افغانستان: په سېلابونو کې شاوخوا 70 تنه مړه شوي

سېلابونه
Image caption چارواکي وايي سېلاب ځپلو ته د مرستو لړۍ روانه ده.

په افغانستان کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې د وروستيو سيلاونو د کره زيانونو د کچې د معلومولو په موخه يې د هېواد بېلابېلو نېز ځپلو ولايتونو ته پلټونکې ډلې لېږلې دي.

دغه اداره اټکل کوي چې سېلاونو به تر ٧٠ ډېر کسان مړه کړي وي.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مرستيال محمد اسلم سياس له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل د سېلاونو زيانونه ډېر پراخ دي : (( په لغمان کې 15 تنه ، په کاپيسا 31 تنه، په کونړ کې 3 تنه ، په جلال اباد 3 تنه او پروان کې 11 تنه له منځه تللي دي .))

دغه راز ده زياته کړه چې په ځينو سيمو کې يې کورونه او کرنيزې ځمکې هم له منځه وړې دي.

ښاغلي سياس وويل اغېزمنو شويو سيمو ته يې د پلټنو ډلې استولې او هغوی دا مهال له سيمه ييزو ادارو سره په ګډه کار کوي چې د سېلاوونو زيانونه معلوم کړي .

نوموړی وايي دغه ډلې به د دوی ادارې ته راپور ورکوي چې له هغه وروسته به زيانمنو شويو خلکو او کورنيو ته تاوان ورکول کېږي .

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره دغه تاوان نغدي پيسې بولي.

دوی وايي په سېلاب کې د وژل شويو کسانو پاتې شونو ته يو لک افغانۍ اوزيانمنو شويو کورنيو ته دېرش زره افغانۍ ورکول کېږي .

دغه راز چارواکي وايي د خوراک نړيوال سازمان ژمنه کړې چې لږو زيانمنو شويو کورنيو ته به تر دريو مياشتو پورې خوراکي توکي ورکوي .

په افغانستان کې هر کال سېلابونه خلکو ته د سر و مال زيانونه رسوي خو حکومت هر کال تر پېښې وروسته لاس په کار کېږي ، له نړيوالې ټولنې مرستې غواړې او ځان سېلاب ځپلو ته رسوي.

لويه نيوکه هم اوس همدا ده چې حکومت له لويه سره تر طبعي پېښو مخکې چمتوالی نه لري نو ځکه د پېښو په پايله کې د اوښتونکو زيانونو شمېره تر اټکل ډېرېږي.

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره مرستيال ښاغلی سياس دا نيوکه نه مني او وايي دوی له خپله لوري بشپړ چمتوالی لري او زياتوي که نور سېلابونه راشي نو د دوی اداره د نورو مرستيندويانو په مرسته دا وړتيا لري چې له خلکو مرسته وکړي.

خو ددې ټولو تر څنګ دا هم مني چې د سېلابونو له پيله شاوخوا دوه اونۍ وروسته لا هم ځينو سيمو ته مرستې نه دي رسېدلې .

ښاغلي سياس وويل دوی هڅه کوي چې ډېر ژر هغو کسانو او کورنيو ته هم مرستې ورسوي چې تر دې مهاله نه دي ور رسېدلې.