م.م لس نور طالبان د بنديزونو له لېسته و ايستل

امنيت شورا
Image caption د ملگر و ملتونو دامنيت شورا ديوه کمېسيون مشر توماس مايار هرتينگ خبريالانو ته وويل ، په ليست کې اوس څلور سوه دري دېرش کسان پاتې دي چې ١٣٢ يې طالبان او پاتې يې د القاعدې غړي دي .

د طالبانو د لسو غړو او په القاعدې پورې د تړلو پېنځه څلوېښت کسانو نومونه د ملگرو ملتونو د سازمان د بنديزونو له ليسته ليري شول .

داچې دغه کسان څو ک دي، د نومونو په اړه يې څه نه دي ويل شوي خو د ملگرو ملتونو د بنديزونو پر ليست د اوږده غور په پايله کې دغه گام پورته شو .

دارنگه ملگرو ملتونو په القاعدې پورې د تړلو لسو سازمانونو نومونه هم له دغه ليسته ليري کړي ، خو تر اوسه پورې ددغو سازمونو نومونه نه دي په ډاگه شوي .

افغان ولسمشر حامد کرزي، د حکومت له وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو په موخه د دغه ډول يو گام اوچتېدل غوښتل .

تېر جون ، په کابل کې جوړې شوې د سولې د مشورتې جرگې يوه غوښتنه هم داوه چې بايد د طالب مشرانو نومونه د ملگرو ملتونو له تور ليسته ليري شي .

دوه کاله وړاندې ، ملگر و ملتونو له چارواکو وغوښتل چې په ليست کې پر شاملو څلورسوه اته اتيا نومونو غور وکړي .

دوى سفر نه شي کولى او شتمنۍ يې کنگل شوې دي .

د ملگر و ملتونو دامنيت شورا ديوه کمېسيون مشر توماس مايار هرتينگ خبريالانو ته وويل ، په ليست کې اوس څلور سوه دري دېرش کسان پاتې دي چې ١٣٢ يې طالبان او پاتې يې د القاعدې غړي دي .

دده په وينا په ليست کې پر ٦٦ نور و نومونو هم کتنه روانه ده .

له دغه ليسته ديوه نوم د ليرې کولو لپاره د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ټول پنځلس غړي بايد رايه ورکړي .

ديپلوماتان وايي روسيه لېواله نه ده چې له دغه ليسته دې نومونه ليرې شي ، ځکه اندېښنه لري چې د نشه يي توکو قاچاق او په چيچين کې اسلام پالي له طالبانو سره اړيکي لري .

هغه کسان به دملگرو ملتونو د بنديزونو له ليسته ليري کېږي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي ، له القاعدې سره اړيکي وشکوي او د افغانستان اساسي قانون ومني .

ورته مطالب