جولای امریکايي پوځيانو ته تر ټولو خونړۍ میاشت

افغانستان کې پر امریکايي پوځيانو برید
Image caption په تېره جون میاشت کې ۶۰ امریکايي پوځيان وژل شوي ول.

د ۲۰۱۰ کال جولای په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

يوازې په جولای میاشت کې افغانستان کې ۶۶ امريکايي پوځيان وژل شوي ول.

تېره میاشت افغانستان کې ۶۰ امریکايي عسکر وژل شوي ول.

په افغانستان کې امريکايي پوځي سرچينې وايي د جگړې له تېزېدا سره د ځاني تاوان د ډېرېدو امکان شته.

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه داسې مهال په يو لړ تازه پېښو کې د هېواد په سوېل کې د خپلو شپږو سرتېرو د وژل کيدو خبره کوي چې وړاندې يو شمېر امريکايي او د ناټو پوځي قومندانانو دغلته د خپلو عسکرو د تلفاتو د زياتېدو خبردارى ورکړى و.

د سړک غاړې ماينونو په چاودنو کې د شپږو نورو امريکايي سرتېرو په وژل کېدو، روانه عيسوي مياشت ناټو ته د سر د زيان له اړخه تر ټولو لوړه او خونړۍ بلل شوې.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو يوه وياند (ټايټ برزيل) بي بي سي ته وويل، ٣ سرتېري د جمعې په شپه او٣ نور يې د جمعې په ورځ په جلا-جلا پيښو کې ووژل شول:

''موږ د تېرې مياشتې په پرتله په دغې مياشتې کې د امريکايي سرتېرو ډېر تلفات درلودل. د جمعې په شپه، په يوه پېښه کې درې امريکايي سرتېرې ووژل شول او په ورځ يې بيا درې نور ووژل شول، دا ټول تلفات د افغانستان په سويل کې د سړک غاړې ماينونو د چاودونو له امله رامنځ ته شوي دي.''

Image caption د برتانوي ځواکونو یوې سرچینې ویلي دا عملیات يو پوځي استخباراتي کنډک به د "طالبانو د جګړې د لومړۍ ليکې تر شا" ځای پر ځای کړای شي، چې پر شا ونه تښتي.

په تېرو درو مياشتو کې د امريکايي عسکرو د وژنې شمېره وار په وار ډيره شوې ده.

د اپريل په مياشت کې ١٩ امريکايي پوځيان په افغانستان کې وژل شوي و، دغه شميره د مۍ په مياشت کې ٣٤ او په ورپسې مياشت کې ۶۰ ته لوړه شوه.

پوځي سرچينې وايي د لا نورو عسکرو په راتلو او د جگړې په تودېدو ښايي تلفات لا ډير شي.

په هلمند کې لنډمهالي عملیات

د هلمند ځايي چارواکي وايي په دغه ولایت کې د برتانوي او افغان ځواکونو لخوا د طالبانو پرضد لنډمهالي عملیات پيل شوي دي.

دغه عملیات په نادعلي ولسوالۍ کې، چې څو میاشتې وړاندې زرګونه افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات وکړل، پيل شوي دي.

د روان کال په لومړیو کې برتانوي ځواکونوه ونه توانېدل، چې دغه سیمه له وسله والو طالبانو پاکه کړي.

دغو عملیاتو ته چې د "تور شهزاده" نوم ورکړل شوی، د ۲۰۱ ۰کال تر فبرورۍ میاشتې او د "مشترک" په نامه له عملیاتو راوروسته

Image caption په تيرو درو مياشتو کې د امريکايي عسکرو د وژنې شمېره وار په وار ډيره شوې ده.

په هلمند کې تر ټولو لوی عملیات دي.

د تېرې جمعې پر ورځ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې سلګونه برتانوي او افغان پوځيان ځای پر ځای شول.

رپوټونه وايي يوازې په نادعلي ولسوالۍ کې تر ۱۸۰ ډېر وسله وال طالبان فعال دي، چې د سړک غاړي بمونه خښوي او غلچکي بریدونه کوي.

د برتانوي ځواکونو یوې سرچینې ویلي دا عملیات يو پوځي استخباراتي کنډک به د "طالبانو د جګړې د لومړۍ ليکې تر شا" ځای پر ځای کړای شي، چې پر شا ونه تښتي.

څو کاله وړاندې نادعلي په نسبي توګه ارامه وه، خو د رپوټونو له مخې هلته د پولیسو د ناوړه چلند او په سیمه ييزه اداره کې د فسا د شتون له امله يې اوسېدونکي نهيلي او ګڼ خو يې د طالبانو لیکو ته واوښتل.

ورته مطالب