افغانستان: سېلابونو لسګونه کسان وژلي دي

Image caption په افغانستان کې هر کال د سېلابونه د راتلو له امله مرګ، ژوبله او ويجاړي رامنځته کېږي.

د هوا پېژندنې د ادارو د معلوماتو له مخې نن هم پر پلازمېنې کابل سربېره د افغانستان په ختيځو سيمو کې د بارانونو د اورېدو اټکل شوی دی.

همدا سيمې وروستيو بارانونو او نيزونو خورا سختې ځپلې دي.

د رسمي شمېرو له مخې سېلابونو تراوسه په لغمان ، کاپيسا ، ننگرهار او وردگو ولايتونو کې تر پېنځوسو ډېر کسان وژلي او سلګونو نور يې ټپيان کړي دي.

چارواکي وايي سېلابونو په ځينو سيمو کې پراخه ويجاړي هم رامنځته کړې ده، کرنيزې ځمکې يې وړې ، کورنه يې وران کړي او په يو شمېر سيمو کې يې لويې لارې او پلونه هم زيانمن کړي دي.

د ناټو ځواکونو له خوا خپرې شوې ويناپاڼه کې راغلي چې د افغان ملي پوځ سرتېرو په ننگرهار کې دوه سوه کسان له سېلابونو ژغورلي دي .

نورو چارواکو ته هم سپارښتنه شوې چې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي .

خو د خلکو نيوکه دا ده چې چارواکي وار د مخه د سېلابونو د مخنيوي او د سېلابونو له امله د بالقوه زيانونو د کمولو لپاره اوږدمهالى پلان نه لري .

تېرکال هم د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او ترڅنګ يې پراخ مالي زيانونه پېښ کړل .