سپنتا: له ګاونډيانو افغانستان ته ترهګري صادرېږي

سپنتا
Image caption ښاغلی سپنتا وايي له پولې ها غاړې افغانستان ته ترهګري صادره شوې ده.

افغان حکومت د هغو محرمو پوځي اطلاعاتو په اړه چې د نادولتي ټولنې لخوا راټول او د ځینو مهمو نړیوالو رسنیو لخوا خپاره شوي دي، په غبرګون کې وویل چې په افغانستان کې ترهګری له پولي پورې غاړه افغانستان ته صادریږي .

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا وويل دا هغه څه دي چې د افغان چارواکو په وینا تر دې وړاندې یې هم نړیوالو ته دغه څه په ډاګه کړي دي.

ښاغلي سپنتا زیاته کړه د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان په مبارزه کې توپیر نه دی راغلی او په دې برخه کې د افغان حکومت دریځ د پخوا په څیر پریکنده ده.

رنګین دادفر سپنتا وایي چې تر هغې پورې چې د ترهګرو په وړاندې نړیواله مبارزه د افغانستان د پولې پورې غاړه سخته شوې نه وي او د ترهګرو ځالې، پټنځایونه او مالي سرچینې له منځه نه وي تللې نو په وینا یې دغه مبارزه به بریالی راونه خیژي.

ښاغلي سپنتا وایي چې ټول هغه ترهګر چې تر دې مهاله د افغانستان د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي یا بندیان شوي دي دا په ډاګه کوي چې ګواګي دوي د پولې پورې غاړه روزل شوي او د نورو په لارښوونه او سپارښتنه افغانستان ته استول شوي دي.

افغان حکومت تل له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له پولې هاغاړه د ترهګرۍ جرړې وچې کړي او پر نړیواله ټولنه یې دا نیوکه کړې چې دې چارې ته یې هغه شان چې تمه کیږي پوره پاملرنه نه ده کړې.

د افغان حکومت دغه تازه غبرګون وروسته له هغې راځي چې د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا حکومت په زرګونو محرم پوځي اسناد د یو شمیر نړیوالو رسنیو لخوا خپاره شول.

ورته مطالب