په نيمروز کې د ماین چاودنې ۲۵ وګړي وژلي

د نيمروز نقشه
Image caption د نيمروز والي دستګير ازاد بي بي سي ته وویل چاودنه د بکوا دښتې په نهالن سیمه کې شوې ده.

د افغانستان د لوېديځ نيمروز ولايت چارواکو په يوه ماين د سپرليو د موټر د ختو په پېښه کې د ۲۵ ملکيانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

والي دستګير ازاد بي بي سي ته وويل د پېښې ۲۰ نور مسافر چې له نيمروز نه کابل ته روان وو، ټپيان دي:

''يو سرويس موټر چې له نيمروز نه کابل ته روان و، د بکوا دښتې په نهالن په سيمه کې چې له زرنګ نه ۱۸۰ کیلومتره ليرې ده، د ماین په چاودنه کې ۲۵ کسان وژل شوي، او ۲۰ نور ټپيان دي، چې ټول ولسي وګړي دي.''

ښاغلي ازاد زياته کړه دغه ماين د هغو ماينونو يو وو چې وسله والو کسانو د ناټو ځواکونو هغه کتار ته اېښی وو چې ټاکل شوې وه نيمروز ته ولاړ شي.

ده وويل ناټو ځواکونو اېښودل شوي ماينونه شنډ کړل ، خو دغه ماين ترې پاتې شوی وو.

رپوټونه وايي په دغه ۳۰۳ ډوله بس کې ټول سپاره ولسي وګړي ول.

درې ورځې وړاندې هم د کندهار په دامان ولسوالۍ کې له مسافرو ۳۰۳ ډوله ډک ګاډی له سړکه ووت، چې په پایله کې ۲۱ مسافر پکې ووژل شول او تر ۲۰ ډېر نور ټپيان شول.

د کندهار د ترافیکو مدیریت ويلي وو چې ګاډی د ډېر سرعت له امله اوښتی دی.

Image caption موټر چلوونکي وايي هره ورځ په ډار او وېره کې پر دې لاره سفر کوي.

د کندهار – هرات لويه لاره وخت ناوخت د ناامنيو شاهده وي .

وړاندې هم د کابل – کندهار پر لويه لاره دا ډول پېښې رامنځ ته شوې، او مسافرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده .

په تېر کال کې هم ايساف ځواکونو پر يوه سراچه ډوله موټر ډزې وکړې، چې په موټر کې ټول سپاره کسان، چې عام وګړي ول، ووژل شول .

د کندهار – هرات لويه لاره وخت ناوخت د ناامنيو شاهده وي .

پر دغې لويې لارې په جنوب کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي توکي رسول کېږي، چې ډېر ځلې پرې وسله وال طالبان بريدونه کوي.

موټر چلوونکي وايي هره ورځ په ډار او وېره کې پر دې لاره سفر کوي.

ورته مطالب