي نور وويل د دغو کسانو د گمارنې لپاره يې سره له اوسه هلې ځلې پيل کړي او په همدې موخه يې د شاوخوا شلو ولايتونو انتخاباتي مسوولين کابل ته را بللي په دې اړه ورته روزنې ورکړي.

دوى به له شاوخوا يوې اونۍ روزنې او خپلو سيمو ته له بېرته ستنيدو وروسته،د ټاکنوسيمه ايز ناظمين روزي چې د نويو کسانو په گمارنې اوروزنې کې ورسره همکاري وکړي.

د را روانو انتخاباتو په تړاوو،کمېسيون په يو بل پرمختک کې وايي په تېرې شاوخوا يو نېمې مياشتې کې څه باندې دوه سوه زره کسانو د رايي اچونې نوي کارتونه ترلاسه کړي دي.

د دوى ډيرى هغه کسان يادېږي چې يا تازه له بهر نه هېواد ته راستانه شوي،يا يې تازه قانوني سن پوره شوى او يا له خپلو سېمو نورو ځايونو ته کوچيدلي دي.

د کمېسيون وياند نور محمد نور وويل دوى د شپږ سوه زره کسانو لپاره د نويو کارتونو ويش په پام کې نيولى دى.

د نويو کارتونو د ورکولو بهېر د تېرې جونې مياشتې په ١٢مه پيل او په پام کې ده د روانې اگست مياشتې په همدې نېټه پاى ته ورسېږي.

ټاکل شوې د افغانستان پارلماني ټاکنې د روان عيسوي کال د سپتمبر د مياشتې په ٢٧ مه نېټه ترسره شي چې د ٢٤٩ څوکيو لپاره يې څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کانديد کړي چې شاوخوا ۳۰۰ يې ښځي دي.

ورته مطالب