کرزی: نړیواله ټولنه دې ټولې خصوصي امنيتي کمپنۍ وتړي

کرزی
Image caption ښاغلي کرزي دغه راز په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د بهرنیانو د قراردادونو د افشا کیدو غوښتنه وکړه.

افغان ولسمشر پر نړیوالې ټولني غږ وکړ چې په افغانستان کې دې خصوصي امنیتي کمپنۍ په بشپړ ډول وتړي.

ولسمشر کرزي ددغو کمپنیو فعالیت د افغانستان د ګټو پر خلاف وباله چې په وینا یې خلک ترې ستړي شوي دي.

ښاغلي کرزي دغه راز په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د بهرنیانو د قراردادونو د افشا کیدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر حامد کرزي د خصوصي امنیتي کمپنیو د لغو کېدو غوښتنه داسې مهال وکړه چې دده په وینا دغه کمپنۍ په افغانستان کې ملي ګټو او حاکمیت ته درناوی نه کوي.

دی وایي افغان ملي اردو او پولیس اوس دا وړتیا لري چې خپلې چارې تر ډیره پخپله تر سره کړي.

ولسمشر پر نړیوالې ټولني غږ وکړ چې په بیړني ډول دې امنیتي خصوصي کمپنۍ که کورنۍ دي که بهرنۍ، لغو کړي او له هغو افغانانو چې په خصوصي امنیتي کمپنیو کې کار کوی، غوښتنه وکړه چې له ملي اردو او پوليسو سره یو ځای شي.

اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۰ کورنۍ او بهرنۍ امنیتي خصوصي کمپنۍ په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت لري چې زرګونه افغانان پکې په دنده بوخت دي.

ددغو کمپنیو د لغو کېدو خبره تر دې وړاندې هم په ولسي جرګې او پخپله د کورنیو چارو په وزارت کې مطرح شوې وه.

Image caption پر دوی نیوکې دي چې په خپل سر د تلاشۍ په نوم کورونو ته ننوځي او غلاوې کوي.

پر دوی نیوکې دي چې په خپل سر د تلاشۍ په نوم کورونو ته ننوځي او غلاوې کوي.

ښاغلي کرزي وویل چې دا کړنې نور له زغمه وتلي دي.

یوه بله ستونزه چې افغان حکومت ورسره لاس او ګرېوان دی په دولتي ادارو کې فساد دی چې په وار وار د نړیوالو له لوري نیوکي شوي دي.

افغان حکومت د رواني میاشتې په سر کې د کابل کنفرانس په ترڅ کې پتیلې وه چې ادارې فساد باید په خپلو ادارو کې له منځه یوسي، نو ولسمشر په دې برخه کې هم د نړیوالو ونډه د پام وړ وبلله.

هغه وویل دغه فساد هغه مهال له منځه تلای شي چې په افغانستان کې د بهرنیانو هرډول قراردادونه افشا او له حکومت سره شریک کړای شي.

ورته مطالب