د کابل لاریون: بهرني ځواکونه دې ژر تر ژره ووځي

لاریون
Image caption دغه لاريون تر هغې يوه اوونۍ وروسته کيږي چې د هلمند ولايت د سنگين په ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بريد کې تر ۵۰ زيات ولسي وگړي ووژل شول.

نن (یکشنبه، د اګست لومړۍ) په پلازمېنه کابل کې سلگونه قهرېدلو لاريون کوونکو په افغانستان کې د ناټو او ائتلافي ځواکونو له خوا د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې پر ضد مظاهرې وکړې او له افغانستانه يې د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

لاريون کوونکي چې ښځې، ماشومان، د ښوونځيو او پوهنتونونو محصلين او گڼ کابل ښاريان په کې شامل وو، له نړيوالو محکمو څخه يې غوښتنه کوله چې د ولسي وگړو قاتلين دې د محکمو تر ميزه راکاږي.

د کابل په نني لاريون کې لاريون کوونکو نه يوازې د بهرنيو ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول، بلکې د افغان حکومت او طالبانو پر ضد يې هم شعارونه ورکول.

هغوى له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوله چې خپل ځواکونه دې ژر تر ژره له افغانستانه وباسي او هغو ځواکونو چې په استوگنې پر سيمو بمبارۍ کړي او ولسي مرگ ژوبله يې اړولې هغوى دې د محکمې تر ميزه راښکل شي.

د دغه لاريون يو تن سمبالوونکى داود رزمک وايي چې نور افغانان د خپلو خلکو د وژلو زغم نه لري او په وينا يې خلک له افغانستانه د دغو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.

دغه مظاهره چې نن د کابل ښار په زړه کې پيل شوې وه شاوخوا درې ساعته يې دوام لاره او تر ډيره يې د پلازمېنې کابل واټونه او څلور لارې د ترافيکو پر مخ تړلې پاتې وې.

Image caption لاریون کوونکو د امریکا او افغان دولت ضد شعارونه ورکول.

گڼو لاريون کوونکو دا غوښتنه هم کوله چې يا دې دغه ځواکونه له افغانستانه ووځي او يا دې افغان دولت د دغو ځواکونو شتون ته قانوني بڼه.

دغه لاريون تر هغې يوه اوونۍ وروسته کيږي چې د هلمند ولايت د سنگين په ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بريد کې تر ۵۰ زيات ولسي وگړي ووژل شول.

خو ناټو په هماغه مهال هم يوازې د شپږو اورپکو وژل منلي وو او د ولسي وگړو مرگ ژوبله يې ردوله.

په افغانستان کې د تېرو نهو کالو په بهير کې په وار، وار د بهرنيو ځواکونو پر ضد په بېلابېلو ولايتونو کې لاريونونه شوي او ان چې کله نا کله په تاوتريخوالي هم اوښتي دي.

خو لا تر اوسه پورې نه په کور د ننه او نه هم بهر کې کومې محکمې د دغو ولسي مرگ ژوبلو په اړه له کومې غاړې اښتني پوښتنې کړي.

ورته مطالب