اکسفام: د کابل دولتي ادارې کمزورې دي

.
Image caption اکسفام وايي د نوي حکومت او ادارې له نهو کلونو تېرېدا وروسته بیا هم په افغانستان کې بې وزلي زياته ده.

د اکسفام په نامه د خیر ښیګڼې یوې موسسې په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان دولتي ادارې کمزورې بللې او وایي چې په ډیرو مواردو کې د خلکو اړینو اړتیاوو په پوره کولو کې پاتې راغلې دي.

د برتانیا دغه موسسه وایي: له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د میلیاردونو ډالرو مرستو وروسته اوس هم د افغانستان نژدې څلویښت په سلو کې خلک په بیوزلۍ کې ژوند کوي.

په دې رپوټ کې د افغانستان د امنیتي حالت په اړه هم اندیښنه ښودل شوې ده. پر همدې مهال افغان حکومت که څه هم ځینې دغه ستونزې مني، خو وایي چې یو شمیر لاسته راوړنې هم لري.

د اکسفام په دې تازه رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ړنګیدو د شاوخوا نهو کلونو په تیریدو اوس هم افغانستان د نړۍ د بیوزلو هیوادونو په کتار کې دی او په وینا یې د پام وړ پرمختګ یې نه دی کړی.

د اکسفام اجراییوي مشره بار بارا ستاکینګ، په افغانستان کې د ثبات ټینګښت په پرمختیایي چارو پورې تړلی بولي او وایي مهمه دا ده چې په تیرو څو کلونو کې پرمختیایې چارې پڅې پرمخ روانې وې.

اوس هم څلویښت په سلو کې خلک په ډیره بیوزلۍ کې ژوند کوي، فکر کوم ډیر شمیر سیاسي او پوځي عوامل لاس په لاس شوي او د دې هیواد وضعیت یې پیچلۍ کړی دی.

زموږ لپاره مهمه دا ده چې افغانستان په تیرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګ نه درلود. موږ باور لرو تر هغې چې پرمختیایي چارو ته پوره پاملرنه ونشي، ثبات به هم په دغه هیواد کې ټینګ نشي.

په رپوټ کې راغلي چې اوسمهال له پنځو ماشومانو یوه یې پنځه کلنۍ ته تر رسیدو وړاندې مړ کیږي او له هر اتو افغان میندو نه یو یې د زیږون پرمهال او له امیندوارۍ سره د تړلو ستونزو له امله ساه ورکوي.

رپوټ دا هم وایي چې سم نیمايي هغه ماشومان چې ښوونځي ته د تګ په عمر کې له زدکړو بې برخې دي او ښوونځي ته د تلونکو زدکوونکو په ډله کې د نجونو ونډه لږ ده.

Image caption اکسفام په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه هم اندیښنه ښودلې او وایي که څه هم د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د روغې جوړې هڅې روانې دي، خو په وینا نا امني د هرې ورځې په تیریدو سره په دغه هیواد کې په پراخیدو ده.

د اکسفام برتانوي موسسه چې له 14 نادولتي ټولنو جوړه شوې وایي د افغانستان دولتي ادارې د خلکو د اړتیاوو په ځوابولو کې پاټې راغلي او په خبره اوس هم خلک ګڼې اقتصادي ستونزې لري. افغان حکومت که څه هم ځینې دغه ستونزې مني خو وایي په ډیرو برخو کې د حکومت له لاسته راوړنو هم سترګې پټیدای نشي: د اقتصاد وزارت مرستیال نذیر احمد شهیدي وایي د وخت په تیریدو به پاتې ستونزې هم هوارې شي.

اکسفام په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه هم اندیښنه ښودلې او وایي که څه هم د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د روغې جوړې هڅې روانې دي، خو په وینا نا امني د هرې ورځې په تیریدو سره په دغه هیواد کې په پراخیدو ده.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د روغې جوړې په بهیر کې باید د خلکو غوښتنو ته پام وشي او په خبره یې دا بهیر باید د ښځو او ماشومانو حقونه له ګواښ سره مخامخ نه کړي.

ورته مطالب