پاکستان کې سېلابونو يو ميليون کسان زیانمن کړي

سېلابونه پاکستان کې

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير په مظفر اباد کې برېښنا پرې شوې او هلته غځېدلې لار هم تړل شوې ده.

ملګرو ملتونو ويلي پاکستان کې سېلابونو لږترلږه يو میليون کسان زیانمن کړي دي.

په دغو سېلابونو کې تر ۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د مرستو د همغږۍ مشر مانويل بیسلر ویلي په ځينو ځپل شوو سيمو کې ان خپلو سیمه ييزو دفترونو ته هم نه شي تلی.

ملګري ملتونه وايي د پاکستان په شمال لوېديځ کې به زیانمنو خلکو ته ډېر ژر، مرستې او خوراکي توکي ورسوي.

رپوټونه وايي چې پېښور ښار چې لږترلږه درې ميليون خلک پکې اوسېږي، له نړۍ سره اړيکه پرې شوې ده.

د سېلابونو له امله ګڼ پلونه، کلي او کورونه ويجاړ شوي دي.

د افغانستان په کونړ او پکتيا ولایتونو کې هم بارانونه شوي او سېلابونو ځاني او مالي زیان اړولی، چې دا له تېرې نيمې پېړۍ راهیسې په دې سيمو کې د اوبو بېسارې ډېرېدنه بلل کېږي.

پاکستان، سېلابونه

د پاکستان پوځ ويلي د چورلکو په مټ هڅه کوي چې سېلاب ځپل شوو سیمو ته ورشي او له زیانمنو کسانو سره مرسته وکړي.

رپوټونه وايي د کونړ پر سېند د څلوو پلونو، چې ټول يې په دې وروستیو کې جوړ شوي ول، د نړېدو خبر ورکړل شوی دی.

پردې سربېره زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه چې دا ولایت ېې لاله وړاندې له کمي سره مخامخ و، د اوبوخوراک شوې.

د کنړ سیند په اوږدو کې دواړو خواووته پراته خلک سخت ځپل شوي، په ځانګړي ډول د سرکاڼو د کوچیانو بیلې خلک چې بند پاتي وو چې د چورلکوپه وسیله یې یواځې سرونه خوندي کړل شول.

پردې سربیره د ناړۍ غازي اباد، شیګل، خاص کونړ او مرورې ولسوالیو خلکوته نه جبرانېدونکی مالي تاوان اوښتی .

پاکستان کې زیاتره دغه بارانونه او سېلابونه په شمال لوېديځو سیمو کې راغلي، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.

رپوټونه وايي درو ورځو پرلپسې بارانونو او بیا سېلابونو د پاکستان په شمال لوېديځ کې ګڼې سيمې لاندې کړې او لسګونه کسان يې ووژل.

له سېلابونو او بارانونو سره لويې لارې تړل شوې او ځينې پلونه نړېدلي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي دا په تېرو ۸۰ کلونو کې تر ټولو ډېر خونړي او سخت سېلابونه دي.

سېلابونه پاکستان کې

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې بیا سېلابونو ډېرې ځمکې وړې او پر مظفر اباد ښار يې برېښنا يې پرېکړې ده.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير میان افتخار حسین ويلي په تېرو دوو ورځو کې د سېلابونو له کبله د بې ځایه شوو خلکو شمېر ۴۰۰ زرو ته ورسېد.

ښاغلی حسین ټينګار کوي په خيبر پښتونخوا کې بارانونو او سېلابونو ځينې کلي په بشپړه توګه ويجاړ کړي چې ګڼ اوسېدونکي يې د کوچنیو کښتيو په وسله وتلي دي.

پاکستاني چارواکو د چورلکو په وسیله د ځپل شوو سيمو خلکو ته د پوځي مرستو رسولو لړۍ پيل کړې ده.

په بلوچستان او لويديځ پنجاب ایالتونو کې هم لسګونه کسان وژل شوي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال وايي د هوا پېژندنې ادارې ويلي شاید په راتلونکو دوو ورځو په ټول هېواد کې لانور بارانونه وشي او سېلابونه راشي.

په پلازمېنه اسلام اباد او ورڅېرمه راولپنډۍ ښارونو کې هم سخت بارانونه شوي دي.

خو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې بیا سېلابونو ډېرې ځمکې وړې او پر مظفر اباد ښار يې برېښنا پرېکړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .