د ماین چاودنې شپږ ولسي وګړي ووژل

په کندهار کې د مخکنۍ چاودنې عکس
Image caption په کندهار کې د مخکنۍ چاودنې عکس

د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک غاړې يا شلخی ماين چاودلی چې شپږ تنه يې وژلي او نهه نور يې ټپيان کړي دي.

چارواکي وايي په وژل شويو کې دوه مېرمنې، دوه ماشومان او دوه سړي دي او په ټپيانو کې دوه مېرمنې دي.

ګاډی له هلمنده کندهار ته روان و.

دا په تېرو څو ورځو کې د خپل ډول درېيمه پېښه ده تر دې شاوخوا يوه اوونۍ مخکې په نيمروزکې د ولسي خلکو يو ګاډی پر ماين وخوت چې 25 تنه پکې ووژل شول او 20 نور ټپيان شول.

بله پېښه په زابل کې وشوه چې هلته هم ولسي خلک زيانمن شوي ول.

وسله والو ۲ قومي مشران وژلي

په تېرو دوه ورځو کې افغانستان کې دوه قومي مشران په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

قومي مشر اسدالله د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د نا پېژاندو وسله والو په برید کې ووژل شو.

د بلخ ولایت امنیه قوماندان شیرجان درانی وایي په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي:

''په چاربولک ولسوالۍ کې پر موټر سایکل سپرو نا پېژاندو وسله والو قومي مشر اسدالله بېولی، هلته مو پلاوی لېږلی، چې ټول جزییات راوړي په اړه به يې پلټنه وکړو.''

Image caption نښته د غزني ښار ته څېرمه د شهباز دوکانونو په سیمه کې شوې ده.

دې ته ورته د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم قومي مشر عبدالله خان د ناپېژاندو وسله والو لخوا وژل شوی.

طالبانو د امنيتي شرکت ۲ ساتونکي ووژل

بل خوا په غزني ولایت کې د یوې نښتې په ترڅ کې د يوه خصوصي امنيتي شرکت دوه ساتونکي وزل شوي دي

د غزني د امنیت امر جنرال نوروز علي محمود زاده بي بي سي ته وویل نښته نن سهار د غزني ښار ته څېرمه د شهباز دوکانونو ته نژدې شوې ده.

ښاغلی محمود زاده زياتوي وسله والو د يوه خصوصي امنيتي شرکت پر ساتونکو برید کړی، چې له ترڅ کې يې دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته له يوه نامالوم ځایه د تيلې فون پر کرښه وویل، په برید کې اووه ساتونکي وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

نوموړي ادعا وکړه، چې په برید د خصوصي امنيتي شرکت دوه صرف او يوه کرولا ګاډي ویجاړ شوي .

ښاغلی مجاهد زیاتوي د دوی ملګرو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

ورته مطالب