ناټو: اوس د مارجې امنیتي وضعیت ښه شوی

ناټو سرتېری په هلمند کې

ناټو:''موږ په مارجه کې يو ځواکمن سيمه ييز حکومت لرو ، چې د ښو خلکو د گومارلو په حال کې دى او بله دا چې موږ هلنخ د پرمختيايي پروژو د پلي کولو شاهدان يو.''

د شمالي اتلانتيک تړون ناټو وايي چې د څو مياشتو تر تېرېدو وروسته د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې امنيتي حالات ښه شوي دي.

د افغانستان په سويل لويديځه حوزه کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال ريچرډ ميلز وايي چې هلته بازارونه پرانيستل شوي، ماشومان ښوونځيو ته ځې او د بيارغاونې کارونه مخ په پيليدو دي ، خو نوموړي ومنله چې طالبان په اسانه سره له مارجې نه لاس په سر کيږي.

په پيل کې له جنرال ميلز نه پوښتنه شوې چې د مارجې تر عملياتو راوروسته په هلمند کې امنيتي حالات څومره بدل شوي دي

ځواب: له هغه مهاله را په دې خوا تر اوسه موږ د اورپکو په وړاندې د جنگېدونکو پوځيانو د وړتياو د لوړولو شاهدان وو هغه که د نړيوالو ځواکونو سره گډ عمليات وو او که خپلواک، همدا راز موږ د پوليسو د وړتياو د لوړيدو شاهدان هم وو، يه دغه موده کې موږ د پوليسو د وړتياو د لوړولو، ښوونې روزنې او سمبالښت په برخو د پام وړ پرمختگ شويدى . دا حالت يوازې په مارجه کې نه دى بلکې په ټول هلمند کې احساسېږي.

پوښته: په هلمند کې طالبانو ته د ماتې ورکولو په موخه کوم ځانگړى پروگرام لرئ ؟

اوس مهال په سيمه کې څلور بازارونه پرانيستل شوي چې ډير تاوده دي، خلک کولاى شي چې هلته د خپلو اړينو توکو د پېر او پلور چارې ترسره کړي.

ریچرډ میلز

ځواب: هو موږ په دغه ولايت کې طالبانو ته د ماتې ورکولو په موخه يو بريالى پروگرام لرو چې پر دريو اصولو ولاړ دى ، لومړى يې امنيت دى چې موږ د ائتلاف د ځواکونو په مرسته د خلکو امنيت ټينگول غواړو همدا راز هڅه کوو چې ډير افغان پوليس او د پوځ سرتيري وروزو او دا د دې لپاره چې دغه ځواکونه په لږ وخت کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د خپلواکې جگړې جوگه شي.

بله خوا موږ ډيره هڅه کوو چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو حکومتي ادارو وړتياوې لوړې کړو ، غواړو چې دغه ادارې د خلکو خدمت وکړي او په پاى کې دا چې موږ د نړيوالو مرستندويه ټولنو او په دغه ولايت کې د ولايتي بيا رغاونې له ډلې سره کار کوو چې سيمه ييز اقتصاد پياوړى کړو، راتلونکي نسلونه او ماشومان بايد د امنيت احساس وکړي او قانوني محصولات د خپل راتلونکي بنسټ وگرځوي.

پوښتنه: افغان ځواکونو ته د پوځي چارو سپارل د کابل په کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې له خوا ومنل شوه په دې برخه کې ستاسو لومړيتوبونه څه دي ؟

ځواب: زه فکر کوم چې افغان ځواکونو ته د پوځي چارو د سپارلو بنسټ مناسب امنيتي حالات دي تر ټولو لومړى بايد خلک د تگ او راتگ په وخت کې په امن کې وي ، هغړى بايد کار ولري او په پاى کې بايد افغان امنيتي ځواکونه پخپله د خلکو د امنيت ساتلو چارې پر غاړه واخلي ، له دې مخه د ښه امنيت برابرول زموږ د ټولو چارو پرمختيا ، د مسوليت ليږدولو او د ملکي کولو بنسټ جوړوي .

پوښتنه: د څو مياشتو تر تيريدو وروسته اوس په مارجه کې حالت څنگه دى ؟

مارجه

ناټو وايي په مارجه کې د پېر او پلور لپاره اوس بارزانونه پرانیستل شوي دي.

ځواب: زه فکر کوم چې په مارجه کې خالت مخ په ښه کيدو دى ، ښوونځي د پرانيستو په حال کې دي . هلته 200 تنه پوليس هم لرو چې گزمې کوي او د خلکو د ساتلو دنده پر غاړه لري ، موږ په مارجه کې يو ځواکمن سيمه ييز حکومت لرو ، چې د ښو خلکو د گومارلو په حال کې دى او بله دا چې موږ هلنخ د پرمختيايي پروژو د پلي کولو شاهدان يو .

اوس مهال په سيمه کې څلور بازارونه پرانيستل شوي چې ډير تاوده دي، خلک کولاى شي چې هلته د خپلو اړينو توکو د پېر او پلور چارې ترسره کړي.

پوښتنه: خو اوس هم طالبان هلته شته ، تاسو په کې څه وايئ ؟

ځواب: هو اوس هم په مارجه کې طېالبان شته ځکه چې مارجه طالبانو ته ډير ارزښت لري او هغوى پوهيږي که مارجه يې له لاسه ووته نو د هلمند سيند شاوخوا ته به گڼې سيمې له لاسه ورکړي ، طالبانو هلته ډيره پانگونه کړې ده، هم له رواني پلوه او هم له اقتصادي پلوه، مارجه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نشه يي توکو د کاروبار مرکز و، هغوى له دې لارې ډيرې پيسې تر لاسه کولې ، نو له دې مخه هغوى نه غواړي چې مارجه له لاسه ورکړي ، خو موږ به طالبان له هغه ځايه په شا تمبوو.

د مارجې کډوال په انځورونو کې

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .