کرزی: په ويکيلېکس کې د خپرو شويو اسنادو پلټنه کوو

ښاغلی کرزی
Image caption ښاغلي کرزي وويل اوس دوی نه پوهېږي چې خپاره شوي اسناد به څومره سم او ياناسم وي خو پلټنې يې پيل کړې دي .

ولسمشر حامدکرزي د ويکيلېکس له لوري د افغانستان دجګړې په تړاو خپرو شويو پټو اسنادو ته پخپل رسمي غبرګون کې وويل تمه لري چې د دغو اسنادو را برسېره کېدل به له ترهګرۍ سره د مبارزې لارې چارې بدلې کړي.

ده وويل دوی پخوا هم ويلي او اوس هم ټينګار کوي چې د ترهګري پر ضد جګړه بايد دافغانستان په کليو او بانډو کې نه بلکې له پولو د باندې وشي .

ښاغلي کرزي وويل ددغو اسنادو په ډاګه کېدلو وښوده چې زموږ دغه خبره سمه او پرځای ده.

ښاغلي کرزي زياته کړه تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د ويکيلېکس له لوري خپاره شوي اسناد به څومره سم او څومره ناسم وي خو د وزيرانو شورا او د ملي امنيت د شورا يوه ګډ پلاوي ته يې دنده سپارلې چې په دې اړه پلټنې وکړي .

هغه وويل که دغه اسناد سم و خيژي نو دوی به د جګړې دستراتيژۍ له غوښتنې او اړتيا سره سم ګام واخلي .

ښاغلي کرزي زياته کړه چې که د ستراتيژۍ بدلون ته اړتيا وه نو دوی به له نړيوالو وغواړي چې ستراتيژي بدله کړي او دده په وينا دوی ((د ستراتيژي د بدلون)) تمه لري.

ښاغلي کرزي وويل نړيواله ټولنه بايد د ترهګرو ځالې، پټنځايونه او د تمويل مرکزونه له منځه يوسي .

دده په وينا افغانستان ددې کار وس نه لري خو نړيوال ملګري دا کار کولای شي .

Image caption ويکيلېکس وايي دغه اسناد له 2004 تر 2009 پورې بېلابېلو پوځي کړيو دوی ته سپارلي دي چې ډېر يې پوځي او امنيتي افسران ول .

هغه وويل دا چې نړيواله ټولنه دا کار نه کوي ، دا د بحث وړ يوه موضوع او له دوی سره هم اصلي پوښتنه همدا ده .

د افغانستان د جګړې په اړه د ويکيلېکس له لوري خپرو شويو څه باندې نوي زره اسنادو په نړۍ کې زياتې ګونګسي راپارولي دي .

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د دغو پټو اسنادو افشا کېدل د اندېښنې وړ بللي خو زياته کړې يې ده چې ددغو اسنادو خپرېدل دا مانا لري چې دی بايد په افغانستان د پوځي ستراتيژۍ د سمون لپاره ګام واخلي.

ښاغلي اوباما ويلي دی د جګړه له ډګره د داسې پټو او حساسو اسنادو د افشا کېدلو په اړه اندېښنه لري او زياتوي کېدای شي چې د دغو اسنادو افشا کول او رسوايي په بالقوه ډول ځينې کسان او يا عمليات له ګواښ سره مخامخ کړي .

خو ده زياته کړې چې په اسنادو کې هېڅ داسې نوی شی نشته چې تر دې وړاندې دې په عام ډول پرې بحثونه نه وي شوي .

وړاندې د امريکا دفاع وزارت هم ويلي ول چې ددغو اسنادو په اړه به جدي پلټنه کوي چې چا را ايستلي او رابرسېره کړي دي .

ويکيلېکس دغه اسناد به خپله ويبپاڼه کې خپاره کړي او وا يي په دغو اسنادو کې د جګړې له ډګره ورکړل شوي پوځي او اسخباراتي معلومات شامل دي .

ويکيلېکس وايي دغه اسناد له 2004 تر 2009 پورې بېلابېلو پوځي کړيو دوی ته سپارلي دي چې ډېر يې پوځي او امنيتي افسران ول .