کندهار کې چاودنو ۶ ماشومان ووژل

کندهار کې د یوه پخواني بريد عکس ګورﺉ
Image caption ولسمشر کرزي دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

د کندهار د ډنډ پر ولسوال دوه چاودنې وشوې، چې نوموړی روغ رمټ ترې وتلی، خو ۶ ماشومان پکې وژل شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

د ډنډ ولسوال احمد الله نازک بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل لومړۍ چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې دی له کوره د دندې پر لور روان و.

نوموړي وويل، مخې ته يې يوه سپينه کرولا راغله او وچوول شوه.

په چاودنه دوه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

ښاغلی نازک وايي دا ځانمرګی برید و.

احمد الله نازک وویل، کله چې نوموړی له لومړۍ چاودنې وروسته د کور پر لور روان شو، يوه بله چاودنه وشوه، چې یو پوليس پکې ټپي شو.

نوموړی وايي چاودنې ته نژدې يوه کور اور هم واخیست.

د چاودنې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د ویلو ده چې احمد الله نازک په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژيم تر ړنګېدا وروسته امریکایانو ته پهاسوسۍ تورن و.

نوموړی له يوه بل ملګري او شاعر عبدالله خیال سره طالبانو له دې امله ونیول، چې ګني امریکایانو ته د طالبانو جاسوسي کوي.

طالبانو عبدالله خیال په دار وځړاوه، خو د امریکایانو په چاپه کې احمدالله نازک وژغورل شو.

رپوټونه وايي دواړو په کندهار کې د ملا محمد عمر په کور کې مېشتو امریکایانو ته جاسوسي کوله او همالته اوسېدل.

تېره ورځ هم په کندهار کې د ناامنیو په لړ کې په ميوند ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک غاړې يا شلخی ماين وچاودېد، چې شپږ تنه يېوژلي او نهه نور يې ټپيان کړي ول.

چارواکو ويلي وو چې په وژل شويو کې دوه مېرمنې، دوه ماشومان او دوه سړي دي او په ټپيانو کې دوه مېرمنې دي.

په ارغنداب کې چاڼيز عملیات روان دي

بل خوا د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې تېره شپه چاڼيز عملیات پيل شوي، خو چارواکو ډېر جزییات نه دي ورکړي.

په ارغنداب کې د تېرې جمعې پر ورځ يو قومي مشر عبدالله خان د ناپېژاندو وسله والو لخوا وژل شوی و.

ورته مطالب