په کندوز کې ځانمرګي اوه تنه ووژل

کندوز
Image caption د امنيت امر وايي په بريد کې د بهرنيانو دوه ګاډي زيانمن شوي، خو د سر د زيان په اړه يې معلومات نشته.

چارواکي وايي د کوندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي په پايله کې شپږ پوليس او يو اربکی وژل شوی دی .

ددغه ولايت د امنيت امر عبدالرحمن اقتاش بي بي سي ته وويل بريد نن سهار د ناټو او افغان ځواکونو پر يوه ګډ کاروان شوی دی .

دده په وينا د بريد په پايله کې يوولس تنه ولسي وګړي هم ټپيان شوي دي .

دغه راز هغه وويل چې ناټو ځواکونه د سر د زيان په اړه معلومات نه لري خو دوه ګاډي يې ويجاړ شوي دي .

طالبانو تر اوسه پورې د بريد په اړه څه نه دي ويلي .

کندوز په دې وروستيو کې نسبتا نا ارامه شوی دی او وخت په وخت ورڅخه د بريدونو او جګړو راپورونه ورکول کېږي .

دغلته وروستی لوی بريد د جولای پر دويمه د يوې بهرنۍ موسسې پر د فتر شوی و چې دوه بهرنيان، يو پوليس او شپږ بريدګر پکې وژل شوي ول .

په ننګرهار کې دوه پېښې

د يوې جلا پېښې په ترڅ کې د ننګرهار ولايت په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د ايتلافي-او افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې اته وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ددغو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

ددغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې بيا ځايي خلک ادعا کوي چې برايي د نړيوالو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې تر لسو ډېر ولسي خلک وژل شوي دي .

د ننګرهار چارواکي دا نه مني او وايي له پلټنو وروسته به د پېښې په اړه معلومات خپاره کړي.

خو يو سيمه ييز دولتي چارواکي ويلي په هوايي بريد کې اته ولسي وګړي وژل شوي دي.

کندهار

چارواکي وايي د پنجشنبې پر سهار شاوخوا اته نيمې بجې د کندهار ښار د اتمې حوزې په سيمه کې وسلوالو يو افغان ټپي او يو پاکستان وګړی وواژه.

طالبان وايي دوی پر دغه افغان ځکه بريد وکړ چې له ملي امنيت يا استخباراتو سره يې کار کاوه او د پاکستاني په اړه څه نه وايي.

خو د کندهار د امنيت امر فضل احمد شېرزاد وايي چې ټپي شوی افغان ولسي وګړی دی او له ملي امنيت سره يې کار نه کاوه .

ده وويل پاکستانی هم عادي وګړی و ، او له ټپي شوي تن سره مزدور و.