ناټو: ملا محمد عمر په پاکستان کې اوسي

Image caption د ناټو چارواکي دا هم ويلي له پاکستانه يې د طالب مشرانو د نيولو غوښتنه کړې خو په دې برخه کې ور سره مرسته ونه شوه.

د ناټو دغه چارواکي په کابل کې يو شمېر رسنيو ته ويلي چې د وسلوالو طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې ژوند کوي.

هغه په ځانگړي ډول کوېټه يا کراچۍ ښار د هغه د استوگنځي په نامه ياد کړي دي.

دغه چارواکي چې د خپل نوم له اخستو يې ډډه کوله، دا رد کړه چې گواکې ملا محمد عمر په افغانستان کې دننه د جنگېدونکو وسلوالو طالبانو مشري کوي.

هغه وويل د طالبانو مشران له پاکستانه د طالبانو مشري کوي.

د دغه چارواکي په وينا د طالبانو له لوري د افغانستان بېلابېلو ولايتونو ته ټاکل شوي واليان په سلو کې نوي په پاکستان کې ژوند کوي.

د ناټو دغې څارګرې سرچينې دا هم ويلي له پاکستانه يې د طالب مشرانو د نيولو غوښتنه کړې خو په دې برخه کې ور سره مرسته ونه شوه.

د ناټو دغه چارواکي ټينگار کړى چې د ايران او پاکستان څارګرې ادارې په افغانستان کې د جگړې اور ته لمن وهي او د حکومت وسلوال مخالفان پياوړي کوي.

پاکستان د ناټو ددغه چارواکي څرگندونو ته تر دې مهاله غبرگون نه دى ښوولى.

خوتر دې مخکې د ياد شوي هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي ول د وسلوالو طالبانو مشر ملا محمد عمر او د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې نشته.

ښاغلي قريشي ويلي وو که څوک په دې برخه کې کوم شواهد لري دوى ته دې يې وسپاري.