فضل احمد معنوي: ټاکنو ته ښه چمتو يو

Image caption ښاغلی معنوي وايي هېچا ته به وخت ور نه کړي چې د ټاکنو بهير ګډوډ کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وايې دده د کار په سل ورځنۍ موده کې يې د ټاکنو کار يوه حساس پړاو ته رسولی چې دده په وينا په ملي او نړيواله کچه يې د ټولو پام ځانته را اړولی دی .

ښاغلي معنوي په ټينګار سره وويل چې د ټاکنو لپاره هرډول چمتو والی لري او په خپل ټاکلي وخت او ښه توګه به وشي .

دی وايې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د زور يا پيسو له لاري ددغه بهير شفافيت ته زيان ورسوي: (( هېڅ زورواکی يا شتمن به ونشي کولای موږ تر خپلې اغېزې لاندې راولي او يا زموږ دغه ملي بهير ته زيان ورسوي .

يو خبرداری ورکوم هغه داچې ، هر هغه څه چې د قانون خلاف وي ، د هرچا له لوري چې وي، په هر ادرس پورې چې تړلی وي نشي کولای زموږ خوله چوپه کړي ، د کمېسيون له سخت غبرګون سره به مخامخ شي .))

ښاغلي معنوي وسلوالو مخالفينو ته هم خبر داری ورکړ چې ټاکنو ته د ملي بهير په سترګه وګوري او د ګډوډولو هڅه يې و نه کړي.

کمېسيون له اړوندو دولتي ادارو څخه هم غوښتنه وکړه چې د ټاکنو چارې دې د خپلو کاري اجنډاوو په سر کې راولي .

د ټاکنو کمېسيون داسي مهال دا څرګندونې کړې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته يوازې يو پنځوس ورځې پاتې دي .

د ټاکنو د کمېسيون له ډاډ سره سره يوه ستونزه چې لاهم پر خپل ځای ده هغه په ټول هېواد کې د امنيت له اړخه اندېښنې دي.

دغه کمېسيون وايي لا هم تر اوسه معلومه نه ده چې په ټولو ولايتونو او سيمو کې به دغه بهير په يوه ډول تر سره شي او کنه؟

دوی وايې د لا شفافيت لپاره غواړي په هغو ځايونو کې ټاکنې وکړي چې د پوره امنيت په اړه يې ډاډه وي .

د ټاکنو کمېسيون وايې په پام کې ده چې په ټول افغانستا ن کې ۶۸۳۵ مرکزونه چې شل زره د رای ورکولو سيمې کېږي پرانيستل شي .

خو د دوی په وينا تر اوسه يې د ۶۱۰۰ مرکزونو د امنيت ډاډ تر لاسه کړی دی .

دوی وايې د پوره معلوماتو له تر لاسه کېدو وروسته به اعلان و کړي چې په څومره سيمو کې انتخابات ناشونې او يا هم له ستونزو سره مخامخ دي .