په افغانستان کې دخوراکي توکو بيې لوړې شوې

Image caption د افغانستان د سوداګرۍ خونو چارواکي وايي، په خوراکي توکو بار سلګونه ګاډي په پاکستان کې د وروستيو سېلابونو له امله تم پاتې دي.

په پاکستان کې وروستيو سېلابونو نه يواځې په دغه هېواد کې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله، لارې او پلونه يې ويجاړ کړل او ترڅنګ يې پراخې کرنېزې ځمکې يوړې، بلکې له ناوړه اغېزو يې ګاونډي افغانستان هم خوندي نه دی پاتې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو چارواکي وايي، په خوراکي توکو بار سلګونه ګاډي په پاکستان کې د وروستيو سېلابونو له امله تم پاتې دي.

د دوی په وينا دې کار د نورو لاملونو ترڅنګ د افغانستان په بازارونو کې د نرخونو لوړېدو ته لاره هواره کړې ده.

د سوداګرۍ خونو مرستيال خان جان الکوزی وايي د خوراکي توکو بيې ان تر شاوخوا لس په سلو کې لوړې شوې دي: (( يو لامل خو يې د روژې د مبارکې مياشتې رانژدې کېدل دي چې معمولا پر دې مهال عرضه کمه او اړتيا ډېره وي او بيې لوړېږي، خو اساسي لامل يې د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې وروستي سېلابونه او د لارو خرابي ده.

همدا اوس مو تر زرو زيات ګاډي په نوښار کې ولاړ دي.

د توکو بيې دوه په سلو کې، پنځه په سلو کې او ان لس په سلو کې لوړې شوې دي. بازار ته مواد لږ راځي او همدا يې د بيو د لوړېدو مهم لامل دی. ))

د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي څرنګوالی مې په کابل کې د خوراکي توکو له سوداګر انجام الدين نه وپوښت: ((نرخونه لوړ شوي ، يوه مياشت وړاندې يوه بوجۍ اوړه 700 افغانۍ و او اوس 1050 افغانۍ دي.

د خوراکي توکو محصول او د موټرونو کرايه هم لوړه شوې ده. مخکې د اوړو د يوه ټن کرايه 20 -25 ډالره وه اوس 35 -40 ډالرو ته لوړه شوې ده. غوړي هم لوړ شوي، مخکې 800 و اوس 1000 افغانيو ته لوړ شوي دي.

لوبيا هم لوړه شوې ده. په ټوله کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.))

د دې ترڅنګ د سوداګرۍ د خونو مرستيال ښاغلۍ الکوزي د اوړو او غنمو د بيو د لوړېدو يو بل مهم لامل د افغانستان د ماليې وزارت لخوا په سلو کې له پېنځو څخه تر شپاړسو پورې د ګمرګي تعرفو لوړول په ګوته کوي.

خو د ماليې وزارت وياند عزيز شمس په بازارونو کې د بيو لوړوالی تر ډېره په نړيوالو لاملونو پورې تړلی بولي او وايي، د ماليې وزارت دې پرېکړې هغومره چې ويل کېږي د بيو په لوړېدو کې ونډه نه درلوده: (( دا تعرفې يواځې لس ورځې وړاندې يعنې د زمري له لومړۍ نېټې راپدېخوا عملي شوي دي.

دا هغومره چې ويل کېږي د بيو پر لوړېدو اغېزې نه لري. د کورنيو لاملونو په پرتله تر ډېره د بيو لوړېدل په نړيوالو لاملونو پورې تړلي دي. د بېلګې په توګه که بوره لوړه شوې لامل يې دا دی چې په برازيل کې هم هغوی ويلي چې د نيشکر بيه لوړه شوې ده)).

په دې وروستيو کې د افغانستان د وزيرانو شورا پرېکړه وکړه چې د افغان بزګرو او د غنمو د کورنيو توليداتو د ملاتړ لپاره دې د وارداتي غنمو او اوړو ماليه دې لوړه شي.

په افغانستان کې د بازار د پاليسۍ د څارنې په برخه کې تر ډېره ګوته د سوداګرۍ وزارت ته نيول کېږي او ځينې وايي د سوداګرۍ وزارت د بازار سمه څارنه نه کوي.

خو د سوداګرۍ وزارت وياند فرهاد افغان زوی وايي په بازارونو کې يې د بيو د ثبات لپاره لا له وړاندې ځينې ګامونه اخيستي او د ځينو نورو د پورته کولو تکل لري: (( په پاکستان کې چې ستونزې دي هغه زه هم منم، خو د ماليې د تعرفو لوړېدلو په اړه موږ د ماليې له وزارت سره تر دې وړاندې هم دا موضوع شريکه کړې او ويلي مو دي چې دا يې د حل لاره نه ده.

اوس هم له نورو ادارو سره په تماس کې يو چې په افغانستان کې د بيو د لوړېدو د مخنيوي لپاره د حل يوه بنسټيزه لاره ومومو.))

افغانستان په وچه کې راګير هېواد دی چې د کورنيو توليداتو له اړخه په ځان بسيا نه دی او تکيه يې تر ډېره له ګاونډيو هېوادونو څخه پر وارداتي توکو ده.

همدا لامل دی چې په ګاونډيو هېوادونو هره بې ثباتی او ګډوډي نېغ په نيغه د دغه هېواد په اقتصادي ډګر کې د بدلونونو او بې ثباتۍ لامل ګرځي.