افغانستان کې د ځان وژنې پېښې زياتې شوې

ښځې
Image caption سره له دې چې افغانستان په کال کې شاوخوا 300 ورځې لمرين اسمان لري، خو ډيرې مېرمنې د کور د ننه په چارو بوختې وي

افغان دولت وايي چې په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان په بيلابيو برخو کې د ځان وژنې پېښې زياتې شوي او وايي چې ژور خپگانونه، جگړې او نا امنۍ، کورنى تاوتريخوالى او په خلکو کې د ځينو ويټامنونو کمښت د دې لامل گرځېدلى چې د ځان وژنې پېښې ډېرې شي.

د افغان ولسمشر د روغتيا په برخه کې سلاکار فيض الله کاکړ وايي دغه څه يې د هغو ارزونو په پايله کې تر لاسه کړي چې دوى په روغتونو کې ترسره کړي دي.

هغه وايي د ځان وژونکو په ډله کې د ښځينه وو شمېر زيات دى.

نوموړي نن په يوې خبري غونډه کې له سوداگرۍ وزارته وغوښتل چې د نباتي غوړيو په واردولو کې چې د ترانس په نامه مواد په کې ډير دي مخنيوى دې وکړي.

همدارنګه نوموړي له کرنې وزارته غوښتنه وکړه چې د دغو غوړيو بديل دې خلکو ته وروپېژني چې د دغو ځان وژنو مخه ونيوله شي.

افغان دولت وايي چې د ترسره شويو ارزونو له مخې په ډاگه شوې چې په ښځو کې د ځان وژنو د پېښو د ډېرېدو ستر لامل ژور خپگانونه او رواني ناروغۍ دي چي له امله يې ښځې ځان وژنې ته اړ وځي.

د افغان ولسمشر د روغتيا په برخه کې سلاکار فيض الله کاکړ وايي چې په افغانستان کې 28 سلنه ښځې چې په دغه هېواد کې نژدې دوه ميليونه کېږي په ژړورو خيگانونو اخته شوي دي.

نوموړى وايي ترسره شويو څېړنو په داگه کړې چې هر کال 2300 ښځينه چې عمرونه يې د 15 نه تر 40 کالو تر منځ دي د حپگانونو او کورنيو تاوتريخوالو له امله ځان وژلو ته مخه کوي.

د ښاغلي کاکړ په خبره، په افغانستان د هرو سلو ښځو له دلې پنځه يې داسې دي چې ځان وژنې ته زړه ښه کوي.

هغه وايي پر له پسې مهاجرتونه، لوږه، وزگارتيا، د زور ودونه، جنسي تېري او په کورنيو کې له ښځو سره زور زياتى هغه څه دي چې ښځې يې ځان وژلو ته هڅولي دي.

د ولسمشر سلا کار د نورو عواملو تر څنگ د هغو نباتي غوړيو پر کارونې هم ټينگار لاره چې په وينا يې دا مهال افغانستان ته په خلاص مټ وارديږي.

د هغه په وينا، له نن نه درې لسيزې وړاندې دغلته چې نباتي غوړي ډېر نه کاريدل، نو ورسره ورسره په خلکو کې ژور خپگانونه هم لږ وو او هغه مهال د ځان وژنې رپوټونه يا خو هېڅ نه وو او که وو هم په نشت حساب وو.

سره له دې چې افغانستان په کال کې شاوخوا 300 ورځې لمرين اسمان لري، خو ډيرې مېرمنې د کور د ننه په چارو بوختې وي نو له لمره لږه گټه اخلي او له بله پلوه د کمزوري اقتصاد په وجه ډيرې کورنۍ نه شي کولاى د هگيو شيدو او کبانو نه گټه پورته کړي.

خو له بله پلوه د ترانس لرونکو غوړيو کارونه چې نن سبا د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې منع شوي، خو په افغانستان کې ډېر زيات کارول کيږي.

ښاغلي کاکړ د سواگرۍ له وزارته وغوښتل چې د دغو غوړيو په واردولو کې دې بيا له سره کتنه وکړي او د کرنې په وزارت يې غږ وکړ چې د دغو غوړيو بديل دې خلکو ته په گوته کړي.

ورته مطالب