بلخ: غلو د کابل بانک ۶ ساتونکي وژلي بانک يې لوټلی

کابل بانک
Image caption کابل بانک په ټول افغانستان کې ۱۳۲ نمایندګۍ لري.

د بلخ امنیه قومانداني وايي تېره شپه ناپېژاندو وسله والو په مزار شریف کې پر کابل بانک برید کړی او د شپږو ساتونکو سرونه يې غوڅ کړي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرووف تاج بي بي سي ته ويلي چې دغه پېښه تېره شپه تر لسو بجو وروسته شوې ده.

نوموړی وايي وسله والو غلو لومړی د کابل بانک شپږ واړه ساتونکي مسموم کړي او بیا يې په چړو سرونه ترې غوڅ کړي او تر ۲۰۰ زرو ډېر ډالر او شاوخوا درې ميليونه افغانۍ یې ورسره وړې دي.

ښاغلی تاج زياتوي، لومړۍ برید کوونکو د بانک ساتونکي مسموم کړي او بیا يې سرونه ترې غوڅ کړي او بانک يې لوټلی دی.

نوموړی وايي د پېښې په اړه پلټنه روانه ده، خو تر دې مهاله يې په تور څوک نه دي نيول شوي.

تر دې مهاله کابل بانک څه نه دي ويلي.

د کابل بانک دا نمایندګي په مزار شریف کې د پوليسو له پوستې شاوخوا لس متره ليرې پرته وه.

رپوټونه وايي چې د بانک ساتونکو تېره شپه مېلمانه درلودل چې دا پېښه رامنځ ته شوې ده.

کابل بانک د افغانستان یو له هغو لویو شخصي بانکونو څخه دی، چې په زیاتره ولایتونو کې نمایندګۍ لري.

کابل بانک په مزار شریف کې درې نمایندګۍ او په ټول افغانستان کې ۱۳۲ نمايندګۍ لري.

دا لومړى ځل نه دى، چې يو بانک د وسله والو لخوا لوټ کېږي او ساتونکي يې وژل کېږي.

د ۲۰۰۶ کال د اپرېل پر ۱۲مه/ د وري پر ۲۳مه هم سهار مهال د افغانستان د نړیوال بانک له ګاډي نه د غلا په تکل پر ګاډي برید وشو، چې د نښتې په ترڅ کې د بانک يو ساتونکی وژل شوی و.

داسې باور دى چې په دغې پېښې کې غلو شاوخوا ٧ ميليونه افغانۍ (شاوخوا ١٤٠ زره ډالره) تښتولې ول.

پېښه هغه مهال وشوه چې د اې اى بي AIB بانک گاډى د افغانستان بانک ته پيسې لېږدولې چې د ښار په ختيځ کې د شش درک په سيمه کې بريد پرې وشو، چې د ائتلاف ځواکونو د مرکز په يو کيلو متري کې و .

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت د ويندوى دفتر بي بي سي ته ويلي وو دغې پيښې کې پوځي جامو کې وسله والو غلو د افغانستان د نړيوال بانک يو ساتونکى وژلى او موټر چلوونکى يې ټپي کړی.

ورته مطالب